سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهزلمي خليلزاد د شنبې په ورځ د بین الافغاني خبرو پيل یو...

زلمي خليلزاد د شنبې په ورځ د بین الافغاني خبرو پيل یو تاریخي فرصت بللی

تاند ( جمعه، د سنبلې ۲۱) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټ کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې، چې سبا شنبه پیلیږي هر کلی کړی دی.

خلیلزاد ویلي افغانانو ته تاریخي فرصت په لاس ورغلی، څو څلویښت کلنه جګړه ختمه او ټول لوري یو ګډ سیاسي حل ته سره ورسیږي.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې د بهرنیو چارو وزير مایک پومپیو به ژر دوحې ته د بین الافغاني خبرو پرانيستو مراسمو کې د ګډون لپاره ولاړ شي.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d9%be%d9%88%d9%85%d9%be%db%8c%d9%88-%d8%a8%d9%87-%da%98%d8%b1-%d8%af-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d9%be/

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې دا هیواد به د سپټمبر په دوولسمه (شنبه) د بین الافغاني خبرو کوربه وي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړیو او طالبانو هم تایید کړې، چې د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲) په قطر کې د سولې خبرې پیلېږي.

https://taand.net/%d9%82%d8%b7%d8%b1-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%af-%d8%b4%d9%86%d8%a8%db%90-%d9%be%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%81-%d8%a8%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d8%b1%d9%85/

1 COMMENT

  1. مونږ افغانان پداسې حال کې چې د بین الافغاني خبرو او مذاکرو د پیل کېدو له امله د زړه له کومې هرکلی کوو، هیله کوو چې دواړې خواوې په صادقانه او رښتینې توګه خپل الله ج حاضر او ناظر وګڼی ، فقط او یواځې د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونیسي ، د خبرو په پای کې ټولې خواوې ځانونه بریالي ، وياړلي او خوشبخته حساب کړي.
    د داسې یوې عادلانه او له ویاړه ډکه سولې زیرې د افغانستان خلکو ته په ډېر کم وخت کې اعلان کړي چې بیا هېڅکله د توپک مرمۍ د افغان د وژلو سبب نه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب