شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک له افغانستان سره ۳۸۰ میلیون ډالر نوره وړیا مرسته اعلان...

نړیوال بانک له افغانستان سره ۳۸۰ میلیون ډالر نوره وړیا مرسته اعلان کړه

تاند (چهار شنبه، د اسد ۱۵) نړیوال بانک د کورونا ناروغۍ د منفي اغیزو او غذايي رژیم په موخه له افغانستان سره ۳۸۰ میلیون امریکايي ډالرو وړیا مرسته اعلان کړه.

نړیوال بانک تېره ورځ په یوه تازه راپور کې ویلي چې اجرائیوي بورډ یې له نړیوالې پراختیا ادارې څخه د ۲۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستو دوه بستې تصویب کړې.

په راپور کې راغلي د یادې مرسته شویو پیسو څخه ۱۵۵ میلیون ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې او پاتې ۱۲۵ میلیون د افغانستان د بیا رغونې صندوق له خوا ورکول کېږي.

له دغو مرستو به په افغانستان کې شاوخوا ۲.۹ میلیون کورنۍ برخمنې شي.

د نړیوال بانک له دغې مرستې ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالر به په کرنیز سیستم او د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې مصرف شي، چې ۵۵ میلیونه به یې د نړیوالې پراختیايي ادارې اوپاتې ۴۵ میلیونه به د افغانستان د بیا رغونې صندوق له خوا ورکول کېږي.

په راپور کې زیاته شوې چې دا پروژه به په کلیوالو سیمو کې تطبیق شي او له دې لارې به خلکو ته لنډ مهالي کاري فرصتونه برابر شي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي ویلي دغه مرستې به د ډیری افغانانو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او په خبره یې له دې سره به کاري فرصتونه رامنځته شي.

ښاغلي کرالي وايي دغه پروژه به د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او کابل ښاروالۍ له خوا په ګډه پلې شي.

راپور کې دغه راز زیاته شوې د هغو ۹۰ سلنه کورنیو چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي د ملي دسترخوان په چوکاټ کې به ورته مرستې ورسېږي او هغه ۴.۱ میلیونه کورنۍ چې ورځنی عاید یې دوه ډالر او یا تر هغه ښکته دی هم ترې ګټه پورته کړي.

څه موده وړاندې هم نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته کړې وه څو د کورونا څخه زیانمنو شویو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

https://taand.net/%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d8%a7%d9%86%da%a9-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%db%b2%db%b0%db%b0-%d9%85%db%8c%d9%84%db%8c%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب