پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت شورا: د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف...

د ملي امنیت شورا: د کابل امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف غونډه وشوه

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۱) د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې پرون یې د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په مشرۍ د کابل ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د راتلونکو اقداماتو په هدف غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې، چې د کابل ولایت ملکي او نظامي چارواکو او د هیواد لوړپوړو امنیتي مسوولینو ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو او د کابل ولایت امنیتي چارواکو د امنیت د ښه تامین او دولتي خدماتو د بهترې ارایې په موخه غونډې ته خپل راپورونه وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د کابل د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره پلانونه ارزیابي او پر راتلونکو اقداماتو بحث وشو.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند په تایمني سیمه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه وشوه چې له کبله یې ۲۶کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

4 COMMENTS

  1. د امنیت د تآمین د پاره ضروری ده چه د امنیتی سکتور با استعداده قهرمان جنرال خوشحال سعادت د وزارت داخلی د رهبری د پاره بیرته راوستل شی ، ټول ملت شاهد دی چه نوموړی د امنیت په راوستلو کی کامیابه نظامی کدر ؤ . دهغه وخته چه نوموړی د وزارت داخلی د رهبری نه تللی ، د امنیت وضعیت روځ په روځ هم د کابل او هم دنورو ولایاتو په سطح خراب شوی . د دی وزارت د رهبری اوسنی ابتکار چه د میثاق شهروندی پلان ؤ هم مطلوبه نتیجه ورنکړه . د امنیت راوستل خپله یو مسلکی استعداد ، تجربی او فعال کدر ته ضرورت لری ، جنرال خوشحال سعادت د امنیت په راوستلو کی د ځنګړی خلاقیت او لاسته راوړنو امتحا ن ورکړی ، بیا وګوری چه دده په مدیریت کی د کابل اوولایاتو په امنیت کی په یوه میاشت کی څومره مثبت تغیرات راځی . د بشری منابعو د سم مدیریت اصل دادی چه د یوه کدر خلاقیت او لاسته راوړنو ته باید په درنه سترګه وکتل شی او د ارتقا زمینه ورته مساعده شی نه د تنزیل.

  2. په کابل کې د کابل میشتي امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په دندو دي، له دندو ګوښه کړئ، او د هیواد اطرافو او سرحدي ولایتونو ته یې واستوئ، او د هیواد د سرحدي سیمو او اطرافو کې په دندو ځواکونه کابل کې وګمارئ، هغه سرتیري چې کابل کې پیژندګلوګانې او واسطې یې درلودې هم به له منځه لاړې شي، او د نوو سرتیرو په راتګ سره چې زړور او بې شناخته دي، د قانون سره سم به په نرۍ او ایماندارۍ دندې ترسره کړي.
    دا یې هم یوه لاره چاره ده.
    دا چې د کابل امنیت تل ناکام دی، وجه یې دا ده چې دلته ډیر میشت او ګمارل شوي ځواکونه د یوې وړې ولسوالۍ چې د پنجشیر په نوم ده- دي، او همدا یو لامل هم دی چې د شهید په اونۍ کې د احمدشاه مسعود لنډغر پلویان د وحشت او دهشت فضا رامنځته کوي، خو د دښمن په وړاندې ناکام او بې وسه او بې کفایته او نااهله دي.
    دا کلتور باید د امنیت او دفاع په چوکاټ کې له منځه لاړ شي.

  3. زما په نظر د کابل ښار د امنیت د تامین لپاره باید تر ټولو دمخه د کورنیو چارو وزارت په مشرتابه هیئت کې پوه ، مسلکي ، آزمویل شوي او رښتیني کادرونه مقرر کړل شي . د امنیت تآمین د زړورو افسرانو او سرتېرو دنده ده ، دلته د جندر موضوع هېڅ مانا نه لري.
    همدارنګه د قانون یو شان تطبیق کول په ټولو ښاریانو او هېوادوالو باندې حتمی دي . وزیران ، وکیلان او خصوصا د میثاق ملي یا د ملیشو بېرحمه قوماندانان باید قانون پرځان تطبیق کړي .
    د کابل ښاریانو همکاري هم ترټولو زیاته مهمه ده . کابل ښاریان باید هغو کسانو ته چې دوی ونه پېژني اویا د دولت اجازه یې نه وی اخیستي ، خپل کور په کرایه ورنکړي . د کور څښتن او همدارنګه د کوڅې وکیل د ټولو کلیوالو له حرکاتو او فعالیتونو باید باخبره اوسي . د ګذروکیلان باید په سیمه کې د ټولو مېشتو اوسېدونکو او کرایه نشینو مکمل لست ترتیب او یوه کاپی یې مربوطه حوزې ته ورکړي .
    هر دکاندار او هغوي چې په یوه کوڅه کې ژوند کوي باید د خپل کور او دکان له مخې هروخت خبر وي او د مشکوکو کسانو د ګرځېدو او فعالیت په وخت کې مربوطه امنیتي ناحیو ته خبر ورکړي .

  4. جناب محیب صاحب
    دغسي غونډي یقینا تاثیرات خو به لري
    مګر دي غونډو ترڅنګ عملي کار لازم اوضروري ده هغه څنګ ؟
    له وزارت تر اخیره سربازه ټول لکه دزنجیر حلقي سره تړلي ئ دي بنا که یوه حلقه هم نا غیړي کوي اویا نه غواړي دامنیت په برخه کي فهمیده یا نافهمیده مثبت رول ولري هغوي باید تشخیص سي اومناسیب عمل ورسره وسي (ترتبدیلي اویا منفکي دپولیسو له لیکونه )
    جناب داکتر داسمه ده چه رهبري شه رول لرلاي سي ۰ خو اصل کار سرباز کوي او سرباز په خپله دمسولیت ساحه کي هم امیر ده هم سبر باز ۰
    لذا سرباز باید تربیه سي سرباز باید وطن دوست وي ۰
    بله مهیمه خبر داده چه سرباز دقوماندان له خوا لکه سیوری تعقیب سي اوسرباز دا احسای وکړي چه زه جواب ګوي یم (هم وجدان ته اوهم امیرته )
    دسربازانو مینځ کي ضوابط همیم دي نه روابیط سربازان ټول په روابیتو سره کار کوي بله مهیمه خبر مکافات اومجازات په عادلانه توګه
    له ټولو مهیمه خبرداده چه دسرباز حقوق په موقیع ورکړسي سرباز اوقوماندان ټولی نزدي اړیکي ولري اود سرباز په مدني زوند اقتصادي زوند اخلاقي زوند اوفزیکی حالاتو صحی وضعیت ئ شه پوه وي یوتعداد معتاد همدي ۰
    جناب محیب صاحب په تیر ه هفته کي کوم کورته غله ورغلې وه دکور صاحب داطفالو په تفنګچو غله وبیرهول اوغله وتشتیدو سبا وخته پولیس راغلو دکور څښتن ي متهم کو چه ته کور کي سلح لري کورني ورته وه ویل هغه بګاه غله ماد اطفالو په تفنچه وبیرهول پولیس ولاړل سبا شپه بیا هغه غله راغله کوري ورلوټکړ او کورنی ئ ښه وډباوه دا دپولیسو دکار یوه بیلګه وه تصمیم تاسو نسۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب