جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو د قطر د فتر ویندوی او د مرکچي پلاوي مشر بدل...

طالبانو د قطر د فتر ویندوی او د مرکچي پلاوي مشر بدل کړل

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۶) طالبانو له اوږدو بحثونو وروسته په خپل مرکچي پلاوي کې بدلونونه راوستل.

دې ډلې مخکې خپل مرکچي پلاوی اعلان کړی و خو وروسته له دې چې د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوی پاکستان ته لاړ او هلته د نورو طالب مشرانو له انتقادونو سره مخامخ شو، د هغه مرکچي پلاوي په جوړښت کې بدلون راوړل شو چې د شېرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ جوړ شوی و.

د طالبانو سرچینو تاند ته ویلي چې په نوي پلاوي کې پاکستان پلوه عناصر ځای کړل شوي دي او هغه کسان ایستل شوي چې پاکستان ته نژدې نه ول.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی نوی مرکچي پلاوی به د مولوي عبدالحیکم تر مشرۍ لاندې وي او شېرمحمدعباس ستانکزی به یې مرستیال وي.

په نوي مرکچي پلاوي کې هم ملاعبدالغني برادر حذف شوی دی.

دغه راز د سهیل شاهین پر ځای، چې د طالبانو په منځ کې نرم دریځی ښکارېده، محمد نعیم وردک د قطر د سیاسي دفتر ویندوی معرفي شوی دی.

دا بدلونونه وروسته له دې راغلي چې د سولې او مالي امتیازونو پر سر د طالبانو په منځ کې د ناندریو راپورونه ورکړل شول.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%af%d8%b1/?fbclid=IwAR2yWmy5BuYLCqH_xVroOTTJno9OgaRjuz2yRxFiNSfHYYtFgAQFAd7yrPs

د پاکستان د پوځي استخباراتو پخواني رييس اسد دراني تېره اوونۍ وویل چې امریکایانو ملابرادر ته څو ملیون ډالره رشوت ورکړی دی.

ملابرادر، چې د څو ورځو لپاره پاکستان ته تللی و، ۱۳ ورځې په دې هیواد کې تم کړل شو.

شیخ عبدالحکیم څوک دی؟

شیخ عبدالحکیم د طالبانو قاضي القضات و. د طالبانو په منځ کې قاضیان او قاضي القضات تر ټولو بې رحمه کسان وي او په ډېره اسانه د اعدام پرېکړه کوي.

خو د شیخ عبدالحکیم په اړه متفاوت نظرونه څرګندېږي. د ده په اړه د هرات ځینې اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کې یې په دغه ولایت کې داسې اعلامیې خپرې کړي چې د جنګ خلاف وې او د سیاسی او دیپلوماتیکو هلوځلو ننګه یې کوله.

ده په خپلو اعلامیو کې لیکلي و چې طالبان باید په حملو د سولې پروسه سبوتاژ نه کړي.

د شیخ د اعلامیو له کبله په لوی اختر کې طالبانو له حملو لاس واخیست.

د شیخ عبدالحکیم عمر، چې تراوسه پورې یې هیڅ عکس لیدل شوی نه دی، ۶۰ کاله ښودل کېږي او ویل کېږي چې د کندهار د میوند ولسوالۍ په بندتیمور کلي کې زېږېدلی دی او په خټه اسحاقزی دی.

ده دیني زده کړې کړي او د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په کلونو کې یې د پام وړ ونډه لرلې خو ډېرو خلکو یې نوم نه دی اورېدلی.

ده د طالبانو د واکمنۍ په مهال د دې تحریک د مشر ملاعمر اخوند د سلاکار رول درلود.

پر افغانستان د امریکا له حملې وروسته مولوي حکیم د نورو طالب مشرانو په شان پاکستان ته لاړ او په کوټه کې مېشت شو. ده هلته یوه لویه مدرسه جوړه کړه چې زرګونه افغان ماشومانو ته پکې او پوځي زده کړې ورکړل شوې. دې مدرسې د طالبانو د نوي نسل په روزنه کې مهم رول ولوباوه.

په دې مدرسه کې رول نوموړي ته د طالبانو په منځ کې مهم مقام ورکړ تر دې چې د طالبانو د مشرتابه شورا غړی شو.

وروسته له دې چې د ملاعمر مړینه تایید شوه او د طالبانو په منځ کې د مشرۍ پر سر ناندرۍ پیدا شوې، د مولوي حکیم رول لا اوڅار شو.

مشهور ژورنالیست سمیع یوسفري په یوه راپور کې ویلي«ملاعمر ته یوه ډېر نژدې کس ملاعبدالجبار، چې د کوټې د شورا او ملاعمر ترمنځ یې د ارتباط رول درلود، ویلي چې ملا عمره ورڅخه غوښتي و چې که مړ شو نو له مړینې څخه یې ملاشیخ عبدالحیکم خبر کړي.»

ده همداراز لیکلي«ملاجبار ملا حکیم ته ټېلفون وکړ چې ملاعمر مړ شوی دی. وروسته یې د کورنۍ غړیو او دوستانو د ملاعمر دستار د طالبانو د نوي مشر ملامنصور پر سر کېښود او ویې ویل چې منصور د ملاعمر ځایناستی دی. شیخ حکیم مبارکي ورکړه او ورڅخه ویې غوښتل چې د ملاعمر لارې ته دوام ورکړي.

د نوموړي دې اعلان د منصور مشرۍ ته لار هواره کړه. منصور وروسته له ایران څخه پاکستان ته د ستنېدو په لاره کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

خو د منصور وژل کېدا او د ملاهبت الله اخوندزاده مشري د شیخ حکیم د قاضي القضاتۍ مقام بدل نه کړ.

ده د قاضي القضاتۍ په موده کې د بې شمېرو اعدامونو حکمونه ورکړل چې د افغانستان په غرنیو او لېرې پرتو سیمو کې اجرا شول. څوک چې شیخ حکیم پېژني وايي چې نوموړي تر دې وروستیو پورې بې رحمانه حکمونه صادرول خو یوې پېښې د ده نظر وربدل کړ.

د سږ کال په لومړیو کې د کوټې په اسحاق اباد کې چاودنه وشوه چې لږترلږه ۱۵ تنه پکې ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول.

په دې پېښه کې شیخ ټپي شو او د طالبانو د مشرتابه شورا یو شمېر غړي لکه حاجي محمد حلیم، ګل اغا اخوند، مولوي حاجي احمدخان، مولوي امان الله او د شیخ حکیم ورور ووژل شول.

که څه هم دا خبر تراوسه لا کومې خپلواکې سرچینې تایید کړی نه دی خو ویل کېږي چې د شیخ حکیم یو زوی هم په دې پېښه کې وژل شوی دی.

ځینې طالبان وايي چې له پېښې وروسته شیخ حکیم تقریباً هره ورځ د خپل زوی د وژل کېدو په خاطر ویرجن و.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند په وروستیو ورځو کې د شیخ حکیم نوم په مرکچي پلاوي کې شامل کړ. تاند دا خبر مخکې تر دې ترلاسه کړی و چې نوموړی د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر وټاکل شي.

4 COMMENTS

  1. پریږدۍ چې سوله راشي ! هره اداره بدلون راولي او بدلون ضرور دی خو خیانت خدای نه بخشي !!

  2. له معلوماتو داسې ښکاري چی دا نوی مشر هم کوم پاکستانی دی. نه یې قوم معلوم دی نه یې ټبر او نه یې څوک پېژني. لکه ملا عمر خیالي ګل دی. په دې کار پاکستان غواړي د برادر پرې کړې پزه هم لږ سمه کړي او داسې وبرېښي چې هغه پاکستان پلوه نه دي. دا حرموني ټول د یوې درګاه یعنې ای اس ای سپیان دي، خو اوس به ولېدل شي چې د افغانانو په سرنوښت څه کوي. خره همغه دي خو پالانونه یې نوي شوي دي. هر څه چې کېږي الله دی په افغانانو ورحمېږي.

  3. له دې ناندریو داسې څرګندېږي چې دا شړۍ به وړۍ نشي. چې کومه ورځ چټلستان په افغانستان کې سوله وغواړي، هغه ورځ به د قیامت ورځ وي. درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب