دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزد هر څه په اړه د ماهاتما ګاندي ځانګړې جملې

د هر څه په اړه د ماهاتما ګاندي ځانګړې جملې

ژباړه: واحد عظیمي

ماهاتما ګاندي د نړۍ په تاریخ کې یوه تاثیر لرونکې او محبوبه څېره شمېرل کېږي.

 ګاندي د خپل ژوند په دوران کې په جنوبي افریقا او هند کې د خلکو حقونو لپاره یو بې پاروا مبارز وو، چې د عدم خشونت پر وړاندې مبارزې کې پر زړونو او اذهانو خپل ځای په پرېښود.

د بل چا له غلطیو څخه سترګې پټې کړئ.

ګاندې په دې باور و، چې قوي انسان د نورو له غلطیو څخه سترګې پټوي او هغوی بخښي ځکه چې عفو او بخښنه د قدرت نښې دي.

له عمل پراته موخې ته نه رسېږئ.

ګاندي عقیده درلوده، چې عمل کول له خبرو کولو څخه ډیرغوره دی، له دې سره د عمل اهل اوسېدل ګران او مشکل دی او امکان لري دروني مقاومت شتون ولري، نو لاس په کار شئ چې خپلو موخو ته ورسېږئ.

حال زمانه کې ژوند وکړئ .
پر دروني مقاومت غالب کېدو لپاره چې شاید ددې سبب شي چې کار ترسره نکړو دا دی چې شرایط ومنو او حال زمانه کې پاتې شو ځکه نشو کولای د راتلونکې په اړه وړاندوینه وکړو او د راتلونکې کنټرولولو لپاره هېڅ توانایي نلرو.

په خپلو غلطیو اعتراف وکړئ.

ګاندې همېشه خپل ځان یو عادي کس کڼل چې تېروتنې هم درلودې. هغه په دې باوري وو، چې قوي کسان امکان لري کمزوری عمل وکړي او ویښیاران تېروتنې وکړي. مهمه دا ده چې خپلې تېروتنې ومنو او پخواني اصلاح کړو.

خپل ځان ته بدلون ورکړئ

ګاندي باور درلود چې زمونږ وړتیا د نړۍ بیا جوړل کې نه دي، بلکې باید د ځان په جوړولو کې وړتیا ولرو. که چېرې غواړئ نړۍ ته بدلون ورکړئ بیا ځان ته بدلون ورکړئ. 

تاسې کنټرول لاندې یاست .

ستاسې احساسات او غبرګونونه همېشه تاسو پورې اړه لري او بل څوک نشي کولای له اجازې پرته تاسو ته ازار در کړي. د مختلیفو څيزونو پر وړاندې د غبرګون لپاره امکان لري یوه عادي تګلاره شتون ولري؛ خو په اکثرو برخو کې نورې لارې شتون لري.

حقیقي ځان کې اوسئ

انسان باید په رښتیني ځان کې ووسي او هغه څه چې نشته پرې ټینګاز ونکړي او همېشه باید د فکر، خبرو او د خپلو کړنو منځ کې همغږي رامنځته کړي، چې ښاد اوسې، نو ټول انسانان باید د خپل ذهن په تعقیب کې ووسي، چې تر څو هر څه سم کړي.  

 پرمختګ وکړئ

تاسې باید په ژوند کې پرمختګ وکړئ او د خپل ځان او خپل نړۍ د ژور درک لاس ته راوړلو لپاره تاسې باید خپل عادتونه ښه کړئ او خپل ځان وارزوئ. 

همېشه او محکم اوسئ

ددې لپاره چې بریالي او کامیاب شئ باید همېشه او قوي اوسئ ځکه شاوخوا کې مو مخالفین شتون لري، چې په پیل کې تاسې ته اهمیت نه درکوي، تاسې پورې خندي او وروسته له تاسو سره مبارزه کوي او پایله کې تاسو ګټونکي کېږئ.

 ښه کسان وګورئ

ګاندي باوري وو، چې بې نیمګړتیا او بې عیب نه دی، نو د نور غلطیو ته یې پام نه کوو او زیاتره د ښه خلکو کارونو ته پام کوو. ستر انسان هغه څوک دی، چې د خپلو شاوخوا خلکو سره د مرستې لپاره هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب