دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهسرچینې: د طالب زندانیانو د خلاصون موضوع په مشروط ډول ځنډول شوې...

سرچینې: د طالب زندانیانو د خلاصون موضوع په مشروط ډول ځنډول شوې ده

تاند، چهارشنبه، داسد ۲۹مه: یو شمېر حکومتي سرچینې وايي، د ۳۲۰ تنه طالب بندیانو جنجالي موضوع به تر هغه وخته ځنډېدلي وي چې د دغې ډلې له لوري ۲۲ تنه افغان کمانډویان خوشې نه شي.

ولسمشر غني نهه ورځې وړاندې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړ، چې د همدې فرمان تر اوسه ددې ډلې یواځې ۸۰ تنه زندانیان خوشې شوي او د پاتې نورو د خلاصون لړۍ درول شوې ده.

سرچینې وايي، استرالیا او فرانسې ددغو بندیانو له خلاصون سره مخالفت ښودلی دی او له دغې ډلې د شپږو هغو د نه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سرچینې ټینګار کوي چې امریکا د طالب بندیانو د خلاصون په هکله له فرانسې او اسټرالیا سره خبرې کوي.

بلخوا ولسمشر غني له دي ټایمز لندن سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، که طالب بندیان خوشې شي، نو د اروپا او امریکا بازارونه به له نشه یې توکو ډک شي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%da%a9%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%b2%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d9%88%d8%b4%db%90-%d8%b4%d9%8a-%d8%af-%d8%a7/

ټاکل شوې وه، د ۴۰۰ طالب بندیانو تر خلاصون یوه اونۍ وروسته د حکومت او طالبانو تر منځ خپلمنځي خبرې پیل شي، خو تر اوسه یې د شروع کېدو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت وايي له استرالیا او فرانسې سره یې د ۶ تنه طالب بندیانو د خوشې کېدو پر څرنګوالي خبرې پیل کړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته زمینه برابره شي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد هیله ښودلې چې ددې جنجالي موضوع لپاره به یوه جامع حل لاره پیدا کوي، تر څو دغه ستونزه حل شي.

له دې هر څه سره سره طالبانو ته نږدې سرچینې په امریکا تور پورې کوي چې له دوی سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

3 COMMENTS

  1. د اشرف غني په مشرۍ پرديپاله او موقتي راغلي ټاميان په هېڅ صورت د سولې نيت نه لري، په يوه او بله پلمه د سولې بهير ځنډوي.
    د فرمايشي مشورتي لويې جرګې د پرېکړې سره سره بيا هم د خپلې ژمنې اوړي او نوې پلمې لټوي، دوی دې پوه کړل شي چې افغان ملت سوله غواړي او په هر قيمت يې غواړي ستاسو ټول شوم اهداف به له خاورو سره خاورې کېږي. ان شاءالله

  2. ښاغلی فرمان الله مخلص صاحب
    السلام علیکم!
    ستاسی د ځینو ملګرو ضد و نقیض خبرو هم سوله ټکنی او هم موطالیب بندیان د ځنډ سره مخامخ کړه.
    وګوری دافغانستان ۳۵۰۰ خلکو او ولسونو پریکنده فیصله وکړه چه د طالیبانو ۴۰۰ بندیان دیی د زندانونو څخه خلاص شی.
    مګر ستاسو سهیل شاهین په همدغه ورځ د طلوع تلویزون ته د ۴۰۰ بندیانو په ضد داسی خبری او څرګندونی وکړی چه بندیان یی تراوسه و ځنډول. که زه د سهیل شاهین پرځای وای نو لمړی په دغه نازک وخت کی د طلوع په شان تلویزون ته د خبرو لپاره نه حاظریدم. هغه وخت به حاظرشوی وای چه زما ۴۰۰ بندیان خلاص شوی وای. دا چه سهیل شاهین په سیاست او دیپلوماسی نه پوهیږی او هم د افغانانو په نزاکتی خبرو او عزت نه پوهیږی دا د هغه ګناه ده.
    مونږ او تاسو ټول د ملامتی ګوته ښاغلی اشرف غنی ته نیسو، ولی په دیی هم پوه شو چه د هغه په خوا کی داسی متعصبه کسان شتون لری چه ښاغلی غنی ته سوچه طالیب وای او هم د سولی کلک مخالف دی.
    کوښښ پکار دی چه په هر قیمت وی دا بهرنی تپلی شوی جګړه نوره ختمه کړو.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب