شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوال ماشومانو په شمول ۲ ميليونه ماشومان واکسين کېږي

د افغان کډوال ماشومانو په شمول ۲ ميليونه ماشومان واکسين کېږي

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد  

   په بلوچستان ايالت  کې، چې له  روغتيايي پلوه شاته پاته  ايالت دی، نن د دوشنبې په  ورځ  د پوليو يا ګوزڼ  ضد د واکسيناسيون پنځه ورځنی کمپاين  پيل شوی، چې له  مخې به يې د ايالت له دري دېرش ولسواليو څخه په پنځه ويشت ولسواليو کې د واکسيناسيون  کمپاين ترسره شي او د کمپاين په ترڅ کې به په  پنډغالو کې مېشت د افغان کډوال ماشومانو په شمول تر دوه ميليونه  زيات ماشومان واکسين شي.

په  کوټه کې د  بلوچستان د روغتيا څانګې چارواکي وايي، چې د کمپاين په ترڅ کې به شاوخوا يويشت لکه داسي ماشومان چې عمرونه  يې تر پنځو کلونو پوري وي، د ناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په بلوچستان کې اوسنی کمپاين په داسي حال کې پيل شوی، چې په پاکستان  کې په تېرو څو مياشتو کې د کورونا ويروس د خپرېدو له امله د ګوزڼ  ضد د واکسيناسيون کمپاينونه ځنډول شوي وو. خو د روغتيا مرکزي وزارت تېری اوونۍ اعلان کړی و، چې په ټول هيواد کې به د پايتخت اسلام اباد، ازاد کشمير، ګلګت بلتسان په شمول په ټولو څلور ايالتونو کې به د واکسيناسيون کمپاين ترسره  کېږي.

په بلوچستان کې د کمپاين لپاره  زرګونه  ګرځنډه روغتيايي ټيمونه او واکسيناتوران په دنده ګمارل شوي، څو د ايالت  په ښاري او کليوالو سيمو کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

په بلوچستان او کشمير کې کمپاين نن پيل شوی، خو په پنجاب او سند ايالتونو کې د روانې اګست مياشتې له پنځلسمې نېټې او په  خيبرپښتونخوا ايالت کې له  ديارلسمې نېټې پيل شوی دی. د کمپاين په ترڅ کې په  پاکستان کې څلوردېرش ميليونه  ماشومان د فلج  کوونکې ناروغۍ پر ضد واکسين کېږي. په روان کال کې په پاکستان کې د پوليو څلورشپېته مثبتې پېښې ثبت شوې دي.  

د ماشومانو نړيوال صندوق يونيسيف وايي، چې په دې هيواد کې د کمپاينونو د ځنډ له امله شاوخوا پنځوس ميليونه ماشومان  د ناروغۍ ضد له څاڅکو ورکولو برخې شوې دي. په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر روغتيايي ډلو په  وار وار د وسله والو له لوري بريدونه  شوي او په  قبايلي سيمو کې بيا د وسله  والو د اخطارونه  له  امله  کمپاينونه  ځنډول شوي  وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب