شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد هوایي دهلېزونو له لارې صادارت زیات شوي

د هوایي دهلېزونو له لارې صادارت زیات شوي

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۰) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د هوایي دهلېزونو له لارې د هېواد په صادارتو کې د تېر کال په پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی.

دغه وزرات وایي، په تېرو اوو میاشتو کې د هوایي دهلېزونو له لارې د هیواد په صادراتو کې په کافي اندازه زیاتوالی راغلی .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کورونا ویروس راوروسته د هوایي دهلېزونو له لارې هند او اماراتو ته د افغانستان صادارت بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلي او په خبره یې هیله شته چې له نورو هیوادونو ته هم د افغانستان صادرات بېرته پيل شي.

د يادولو ده چې نړۍ کې د کورونا ويروس خپرېدو د نورو بنديزونو تر څنګ د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزيت کچه هم راټيته کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی