پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهطالبان د پاکستان له لوري د بندیزونو تطبیق د سولې خنډ بولي

طالبان د پاکستان له لوري د بندیزونو تطبیق د سولې خنډ بولي

تاند (یکشنبه، د میزان ۱) طالبان وايي، د پاکستان له لوري د دې ډلې پر یو شمېر مشرانو بندیزونه د افغانستان د سولې د پروسې مخه نیسي.

وروسته له دې چې پاکستان اعلان وکړ چې له شاوخوا ۵ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره پر طالبانو د ملګروملتو د امنیت شورا بندیزونه تطبیقوي، د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین وویل «طالبان د بین الافغاني خبرو په درشل کې دي او د پاکستان دا اقدام طبعاً د سولې د بهیر خنډ کېږي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې پر طالبانو د بندیز په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول اجرا کوي.

د لوېدځیو رسنیو د راپور پر اساس، پاکستان دا پرېکړه له دې بېرې وکړه چې د پیسو سپینولو د تروریستي ډلو د تموبل د څارونکې ادارې (FATF) په تور لیست کې شامل نه شي.

پاکستان په تېرو ۵ کلونو کې سره له دې چې د دې ادارې په خړ لیست کې شامل شوی و، د طالبانو د ملاتړ په بدل کې لوی خطر په غاړه اخیستی و.

د ملګروملتو امنیت شورا په ۲۰۱۵ م کال یو پرېکړه لیک صادر کړ چې پر اساس یې له ټولو هیوادونو او ادارو غوښتل شوي وو چې باید د طالبانو د مشرانو پر سفر، شتمنیو او وسلو بندیز ولګوي خو پاکستان د نورو هیوادونو خلاف د دې پرېکړه لیک پروا ونه کړه.

راپورونه ښيي چې د ملا برادر په شمول د طالبانو ټول مشران له پاکستان څخه قطر ته تللي او د دې ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په ګډون د طالبانو د قیادي شورا غړي په پاکستان کې اوسي.

د پاکستان له لوري پر طالبانو د بندیز په اړه د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تطبیق په وړاندې د سهیل شاهین اندېښنه هم ښيي چې د دې ډلې مشران لا هم په پاکستان کې دي.

3 COMMENTS

  1. دوی نور دنیا نشی غولولی. ای اس ای همدا اوس د دلالو طالبانو د ټولو چارو سمبالونکی دی. د طالبانو ټول عملیات همدا حرمونی سمبالوي. پاکستان یعنې د نړۍ د تروريزم مور. دوی له دې پرته یوه ورځ هم ژوند نشي تېرولی. خدای دې دوی نور هم په شرمو وشرموي.

  2. شاهین: «طالبان د بین الافغاني خبرو په درشل کې دي او د پاکستان دا اقدام طبعاً د سولې د بهیر خنډ کېږي.» . ښه سوک د پنجاب نه خوری او زور يې له افغانستان نه باسی، ای شرميدلو، تاسې به نور هم خدای شرمنده کري. تاسی نه ډ ولس غګ ته احترام وکړ نه د کعبې شيخانو ته، د قرآن هر مبارک آيت يې د سولې په هکله درته مخې ته کړ، خو بيا مو هم ډ الله پاک په راليږل شوي آيتونو باندې عمل و نه که. په ياد ولرئ تاسې که تاسی د پنجاب سجده کوی افغانانو د الله تعالی، پاکستان به په دې دنیا ددوزخ نخرې په تاسې کوي، بنديخانې، ازادې دل، بيا ترور او بيا پخلاينې، بيا پاسپورټ او بيا ورغوښتل تر هغه پوری چې په تاسې کې دوی ډالر ويني تاسې هم زراعتي غوندې چرګان يي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب