دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېدریخپله جګړه او ړانده سیاسیون/ سیدعبدالله پاچا

خپله جګړه او ړانده سیاسیون/ سیدعبدالله پاچا

افغان سیاسیونو په عراق کې د امریکا هغه برید ترهګري بللې چې پکې د سپاه پاسداران د قدس ډلې مشر قاسم سلیماني ووژل شو.

زما بحث دلته دا نه دی چې ولې یې د امریکا برید غندلی او د داسې ایراني په وژل کیدو یې خواشیني ښودلې چې له کلونو راهیسې یې افغانستان کې لاسوهنې کړي او ان د جګړې لپاره یې ځینې ډلو ته امکانات هم ورکړي دي.

خو د سیاسیونو اعلامیو کې مهم ټکی دا دی چې قاسم سلیماني یې شهید یاد کړی او له ځینو خو ان له افغان سولې او افغانانو سره خواخوږی اعلان کړی دی.

دا جالبه ده، لکه د غلام د یو صفت او د بل بد وایي، خو هیڅ دلیل او مثال نشته چې وايي قاسم سلیماني له افغانانو سره کوم ښه کړي، کومه خواخوږي یې ښودلې ده، کله یې د سولې ملاتړ کړی، کله یې د افغان جګړې د بس لپاره ګام اخیستی.

خو برعکس سلګونه مثالونه شته چې سلیماني په افغانستان کې لاسوهنې کړي، ډلې یې د جګړې لپاره تمویل کړی، بیلابیل ډول باندې یې له امریکا د غچ لپاره افغانستان خاورې کارولو هڅه کړې ده.

دا جالبه ده،

یواځې تېر پنځه کلونو کې زموږ څو برجسته زړه ور جنرالان جګړه کې شهیدان شول، دې سیاسیونو پرې یوه اعلامیه نه ده خپرې کړې.

خو نن د یو ایراني جنرال په وژل کیدو د تمساح اوښکې تویوي چې ځان ایران ته وفادار وښيي او سبا ورسره ښې اړیکې پیداکړي.

د داسې جنرال په مرګ کاذبه ژړا کوي چې تل یې د ایران د ګټو لپاره د افغانانو د وژل کیدو او افغانستان د ورانولو پلانونه جوړ کړي.

زموږ جنرال ته ان د شهید کلمه نه شي کارولی، زموږ خپل جنرالان چې له ترهګرو سره جګړه کې شهیدان کیږي، یوه اعلامیه پرې نه خپروي چې د شهید کلمه ورته وکاروي او کورنیو ته یې تسلیت ووایي.

زموږ جنرالان د جګړې لومړۍ کرښه کې له سرتېرو سره یو ځای جګړه کوي چې سیاسیون په کابل او نورو ولایتونو مرکزونو کې خوندی سیاسیتونه او خوندي غونډې وکړي.

خو افغان سیاسیون بیا څه کوي، د خپلو جنرالانو قاتلین شهیدان یادوي، او د خپل جنرال په اړه دوه کلمې نه شي لیکلی چې قاتل یې وغندي.

افسوس د دوی په داسې وضعیت ، او داسې سیاست چې ان خپل شاوخوا سمه نه شي تحلیل کولی خو بیا حکومت کې د شراکت غوښتنه کوی، حکومت ته د اصلاحاتو وړاندیز کوي.

ایا ایران په دې اعتراف نه دی کړی چې موږ طالبانو سره همکاري کو؟ ښکاره ده چې طالبانو او ایران دواړو په دې اعتراف کړی، نو بیا چې د طالب په ماین او جګړه کې افغان جنرال شهید کیږي، ایران یې مسوول نه دی؟

سیاسیتونه وکړئ، خو داسې ړانده سیاسیتونه مه کوئ چې د خپلې جګړې قربانیان درته نه ښکاري او د یوې بلې جګړې قرباني باندې اوښکې تویوئ.

1 COMMENT

  1. ټرمپ سليماني ته په اشارې: (لوی ځناور) مو وواژه، افغانستان او عراق ته يې ماينونه لېږل
    له روهی بريښنا پاڼي څخه اخستل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب