Homeخبرونهاروپايي ټولنه: افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتوالي سخت اندېښمن کړي يو

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتوالي سخت اندېښمن کړي يو

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د تاوتريخوالي زیاتوالي سخت اندېښمن کړي دي او يو ځل بيا په طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره تاوتريخوالي ودروي او اوربند وکړي.

دې ټولنې د سولې نړيوالې ورځې په تړاو اعلاميه کې ويلي، دوی په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي او په ځانګړي ډول د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې سخت اندېښمن دي.

دې ټولنې ويلي:

موږ يو ځل بيا په طالبانو غږ کوو چې تاوتريخوالی ودروي او ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي.

اروپايي ټولنې داسې مهال په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې چې په وروستيو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې جګړو زور اخيستی او ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د اروپايي ټولنې تر څنګ نن امريکا او ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د تاوتريخوالي په زياتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...