سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد حکومت او طالبانو د تماس ډلو تر منځ ګډو ناستو د...

د حکومت او طالبانو د تماس ډلو تر منځ ګډو ناستو د خبریالانو غبرګونونه راپارولي

تاند، چهارشبنبه د سنبلې ۲۶مه: د رسنیو د ملاتړ ادارې په قطر کې د خبریالانو د اوسېدو او د معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ستونزو شکایت وکړ.

د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ویلي، د افغانستان حکومت باید له قطري چارواکو سره په مشورې خبریالانو ته په دوحه کې د اوسېدو او د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخو کې هر راز اسانتیاوې برابرې کړ څو دوی د قطر د سولې له روانو خبرو خلک خبر کړای شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې دا شکایت وروسته له دې کړی چې له دوحې څخه کابل ته بېرته ستانه شوي خبریلان وايي، دوی ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په قطر کې پاتې شي.

خبریالان وايي، دوی ته باید قطر ته د تلو زمینه برابره شي

د راپورونو له مخې هغه خبریالان چې اوس په قطر کې دي نیوکه کوي چې په وخت ورسره معلومات نه شریکېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا او ورسره پلاوی د مذاکراتو د پیل له مراسمو وروسته بېرته کابل ته راغی، زیات شمېر خبریالان هم له قطر څخه کابل ته ستانه شوي او اوس د دواړو خواوو تر منځ د بندو دروازو تر شا خبرې روانې دي.

له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د خبریالانو دا ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې د سولې روان بهیر د خبري پوښښ لپاره هېڅ خنډ نه شته.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې د دواړو اړخونو د تماس ډلې په ډېری مواردو توافق کړی.

“یو توافق دا هم شوی، چې دواړه خواوې باید یوه ګډه ژبه پیدا کړي او د افغانستان خلکو ته له یوه ادرسه معلومات ورسوي، چې دا یوه ښه خبره ده، ډېرې تمې شته چې روانې خبرې ښې پایله ورکړي موږ هیله من یو چې یوې نتیجې ته سره ورسېږو.”

1 COMMENT

  1. سره جوړ شی که خدای مو ټول هلاک کړي بس دی نور وطن مو در بدر کړو د دنیا خیرات خوره مو رانه جوړ کړه ځوان د پردیو مزدوران کړله اکثره میرمینی کونډی شولی ماشومان یتیمان شول کورونه وران شول د دوی د پاره څوک ټوپک اخلی هغوی د خدای نور پوه کړی دا جنګ د پردیو ګټو د پاره دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب