تاند(سه شنبه، د اسد ۲۱) د ناټو لوی سرمنشي ینس ستولتنبرګ د سولې له پلان شویو خبرو اترو څخه د هرکلی ترڅنګ څرګندوي، چې مونږ له دې بهیره ملاتړ کوو.
د ناټو سرمنشي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې ما له ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره خبرې کړي او د افغانانو تر منځ له راتلونکیو خبرو هرکلی کوم.
نوموړی وایي ټولې خواوې باید د سولې لپاره دا تاریخي فرصت وکاروي.
هغه وایي، ناټو د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره ولاړ ده؛ ځکه، چې مونږ د سولې له بهیره ملاتړ ته چمتو یو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ولسمشر اشرف غني د طالبانو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ. ولسمشرۍ ماڼۍ د طالب بندیانو د خوشې کیدو د فرمان لاسلیک کیدل منلې او وایي، چې د لاسلیک د مراسمو پر مهال یو شمېر افغان مشران هم حاضر ول.
د یکشنبې پر ورځ د سولې مشورتي لویې جرګې ولسمشر ته وړاندیز وکړ، چې ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشې شي.
که څه هم تر منځ یې د خونړیو بریدونو د ترسره کولو مشران او طرحه کوونکي هم شته دی. حکومت ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې ترسره کیدونکې دي او ټاکل شوې، چې د حکومت مرکچي پلاوی د چهارشنبې پر ورځ له کابله د قطر پر لوري روان شي.