یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمشرانو جرګې د نفت او ګازو د تنظيم ادارې په اړه د...

مشرانو جرګې د نفت او ګازو د تنظيم ادارې په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ

تاند، شنبه د سنبلې ۳۰مه: مشرانو جرګې نن د رايو په اکثريت د نفت او ګازو د تنظیم ادارې په اړه د ولسمشرغني فرمان رد کړ.

د یادې جرګې په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دا پرېکړه یې د ولسمشر د فرمان تر هر اړخیزې ارزونې وروسته کړې ده.

د یادونې ده، چې ولسي جرګې هم د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه یاد فرمان د رایو په اکثریت رد کړی وو.

هغه مهال ولسي جرګې ویلي وو، چې د حکومت له لوري د نویو ادارو جوړول د قانون خلاف او د ولسي جرګې له څارنې د تېښتې مانا لري.

ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ د سنبلې په ۶مه د افغانستان د نفتو او ګازو د تنظیم د ادارې د جوړونې فرمان صادر، او د «د نفتو او ګازو د تنظیم د ادارې عمومي رییس» په نامه یو خارج رتبه بست منظور کړ.

د ولسمشر د هغه وخت د فرمان له مخې، د صنعت او تجارت وزارت د نفتي موادو او مایع ګاز د تصدۍ عمومي ریاست د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې سره مدغم شو او د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې ته د هغه ریاست د ټولو کارکوونکیو انتقال منظور شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب