چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeمقالېډاکتر عبدالباقی امین

ډاکتر عبدالباقی امین

ته لاړې او غم د په خدای ډيرې بربادۍ وکړې

د دوکتور عبدالباقي امین په یاد یو څو کرښې

نن د هغه چا په یاد دا کرښې لیکم چې زموږ د سیمې او ولسوالۍ د پوهنې او معارف په برخه کې ټولې کورنۍ خپل ډير څه له لاسه ورکړي خو په دغه سیمه کې یې د پوهنې او معارف ډېوه بله ساتلې ده. د دوکتور باقي امین ټوله کورنۍ باسواده د کتاب او قلم خلک دي او په ټوله کې په پوهه مین دي، دې کورنۍ زموږ په سیمه کې د معارف د بنسټ ډبره ایښې ده. که څوک یې نه راسره مني د میدان وردګو د جلګې ولسوالۍ کې د غازي عبدالکبیرخان عالي لیسه د ثبوت په توګه ورته مخې ته ږدم. پدې کې هیڅ شک نه دی پکار چې د هر ژوندي موجود مرګ حتمي ملګری دی یا ژر یا پس، خو دا ملګری بې وفا نه دی حتمن یوه ورځ سړی له ځان سره وړي ، نن یې همداسې وکړل زموږ د سیمې یوه لویه علمي سټه او د قلم ننګیالی ښاغلی ارواښاد ډاکټر عبدالباقي امین یې د تل لپاره له موږ څخه بیل کړ. ما دا دې غم خبر د هشت صبح په ورځپاڼه ولوست چې لیکلي یې وو: کابل کې دوو بېلابیلو چادونو څلور کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې یې د پوهنې وزارت د علمي شورا سرپرست ډاکټر عبدالباقي امین وو. خدای شته زه د میږي په مرګ ځوریږم انسان خو لا په ځای پریږده. او هغه شخصیتونه چې علمي پوهه ولري دانشمندان وي او د وطن بچیان یې روزلی وي د هېواد او ټولنې سمون ته یې په سختو او تنګو شرایطو کې ملا تړلې وي د هغوي د مرګ خبر ماته سخت ځورونکی وي هو د ډاکټر صاحب امین د مړینې خبر ودرلدولم هغه به مې د طلوع ټلویزون په سکرین لیدا ، همېشه به یې شمیرلې او سنجیده خبرلې کولې ، هغه دې سولې لپاره د ولس یو فکري بې پرې او دریمګړی ځواک غوښته چې پر طالبانو او حکومت زور او د خیر نفوذ وکاروي، تر څو یې له ناحقه ضدونو واړولی شي.

خیرخواه او پدې وطن مین انسان وو هغې ته په والله په خارج کې د ډير ښه ژوند امکانات برابر وو مګر ده خپله مینه له دې خړ پړ وطن سره په اثبات ورسوله او خپل سر ځنې قربان کړه. ده به ویل زه د نورو ملکونو آرام ژوند کله هم نه غواړم او نه به یې قبلوم کړم . ماته خپله خاوره او وطن ارزښت لري همدلته به ورته کار کوم او په همدې ټولنه کې به د ژوند وروستۍ ساه ګانې اخلم چې دا دی نن یې خپل روح په همدې وطن کې حق ته وسپارله،او هغه دا چې نن سهار خپلې دندې پوهنې وزارت ته په لاره وو چې په موټر یې د ماین چسپکي چاودنه وشوه و ډیره لاوختي وه چې په ډيره بې رحمۍ له منځه یوړل شو. ډاکتر صاحب د سولې نهایت ډير ارمانجن وو هغه به تل په خپلو ویناوو او مجلسونو کې د یو سوله ایز افغانستان خبره کوله هغه د هېواد پر روانو چارو خوښ نه وو تل بې یې دې حالاتو ته زړه خوړاه. ډيری ځوانان به وخت ناوخت دده مجلس ته ورتللو هغې به موږ ځوانانو ته خطاب کاوا تاسې زموږ مټې یاست تاسې د موږ آينده یاست ، وطن نن سبا ستاسې په شان ځوانانو ته سترګې په لار دی پام چې یوه لحظه بې ځایه او په غفلت کې تیره نه کړئ او د ګران وطن افغانستان په رغولو کې تر خپلې وسې برخه واخلئ تر کومې کچې  چې توان لرئ. تر کومه ځایه چې ډاکتر صاحب ما پیژندی د هغه په باره کې مې خپلې خبرې تاسې سره پدغه لیکنه کې شریکې کړې او دا یې د یو لوستي وطندار په صفت پر ما حق وو چې آدا مې کړ لوی الله ج د جنتونه ورکړي کورنۍ دوستانو د جلګې ولسوالۍ ټولو خواخوږو او په ټوله کې د میدان وردګ ولایت علم دوسته خلکو او ګرده افغانانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوم او دا دا کومه چې پاکه لویه خدایه نور زموږ خورانو دا یوه دعا قبوله کړې او پدې وطن د سولې وزرونه خپاره کړې. او باید یادونه وکړم چې د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ لومړنۍ ابتدایه چې وروسته په لیسه بدله شوه او اوس هم په سیمه کې فعالیت لري د ډاکټر صاحب او د دوي د کورنۍ برکت دی چې دا لیسه د ډاکټر صاحب د پلار غازي عبدالکبیرخان په نوم مشهوره ده.پر ګور یې نور شه او یاد یې دې تل پاتې وي.

انا لله وانا الیه راجعون 

عارف حقمل ـ کابل ـ افغانستان

۱۳۹۹/۵/۲۸ 

1 COMMENT

  1. زمونږ مشران عالمان او هغه څوک چه د قوم ورباندی تکیه وی او وطن دوست وی۰
    د شعوری دشمن له خوا په نحښه کیږی او وژل کیږی۰
    دا ځکه بی تعلیمه او بی سواده خلک د دشمن له خوا په اسانی
    د څو پیسو په بدل کښی خطا ایستل کیږی۰ساده ګان خلک اسانه غولول کیږی۰
    د ډیرو کلونو راهیسی دا لړی روانه ده خاینین نه وزل کیږی یوازی خاص د قوم خدمت ګاران وژل کیږی۰مرخوم سید بهاوالدین مجروح څه ګناه درلوده۰هیڅ نه۰
    هو د دشمن د سترګو اغذی وو۰د الفت صاخب زوی چا ووژلو۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
    ددی دشمن دپاره د خل لار باید پیدا شی۰دا لوبه ۴۰ کاله روانه ده۰ ټول ولس
    خصوص مشران باید خصوصی او بیا لویی جرګی وکړی او فیصله وکړی۰
    په انفرادی دول یو یو وژل کیږو راځی چه يو غټ جنګ وکړو او مشکل ختم کړو و السلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب