جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپروان کې طالبانو ۷۲ ښوونځیو ته د پرانېستل کېدو امر کړی

پروان کې طالبانو ۷۲ ښوونځیو ته د پرانېستل کېدو امر کړی

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۰) روان کال په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله ښوونځي تړل شوي دي.

خو وسله‌والو طالبانو د پروان ولایت په سیاه‌ګرد ولسوالي کې له ۳۵ ښوونځیو، په غوربند دره کې له ۲۲ ښوونځیو او دینې مدرسو، شینوارو ولسوالي کې له یوه دارالحفاظ، کوه ساپي ولسوالي کې له ۱۳ ښوونځیو او په شېخ‌علي ولسوالي کې هم له ۲ ښوونځيو غوښتي چې د شنبې له ورځې دې د ښوونځيو دروازې د زده‌کوونکو پر مخ پرانېزي.

د غوربند درې د دولتي ښوونځيو یو مدیر چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له امله یې نوم په واخیستل شي، له رسنیو سره یې په خبرو کې ویلي، چې طالبانو نن دوشنبه په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د محلي شورا په جوړولو سره د ښوونځیو مدیران ورغوښتي او خبرداری یې ورکړی چې ښوونځي باید بېرته پرانېزي.

په ورته وخت کې د پروان د سیاه‌ګرد ولسوال نوراغا سامي وايي، که څه هم د طالبانو دغه غوښتنه به د ښوونځیو د بیا پیلېدو په اړه د افغان حکومت تر وروستۍ پرېکړې پورې عملي نه شي، خو وايي د طالبانو دغه غوښتنه جبري اړخ نه لري.

د سیاه ګرد ولسوال وايي چې دغه موضوع د طالبانو له‌خوا د یوې غوښتنې تر بریده ده، خو د پروان د پوهنې ریاست وايي، د طالبانو تر واک لاندې یوشمېر سیمو کې لا له وړاندې ښوونځي پیل شوي دي.

د پروان د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم وايي، که د طالبانو دغه امر ومنل شي، ښايي کورونا ویروس د زده‌کوونکو او ښوونکو په منځ کې خپور شي.

په پروان ولایت کې له ۵ سوو ډېر ښوونځي او دیني مدرسي فعالیت کوي.

د پروان د پوهنې ریاست چارواکي وايي، له ۷۰ ډېر ښوونځي او دیني مراکز د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي.

ځینې عام خلک دې ته حیران دي چې مخکې طالبانو په کلیو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د تګ مخنیوی کولو مګر اوس طالبان خپله غوښتنه کوي چې ښوونځي دې پرانیستل شي.

1 COMMENT

  1. دا د آی اس آی د مزدورانو یوه دوکه ده / دوی که په یوه امر سره ښونځی پرانیستلی شی نو په یوه امر یی بندولی هم شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب