پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهد حکومت مذاکراتي پلاوی نن دوحې ته سفر کوي

د حکومت مذاکراتي پلاوی نن دوحې ته سفر کوي

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۱) د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره نن دوحې ته سفر کوي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له طالبانو سره د مذاکراتو کولو لپاره د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی نن جمعه قطر ته سفر وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل مراسمو کې به د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادات منصور نادري د افغان حکومت په استازیتوب په مذاکراتو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پراته خنډونه ټول له منځه تللي او ټاکل شوې د شنبې په ورځ بین الافغاني مذاکرات په دوحه کې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب