دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ۶ امنیتي سرتېري او د طالبانو د سرې قطعې ۶...

ننګرهار کې ۶ امنیتي سرتېري او د طالبانو د سرې قطعې ۶ غړي وژل شوي

تاند، جمعه د سنبلې ۲۱مه: طالبانو د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۶ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي طالب جنګیالیو بیګا د شپې شاوخوا ۱:۳۰ بجه د شېرزادو ولسوالۍ اړوند ګندمک په کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

سرچینه کاږي د طالبانو په دې برید کې ۶ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پینځه نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي په دغه بریدونو کې طالب جنګیالیو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده، خو په اړه یې پوره جزیات نه دي ورکړل شوي.

بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی وايي په شېرزادو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره طالبانو ته دغه مرګژوبله د شېرزادو ولسوالۍ اړوند ظابت ظاهر کلا سیمه کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ اوښتې چې ددې ډلې د سرې قطعې ۶ غړي پکې وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې په دې بریدونو کې د شېرزادو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال سید انور سنګر په ګډون ۹ تنه نور ټپيان شوي دي او یو شمېر سپکې او درنې وسلې او وسایط یې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند وايي په دې پېښه کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د یادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب