سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان: له دې وروسته پاکستان ته نه تېل او نه هم...

سعودي عربستان: له دې وروسته پاکستان ته نه تېل او نه هم پور ورکوو

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) راوپورونه وايي د سعودي حکومت له پاکستان سره خپلې مرستې درولي دي.

د راپورونو له مخې د سعودي عربستان حکومت پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به له پاکستان سره خپلې مرستې بندوي.

راپور زیاتوي د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په سر رامنځته شوې مسئله کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې نه رابللو پر سر د سعودي او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

سعودي تېره اونۍ له پاکستان څخه هغه ۶.۲ میلیارده ډالرو پور له جملې یو میلیارد یې بېرته واخیسته چې څه موده وړاندې یې دغه هېواد ته ورکړی وو.

چین له پاکستان سره سعودي عربستان ته د یو ملیارد ډالرو په بیرته ورکولو کې مرسته کړې ده.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د یاد پور هوکړه لیک لاسلیک کړی وو.

7 COMMENTS

  1. زموږ لپاره ښه فرصت دی، چې له سعودي سره روابط ښه کړو. خدای د هغه ورځ هم راولي، چې سعودي ټول پاکستانیان را وشړي.

  2. دداسې فرصت څخه بايد استفاده شوې وای خو پر افغان خاوره داسې مفسد واکدار دي چې هېڅ تمه ترې نه شي کېدای، دښمن هېواد بايد په هره برخه کې وننګول شي

  3. دا لمر له کومې خوا راوخوت؟
    خدای تعالی دې ټول پنجابیان له سعودي نه وشړي . دا منافقان به هلته په سعودي کې هم منافقت کوي؟ خدای خبر چې څومره پنجابیان به په جعلي ویزو او پاسپورتونو هلته تللي وي ؟
    هیله ده چې سعودي عربستان داځل خپل د ضرورت وړ کارګر له افغانستان نه د یوه رسمي قرارداد له مخې وروغواړي .

  4. دا د پاکستان د بهرني سیاست او خارجه پالیسۍ ناکامي په نښه کوي.
    محمد بن سلمان یو ځوان مشر دی، مصلحتونه او حوصله دومره په پام کې نه نیسي، کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه تلویزوني مرکه کې په احساساتي توګه وویل، چې سعودي او خلیجي هیوادونه د دوی غوښتنه چې د ۵۷ اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه ده، په پام کې نه نیسي، نو پاکستان په خپله تیار دی، چې په خپل سر مشري په لاس واخلي او یاده غونډه حتما ترسره کړي.
    سعودي عربستان داسې هیواد نه شي زغملای چې خپل بادار ته بیا دهوکه ورکړي، نو هماغه و چې یو میلیارد ډالر پور یې ترې هم وګرځوه، څه دوه بیلیونه پور لاهم پاتې دی، او نیژدې د درې بیلیونه ډالرو په ارزښت تیل یې پرې هم بند کړل.
    د عمران خان له راتګ سره پاکستان وار له مخې په پورونو کې ډوب او د ډوبیدو په لور روان و، چې د ای ایم ایف نه یې پور هم غوښته، خو امریکا وویل چې د دوی او د چین تر منځ د سي پیک پروژې ټول رازونه دې د دوی سره شریک کړل شي، خورا ډیر اندیښمن و، نو هماغه و چې عربي فرشتې د سعودي او اماراتو نه راوالوتې او پاکستان یې وژغورو..
    خو د یو کال تیریدو وروسته ، پاکستان په سرکښۍ پیل وکړ، او د وهابي عربانو د اوښ کینې سره مخ شول، چې لا هم نور ګامونه اټکل شته چې د دواړو هیوادونو په تربګنۍ کې واخیستل شي، او پاکستان اوس د سیمې ، نړۍ او ګاونډیو هیوادونو په کچه د انزوا حالت سره مخ دی.
    دوی د کشمیر په هکله ډیرې نارې پورته کوي، خو بیا په څنګ کې یې د ګاونډي هیواد چین کې هم په میلیونونه مسلمانان د کمیونیست چینې رژیم له لاسه ربړیږي – خو پاکستان د هغوی د حق نه دفاع نه کوي، او نه یې پر وړاندې یو غږ هم نه دی کړی.

  5. په خوله مو برکت شه، دا د سیمې سرطان دې خدای (ج) ډېر ژر تباه او برباد کړي. تر څو چې دا سرطان وي د سیمې هېوادونه به روغه ورځ او خوشالي و نه ویني. درناوي

  6. افغان دولت ته پکار ده چی د سعودی د چارواکو ذهنیت باندی کار وکړی کچیری دوی پوه شی چی د افغان دولت سیاسی چارواکی رښتیا وایی نو امکان شته له سعودی او له ټولو عربی هیوادونو څخه پاکستانیان په تیر بیا پنجابیان وشړی مګر موږ افغانان باید تنها له سعودی سره نه بلکه له ایران او روسیی او چین سره هم نږدی اړیکی ټینګی کړو نو اوس وخت کی موږ پکار ده چی زیربنایی پروژو کی له روسیی او چین سره خپلی اړیکی پیاوړی کړو او چین دیته آماده کړو چی دلته تولیدی فابریکی جوړی کړی او داسی فابریکی جوړی کړی چی د پاکستان له احتیاج او برتانیی او امریکا له سیاسی او نظامی فشار څخه خوندی شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب