عبدالله نائل
انسان چې کله نړۍ ته سترګې پرانېزي نو يو عجیبه تصویر په خپلو سترګو باندې ګوري او پدې سر ژاړي ځکه ده ته نړۍ یو ناشناخته ځای ښکاري خو په اصل کې دا باید ووایو چې د همغې لومړنۍ ورځې څخه د انسان رابطه په ټولنه پورې تړل کیږي او د ټولنې اشخاصو ته ضرورت پیداکوي دا په دې معني چې د زېږېدلو لږ وخت وروسته همدغه شخص د خپلې مور شیدو ته ضرورت پیداکوي ترڅو پرې وپایږي؛ په داسې حال کې چې مور يي هم د همده په څېر يو وخت نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې او همداسي يي شیدو ته ضرورت درلود، خو د وخت په تېرېدو سره يي نه یوازې شیدو ته بلکې د ژوندانه نورو څېزونو ته ضرورت پیداکیږي د مثال په توګه سرپناه، کالي، غذا، د تعلیم ترلاسه کولو لپاره وسایل، همدارنګه د ژوندانه د پرمخ بېولو لپاره نور اړین څېزونه نو همدغه شخص مجبور دي ترڅو ددغه وسایلو لپاره خپلې مټې راونغاړي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو يي لاسته راوړي؛ خو که دې ته فکر وکړو چې په ډېره کمه فیصدي خلک به پيدا شي چې د خپل ژوندانه د پرمخ بېولو لپاره اکثره وسایل په خپله جوړ کړي؛ ولې واقعیت دا دي چې هیڅکله یو شخص نشي کولي چې خپل ژوند ته په تنهايي توګه ادامه ورکړي او د خپل ځان لپاره وسایل اماده کړي نو مجبور دي چې له نورو انسانانو سره اړیکې ټينګې کړي او په دې سره خپل ژوندانه ته ادامه ورکړي. نو ټولنپوهنه ده چې مونږ د وګړو ترمنځ ټولنیزې اړیکي، فرهنګونه، رواجونه، چې ددوي ترمنځ صورت نیسي یا ترسره کیږي واضح کوي همدارنګه مونږ ته دا هم واضح کوي چې انسان څرنګه یو دبل سره اړیکې ټينګوې،څرنګه یو انسان بل انسان ته ضرورت پیداکوي، څرنګه یو د بل سره افکار تبادله کوي. نو اصل خبره داده چې انسانان همېشه یوبل ته ضرورت لري ترڅو خپل ژوند ته ادامه ورکړي ښه داده چې په دې اړه یو مثال ذکر کړم.
وايي: یوه ورځ یو صنعتګر نېزه جوړه کړه. هغه نېزه چې د هغې په وسیله یو شخص کولي شي په اسانۍ سره ښکار وکړي. دغه صنعتګر فکر وکړ چې څرنګه وکولي شي په دغه نېزه باندې په ځنګل کې ښکار وکړي. په فکر کې ډوب وو او د ځنګل په طرف يي حرکت پیل کړ، خو ويي نشو کولای چې د شپې تر پایه پورې یو حیوان ښکار کړي. په دې وخت کې صنعتګر په ځمکه کېناست او په فکر کولو کې ډوب شو تر زیات فکر کولو وروسته يي چې د خپلې دغه ناتوانۍ په اړه چې د ښکار د نه کولو له امله يي کولو د خپل ځان سره يي وویل: آه څومره بې فایدې مې نن خپل دغه قیمتي وخت ضایع کړ. اخر زه خو یو صنعت ګر یم او زما کار د نېزې جوړول دي؛ صنعتګر خو ښکار نه کوي، مګرد ښکار کولو لپاره کولي شي په ډېر ښه انداز سره وسایل جوړ کړي. ښکار خو د ښکاري کار دي او هغه يي باید ترسره کړي او ښکاري دي چې د ښکار کولو په مهارتونو باندې پوهیږي.
په دې سره په هغه ورځ چې صنعتګر ځنګل ته په ښکار پسې وتلی وو، ښکاري ددې لپاره چې د ښکار وسایل ترلاسه کړي د صنعتګر ځاي ته تللی وو؛ ولې ښکاري هم ونشو کولای چې صنعتګر پیداکړي نو په دې سره يي تصمیم ونیو ترڅو د ښکار کولو لپاره یو نېزه جوړه کړي. خو له بده مرغه چې دده دغه هڅه هم بې فایدې وه؛ ځګه له ډېر وخت تېرولو وروسته پدې وتوانېد چې نېزې ته ورته یو وسیله جوړه کړي چې ښکار پرې په اسانۍ سره نشو کیدلی؛ نو له ځان سره يي وویل:
« زه یو ښکاري یم زما دنده داده چې ښکار وکړم. د نېزې جوړول د صنعتګر کار دي. ځکه صنعتګر کولي شي په ښه توګه د نېزې په شمول د ښکار وسایل چمتو کړي؛ او زه بیا کولی شم په همدغه وسایلو په ډېر مهارت سره ښکار وکړم.
نو دلته ده چې صنعتګر او ښکاري یو بل ته ضرورت لري او نشي کولي په خپلو منځونو کې یو له بل سره دغه اړیکه پرېکړي ځکه صنعتګر ددې له امله ښکاري ته ضرورت لري چې نېزې جوړې کړي او بیا يي په ښکاري باندې خرڅې کړي؛ او ښکاري له دې اړخه صنعتګر ته ضرورت لري چې دده لپاره د ښکار وسایل جوړ کړي ترڅو ښکار پرې وکړي او دغه ښکار په صنعتګر باندې خرڅ کړي؛ نو په دې اساس مونږ وایو چې په ټولنه کې هر انسان بل انسان ته په یوه برخه کې ضرورت لري ترڅو خپل ژوند ته پرې ادامه ورکړي، او که چېرته یو شخص وغواړي چې د ټولنې څخه په انزوا کې ژوند وکړي نو نه یوازې دا چې هم به يي خپل وخت ضایع کړي وي او هم به يي یو څه ته لاس رسۍ نه وي موندلی.
ډيره ښايسته ليکنه نايل صاحب الله ج دى وکړى چى په راتلونکى کى لدى هم ښه ليکنه وکړى تر څو ﺯمونږه دى
. ﺯوريدلى ملت لپاره د لارى مشال وګرځى
د لا بريا په هيله
ستاسو ورور حبيب الحق صافى