سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه بله تجارتي لار پرانیستل شوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه بله تجارتي لار پرانیستل شوه

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د وږي، سنبله ۲۶ مه  ۱۳۹۹

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم، چمن – سپين بولدک، انګوراډې او غلام خان لارو ترڅنګ په بلوچستان ايالت کې پر ډیورند کرښه د بادينې لاره هم د تجارت لپاره پرانيستل شوه.

دا سوداګري لار نن (چهارشنبه) د بلوچستان اعلی وزيرجام کمال علياني او د بلوچستان د سرحدي ملېشو مشر  جنرال فياض حسېن شاه په رسمي توګه پرانيسته وکړه. د پرانيستنې په مراسمو کې يو شمېر دولتي چارواکو، تجارانو او ځايي مشرانو ګډون کړی وو.  ښاغلي علياني غونډې ته په وينا کې وویل چې له يادې لارې سره به په سيمه کې تجارت نور هم پراختيا ومومي او دا د پرمختګ پر لور يو بل قدم دی.

د بلوچستان د سوداګرۍ خونې يا بلوچستان چېمبراف کامرس مرستيال مشر بدرالدين کاکړ، چې په غونډه کې یې ګډون کړی و، تر دې یوه ورځ مخکې په کوټه کې له افغان کونسل جنرال نثاراحمد احمدي سره په کتنه کې وویل، د دوی په غوښتنه او هڅو د بادينې تجارتي لاره پرانيستل شوې او بايد د دواړو هيوادونو ترمنځ نورې پولې هم پرانيستل شي څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت پراخ شي او د پولې شاوخوا خلکو ته يې ګټه ورسېږي. دا به د سيمې خلکو ته هم د کارکولو زمینه برابره کړي.

تېرکال د بلوچستان د تجارانو يوه پلاوي له افغان ولسمشر اشرف غني سره چې د پاکستان په سفر و، د ليدنې پرمهال د بادينې تجارتي لارې د پرانيستلو غوښتنه کړې وه. له تېرو څو مياشتو کراهیسې د دې لارې د پرانيستلو هڅې روانې وې، خو د کورونا د خپرېدو له امله دا کار ځنډېدلی و.

د بلوچستان تجاران وايي چې د پاکستان او افغانستان  ترمنځ د بلوچستان د کلاسيف الله، مسلم باغ، باديني لاره هم د تجارت لپاره ډېره مهمه ده چې غزني، پکتيکا او زابل ولايتونو ته څېرمه موقعيت لري. بلوچستان چې له افغانستان سره شاوخوا دولس سوه کلوميتره ګډه پوله لري، له افغانستان سره یې يوازینۍ لاره د چمن پوله وه، خو اوس چې د بادينې لاره هم د تجارت لپاره په رسمي توګه پرانيستل شوې، تمه کېږي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ به تجارت وده ومومي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بیا بیا بندېدو له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه خورا کمه شوې ده.

د پاکستان د سټېت یا مرکزي بانک د وروستي راپور له مخې، د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۶۱ ملیونه او ۲۵۵ ډالره وو، حال دا چې د تېر کال په همدې میاشت کې ۱۰۸ ملیونه او ۶۴۲ ملیون ډالرو ته رسېدل. په دې حساب افغانستان ته د پاکستان صادرات په سلو کې ۴۳ اعشاریه ۶۱ لږ شوي دي.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%db%8c%db%90-%d8%b5%d8%a7%d8%af%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%da%a9/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب