یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېد اعدام له کړۍ تیښته | عبدالرووف لیوال

د اعدام له کړۍ تیښته | عبدالرووف لیوال

د کال۱۹۹۵دآګست دمیاشتې دریمه ورځ وه چې دطالبانو د هوایی ځواک (میک۲۱)جت الوتکې لکه ښکاری باښه روسی الوشن II-76TDترانسپورتی الوتکه په آسمان کې ترخپلو ګواښونولاندې ونیوه، او په پای کې یې هغه دې ته اړ ویسته چې د کندهار د هوایی ډګر په ځغاست لیکه راکوزه شی.

الوشن الوتکه اوباریې:

دا الوشن ۷۶الوتکه چې دروس تاتارستان Airstanچې دRus  Trans  Avia  Exportلویې کمپنۍ سره یې چې څانګه یې داماراتوپه شارجه ښارکې وه ، تړاودرلود- له البانیا څخه یې دشمال ټلوالې (ربانی) حکومت ، کابل ته۳۰ټنه وسلې رالیږدولې، د الوتکې دعملې قومندان (ولادیمیرشرپاتوف – کپتان Gazinur Khairullinاوپنځه تنه نوره عمله وه .

په دې الوتکه کې ۱۳۰۰جعبې د ۷.۶۲ملی متری سپکو وسلوګولۍ ځای پرځای شوې وې .

دالوتکې قومندان شارپاتوف ، یو له هغوباتجربه پیلوټانونه ووچې کلونه ،کلونه یې په ترانسپورتی الوتکوکې دنړۍ ګوټ ،ګوټ ته له پوځی توکو سره الوت کړی وو.

طالبانوداالوتکه دتلاشی په موخه راکوزه کړه، دالوتکې عملیې هڅه کوله ترڅوفضاکې په یوه ناڅاپی (شیرغلت) دمیک۲۱ له څار او ګواښ نه ځان خلاص کړي خو(میک) کولای شول چې په آسانۍ سره یې رانسکوره کړی .

روسان په دې پوهیدل چې ، ددوی داالوت دنړیوالو معیارونوله مخې ،قانونی دی.

وروسته له دې چې الوتکه دکندهارپه هوایی ډګر کیناسته ، په لومړی سرکې دالوتکې عملیې ته اجازه نه وه چې بهر ته راووځی – دوهمه شپه یې هم له الوتکې نه بهر په هوایی ډګر کې ترشنه آسمان لاندې تیره کړه .

دالوتکې پیټئ دنړیوالوهوایی سازمانونوپه اسټندردبرابر،چې کارتوس دمهماتوپه شمیر کې راتلل نه دوسلو په کتار کې – سره له دې چې دتلاشی پرمهال طالبانودالوتکې دکارتوسودصندوقونوپه مینځ کې دلوی ( کالیبر) وسله چې منعه وه ، وموندله – څوک وایی چې داوسله خپله طالبانودکارتوسو منځ ته ورټیل وهلې وه ، تر څودالوتکې عمله بندی او الوتکه هم ایساره کړی.

سمدستی پیلوټان ونیول شول اودافغانستان په داخلی چاروکې دلاس وهنې په توراودشمالی ټلوالې په مسلح کیدوتورن وبلل شول ، چې وسله والوپیره دارانو۲۴ساعته هغوی باندې پیره کوله ، طالبانونورددافع هوااوزغره والې شوبلې هم څیرمه ځای کې ورته څارو کړې .

ناڅرګند برخلیک :

له زغم نه وتلې توده هوا، ولږه ، روانی فشار،پرله پسې ګواښونه ، یو کال دوام وموند ، دڅو میاشتواوږدناهیلې اسارت نه هغوی وپتیله چې ۳۷۸ورځې په تودوخه ، ناوړه جامو ، دڅښاک لپاره لږې اوبه او دخوار ځواکی او نا مناسب روغتیایی چاپیریال له امله دهغوی ډیری کسان ناروغ کړل چې په پایله کې شارپاتوف دمعدې په زخم اوزیړی اخته شو.

پیلوټان پوهیدل چې هره شیبه داامکان شته چې هغوی اعدام شی ، طالبانو هغوی دشریعیت دقانون په اساس په محاکمې ګواښلی ول ، وسلوال اوسیمه ایزوګړی به راټول شول اوله هغوی نه یې د(شوروی )نه دغچ اخیستلو ، ګونګوسې هم ارویدلې.

داعدام ځنډ ولې؟

سره له دې چې امریکایی سناتورHank Brownدطالبانواوروسیې منځ ګړ توب ته ټټرډبولی وو، خو دوخت دضایع کولو ننداره یې هم مخ ته بیوله – بلخوا طالبانو هم دې ته زړه ښه کړای وو چې ګواکې کوم وخت به دغوړې مړۍ په تو ګه دا عمله د طالبانوداسیرانوپه تبادلې کې په کار شی .

دالوشن۷۶الوتکې قومندان ویل : (موږنه پوهیدوچې سبا ته به څه پیښیږی ، موږ یوه ناڅرګند برخلیک سره مخامخ وو، داسارت له بدواوکرغیړنوشپونه هم یوه هم هغه شپه وه چې له خوب نه  یې راپاڅولو اوپه یوه بس کې یې سپاره کړو، موږفکر کاوه چې اعدام ته مو بیایی – خوووروسته رامعلومه شوه چې هغوی موږکوم پټنځای ته وړی ، ددې په خاطرچې روسی رسنیو رپوټ ورکړی وو، چې روسیه زموږ دخلاصون لپاره عملیات په لار اچوی،سره له دې چې ددوی دالوت توافق له روسیې سره نه ووشوی، خوپنځه ورځې وروسته زموږ له بندی کیدونه ، یو پلاوی له تاتارستان نه قندهار ته راغی اودبهرنیوچارووزارت استازی څو ځلې دلته راغلل ـ طالبانودباروړونکوکامازموټرو، دچورلکودفالتوپُرزوپه غوښتنې سره ، وپتیله چې موږ خوشې کړي ، هغوی غرامت اونورې بشردوستانه مرستې هم غوښتې ، له پیلوټانوسره دمرستې په خاطریې دسعودی عربستان اوپاکستان مشرتابه اودملګروملتونودامنیت شوراته درخواست ورکړ خواسیران (موږ)خوشې نه شولو ـ ځکه دطالبانوشرایط ورځ په ورځ بدلون مونده ، په لومړی سر کې دهغوی خواست داوو چې څوزره کسان چې دافغان –شوروی دجګړې پر مهال په روسیه کې بندی شوی راخوشې کړای سی ، بیاوروسته یې دکابل چارواکو(ربانی خیلو) سره دنه ملاتړاو هغوی سره یې داړیکو پریکون غوښته- خو دخلاصون لپاره له زوره کاراخیستل منتفی ول ، ځکه په ډیر احتمال روسان دخلاصون دعملیاتوپرمهال ټول ستلی اووژل کیدل.)

زړوره تیښته :

یواځې یوه لارپاتې وه – تیښته ، هغه هم په خپله الوتکه کې ، پیلوټانو ، طالبانو ته څرګنده کړې وه ، چې ددې الوتکې مدرن سیستم باید په منظمه توګه ترکتنې لاندې وی تر څوخوندی پاتې شی – غیر له دې نه دالوتکې موتورونه له کار لویږی ، طالبانو هم دخپل فنی پیلوټ له   لارې د روسی الوشن الوتکې په هکله معلومات پیدا کړی وپه دې خاطر یې منلې وچې دالوتکې عملیې ته اجازه ورکړی ترڅو الوتکې ته ننوځی او له سیستم نه یې باخبری اوساتنه وکړی ، په لومړی سرکې په ډله ایزه توګه ، خو کله چې اعتباری شول ، هغوی ټولو کولای شول الوتکې ته ننوځی .

دې پیلوټانو دهوایی ډګر په هکله معلومات لاس ته راوړل چې جنګی (جت) کوم ځای کې ودریږی او له الوشن څخه څومره واټن لری ، آن تردې چې سنجش یې کړی چې طالبان په څومره وخت کې جت الوزولای شی ، هغوی اټکل وکړ چې (میک ۲۱) یواځې له ۱۵ وتر۲۰دقیقووروسته الوشن الوتکې ته ایله ځان ورسوی او په دې هم پوه وو چې داجنګی الوتکې یواځې د۴۰دقیقولپاره دسون مواد درلودل ، مانا داچې هغوی نشی کولای په ډیر واټن کې تښتیدلې الوتکه تعقیب کړی.

دتیښتې نیټه په اټکلی ډول وړاندیز شوه ، دکال۱۹۹۶دآګست په ۱۶ مه، پیلوټان هوایی ډګرته راوستل شول ، هغوی دالوتکې هغه څرخ چې خرابه شوی و، بدل اومرمت کړ ، له دې فرصت نه په ګټه پورته کولوسره یې بیا ځلې انجینونه چک کړل ، هغوی وایی[وروسته تم شولوچې ټول ساتونکی دجمعې لمانځه ته ولاړ شی ، عملیې دالوتکې موتورونه چالان کړل اودځغاست لیکې خواته یې حرکت وکړ ، دڅو دقیقولپاره دهوایی ډګرپاتې درې ساتونکوداحرکت بابیزه وګاڼه ، لږ شانته چې اندیښمن شول – دډګرداطفایې په موټر کې یې دالوتکې په لوردسوریدوتکل وکړ- داستندرد له مخې الوشن مناسبه ځغاسته نه درلوده – خویواځې په ساعت کې د۲۳۰کیلو مترو په سرعت سره دځغاست لیکې له آخر نه له ځمکې جلااو پورته شوه ، نږدې وچې دهوایی ډګر له دیوال سره ونښلی دالوتکې ساتونکی له پخوا نه غوړول شویوپړیو په دام کې ونښتل.

دجمعې دورځې له رخصتی سره ، تښتیدونکو داسې لوبه سر ته ورسوله چې حتی د(جت) الوتکې پیلوټان هم ښار ته تللی وو.

الوشن ددې لپاره چې ددافع هواله برید نه یې ځان ژغورلی وی ، په ډیره لږ ارتفاع بې له دې چې کوم هوایی سرویس سره اړیکه ولری ، دافغانستان آسمان کې دالوت کورس ونیو – الوشن۷۶ لومړی ایران او بیا خلیج (عربی اماراتو) ته ولاړه .

پیلوټان وایی (( مازیګر مهال هلته راکوز شولو- اوموږیې خپل میشت ځایونو ته په داسې حال کې ولیږدولو چې له مورنه بیازیږدلی وومانا داچې بیاځلې موژوند تر لاسه کړ او جشن موجوړ کړ))

بوریس ایلسن دروسیې ولسمشر دمیړانې او اتلوالی له امله دالوتکې قومندان شارپاتوف او کوپیلوټGazinur Khairullinته دروسیې داتلانو لقب اوویاړورکړ، اوپنځونورې عملیې ته یې دزړورتیا مډالونه ورکړل .

سرچینه : ریا نوویستی .

1 COMMENT

  1. زموږ وطن د دوو وروستیو پیړیو په اوږدو کی د نړی یوازنئ او یا له معدودو هیوادونو څخه دی چی د تاریخ په غیږه کی ئی ټولی او یا ډیری پیښی او واقعات دوه او دری او حتی څلور مخونه او څیری لری.
    پورته سناریو به د مسئلی ظاهری بڼه وی خو بله ( اصلی) بڼه ئی ممکن تر اوسه نه وی تشریح سوی او فقط څو معدود کسان تری خبر وی.
    طالب ( البته منظور د هغه وخت طالب دی) چی دومره استخباراتی او نظامی توان درلود چی په هوا کی روانه الوتکه رصد او صید کړای سی نو دومره توان ئی هم حتماً درلود چی د لویدیځ پلو ( هرات یا شیډنډ ) له لیاری څخه تښتيدلی! الوتکه تعقیب او کیناستو ته اړ باسی.
    زه د طالب د حاکمیت په وخت کی یو دری نیم څلور کلن بوډا وم او له نژدی می د طالب ډرامی نه دی لیدلی خو داسی می اوریدلی دی چی د تښتیدلی الوتکی تر تښتولو وروسته امیرالسامعین د امربالمعروف ( په حقیقت کی نهی عن البحث والبانډارِ الطیارات ) اداری ته امر وکړ چی د کندهار په ښار کی ( په کوڅه او بازار او حتی د صندلی تر بړستن لاندی ) د تښتېدلی الوتکی په هکله خبری کول یو جرم وګڼل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب