دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونههلمند: سږ کال څه باندې څلور زره غواوې مصنوعي القاح شوي

هلمند: سږ کال څه باندې څلور زره غواوې مصنوعي القاح شوي

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۱) د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې روان کال په دې ولایت کې د غواوو د ښه نسل د تولید په پار څلور زره او ۱۵۰غواوې مصنوعي القاح شوي دي، چې ۹۵ سلنه یې ښه پایله ورکوي.

چې دغه چارې ددې ولایت مالدارانو او سوداګرو ته د کاروبار ښه زمینه برابره کړې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي، د هلمند ولایت په کچه د مصنوعي القاح ۱۴ سیمه ییز اسټیشنونه شتون لري، چې په روان کال کې یې زرګونه غواوې مصنوعي القاح کړي دي.

الکو زیاته کړه، چې د هلمند د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د مصنوعي القاح د سیمه ییزو اسټیشنونو شمېر زیات شي.

په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت د مالدارۍ د ودې او پراختیا او د غواوو د نسلونو د اصلاح په پار په دې ولایت کې د مصنوعي القاح مرکز هم جوړیږي، چې د رغولو چارې یې په بشپړېدو دي.

دغه مرکز به د هلمند ولایت د مالدارانو د مالونو د مصنوعي القاح په پار وکارول شي.

مصنوعي القاح د څارویو د نسل د اصلاح، غوره تولید او په څارویو کې د ناروغیو د کنټرول غوره لار ده.

2 COMMENTS

  1. یاره زه خو وایم ددغو ښاغلیو او آغلیو غواوو بلا دې په دا ټول مجاید جګړه مار ملت وګرځي، تاسو ووایئ آمین ثمه آمین!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب