یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهپه هند کې د بابري تاریخي مسجد پر ځای د هندوانو معبد...

په هند کې د بابري تاریخي مسجد پر ځای د هندوانو معبد جوړېږي

تاند (چهارشنبه د اسد ۱۵) هند دهغه جومات پر ځای چې د نړولو پر مهال یې په ۱۹۹۲ م کال کې په سلګونه مسلمانان ووژل شول معبد جوړوي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د بابري جومات پر ځای چې د نړولو پر مهال یې تر دوه زره زیات مسلمانان ووژل شول د معبد د بنسټ ډبره کېښوده.

د بابري جومات د هند د اوسني وزیر د پلویانو له خوا نړول شوی وو.

هند د بابري مسجد پر معبد بدلولو دغه پریکړه په داسې مهال کړې چې څه موده وړاندې په ترکیه کې د ایاصوفیه تاریخي ودانۍ په جومات بدله شوه او له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1-%d8%ac%d9%88%d9%85%d8%a7%d8%aa-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%81%db%8c%db%90-%d9%85%d9%88%d8%b2%db%8c%d9%85-%d8%af-%d9%88%d8%af%d8%a7%d9%86%db%8d-%d9%be%d8%b1-%d8%a8%d8%af%d9%84/

خو د هندوانو پر دغه اقدام تر اوسه خاص توجه نه ده جلب شوې.

په هند کې تاریخي بابري جومات د مغل امپراتور ظهیرالدین بابر په امر د مغل اردو د قوماندان میر باقي لخوا جوړ شوی و.

تېر کال د هند سترې محکمې په ایودیا کې د بابري جومات د ځمکې د مالکیت په پریکړې سره ویلي وو، چې د بابري جومات ځمکه دې هندوانو ته ورکړل شي.

پر دغه ځای د کلونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ شخړې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب