شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: بامیان به د افغانستان د سیاحت مرکز شي

ولسمشر غني: بامیان به د افغانستان د سیاحت مرکز شي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۳۰) ولسمشر غني نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا بامیان ولایت ته سفر وکړو.

ولسمشر غني ویلې چې بامیان به د نړۍ د سیاحت مرکز شي، او د نړۍ سیلانیان به هڅه کوي تر څو له بامیانو لیدنه وکړي.

بامیانو ته د حکومتي چارواکو د سفر هدف په دغه ولایت کې د یوې فوق العاده امنیتي جلسې جوړول او د یاد ولایت د اقتصادي، سیاسي او کلتوري وضعیت په اړه له ځايي چارواکو سره خبرې اترې بلل شوي دي.

د بامیانو والي، سید انور رحمتي په دغه ولایت کې جوړې شوې غونډې ته وویل، د دغه ولایت ۶۱ سلنه خلک د بېوزلۍ ترکرښې لاندې ژوند کوي او په خبره یې، حکومت باید په نوموړي ولایت کې د کرنې د عصري کولو، کاري زمینو د رامنځته کولو او ملي دسترخوان د پروګرام د پیل کولو لپاره لاس په کار شي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې په بامیانو کې دې صنعتي پارک، په بند امیر کې شین کمربند، هوایي ډګر، د طب پوهنځۍ او د کچالیو لپاره سل زېرمې یا سړې خونې جوړې کړي او دغه ولایت ته د غځېدلو لارو امنیت دې هم خوندي کړي.

بل خوا، د دغه ولایت اوسېدونکو او مدني فعالانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې یاد ولایت دې دویمې درجې ته لوړ، روغتون یې دې حوزوي کړي، د بریښنا د نه شتون ستونزې یې دې حل کړي، نوي اداري واحدونه دې ورته جوړ کړي، د سیاحت صنعت دې ته دې وده ورکړي او د کانونو استخراج ته دې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم د بامیانو خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه ولایت پراختیایي پلان به عملي کوي، صنعتي ښارګوټی به ورته جوړوي او د کانونو ایستنې ته به هم ځانګړې پاملرنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې هرکال زرګونه کسان له بامیانو ولایت څخه لیدنه کوي خو دغه ولایت ته په ورغلو لارو کې ناامني د ګرځندویو پر وړاندې یو لوی خنډ بلل کیږي.

5 COMMENTS

  1. اگر این مسجد بود و این حال طفلان را خراب می بینیم. ډیر سرونه یی لانده کړل خو یو هم جوړ نشو.

  2. که وضعیت همدغسی و انشاالله په لنډ وخت کی د کابل ښار د قهرمانانو او شهیدانو د لمانځلو دښار نوم خپل کړی.
    جالبه خو داده چی قهرمانان، شهیدان او لنډغر ټول هزاره ګانو شمالی والو کی دی. دومره څوک نشته چی ورته ووایی د اڅه حال مو جوړ کړی دی. په خدای یقین وکړی چی په هغه خپله رایه دومره خفه یم حد یی نشته. او مطبوعات شرمیدلی هم ټول ددوی په خدمت کی دی.

  3. پریږده غنی دی خلکو ته کرزی هم چاپلوسی کوله څه وسول. اوس یی په کور کښی د سرور جاهل ناست وی او څه یی ستا مشرانو ته وویل. بامیان پریږه چی ټولی کلیساوی او موردګاو خانی سی مخ ددی وطن ریښتونی بچیانو ته واړوه او خدمت ورته وکړه.

  4. د ولس مشر ژمنې ټولې هوایي دي او دا خبره یې په خپله
    د نیمروز ولایت په سفر کې وکړه چې زیاتره وختونه بې خلتې ډزې کوي.

  5. غني تا د پښتنو ولایتونو له څه وکړل، کوم یو دې ښیرازه کړ، کوم یو دې سمسور او اباد کړل، د ډیورنډ په کرښه پراته ټول د پښتنو ولایتونه قرباني کیږي، او ته بامیانو له سیلانیان ګورې.. !!
    ډیر درنه ناهیلي یو رئیس جمهوره !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب