صفت الله الفت
په ایران کې د افغانستان په اړه دوه ډول فکرونه شته. ایراني نیشنلسټان بې له دې چی مذهب په نظر کې ونیسي، افغانستان د ایران یو ګاونډی او د دواړو هیوادونو تاریخ سره ګډ بولي. خو د یوعام ایراني له نظره د افغانستان مینځ ته راتګ یوه تاریخي پیښه او د افغانستان آزادي د برتانیا په مداخلی پورې تړي.
ایران په افغانستان کې په ساده اصطلاح دوه مخې پالیسي پر مخ وړي. د کور خاوند ته وايي بیدار اوسه او غل ته وايي پرې ورځه! ایران له افغانستان سره د ځمکې په سر کومه لانجه نه لري، خو د تعجب خبره دا ده چی د ایران د مکتبونو په نصاب کی د هرات ولایت د ایران د یو ولایت په حیث شمیرل کیږي. که تیرو ۱۸ لس کلونو ته متوجې شو نو ایران په افغانستان کې د هرات ولایت لپاره د پرمختیایې پروژو او نورو برخو کی ځانګړې پاملرنه کړې.
په افغانستان د شوروي د یرغل پر وخت ایران په افغانستان کې پیژندل شووشیعه مشرانو سره د روس پر وړاندې د جنګیدلو لپاره پناه ځایونه، وسلې او مهماتو مرستې هم کړي دي. ایران د افغان مهاجرینو، انساني قاچاق کوونکو، د مخدره موادو قاچاق او د طالبانو واک ته رسیدل د خپل ملي امنیت لپاره خطر بولي. د پاکستان لخوا په افغانستان کی د سني طالبانو قدرت ته رسول د ایران سره تشویش پیدا کړ او په افغانستان کی يي د هزاره قوم او شیعه مذهبو خلکو سره د طالبانو لخوا په چلند کولواندیښنه لرله چی روسیه، د منځنئ آسیا هیوادونو، هندوستان او ایران د شمالي ټلوالې او شیعه مشرانو سره د پیسو، اسلحو او سیاسي ملاتړ ته د طالبانو پر ضد دوام ورکړ. د امریکا لخوا د طالبانو د امارت په پرځولو کې ایراني استخباراتوپه افغانستان کې د امریکايي استخباراتو سره هم مرسته کړی ده. ایران اوسمهال او راتلونکې کې هم په افغانستان کی د شیعه مسلمانانو سره د هری ډلې لخوا د ناسم چلند په اړه اندیښنه لري. ایران د طالبانو ایډیالوژي او کلتور د ایران د مذهب او کلتورسره په ټکر کې ویني او باور لري چی د القاعده سلفي مذهب ډله هم د طالبانو د امارت پرمهال اوج ته رسیدلې وه. ایران د شمالي ټلوالې سره د ملاتړاو همدارنګه د ځینو پښتنو مشرانو سره د اړیکو موخه دا ده چی د شیعه مذهبو خلکو سربیره په سني خلکو کی هم نفوذ ولري. د طالبانو د امارت پر مهال په ۹۰مه لسیزه کې د ایران او افغانستان اړیکی خرابی وې او کله چې په ۱۹۹۸م کال کې د طالبانو د امارت پرمهال په مزارشریف کی د ایران ۱۱ دیپلوماتان او یو ژورنالیست ترور شو نو حالات نور هم ترینګلي شو.
په ښکاره توګه ایران د افغانستان لپاره دری ګوني پالیسي لري، لومړی غواړي په افغانستان کی د ناامنئ علتونه او اغیزې را کمې کړي، دویم، په افغانستان کې داسې یو حکومت رامنځ ته کړي چی ایران پلوه او د ایران د اجنډاوو خواخوږې وي، او دریم، ایران غواړي د افغانستان په رغوونه کې داسی مرسته وکړي چی د ایران اقتصادي، سوداګري او سیاسي موخې پکې په اسانه پلې شي. د ایران پالیسي د افغانستان پر وړاندی پیچلې هم ده او کله هم د عمل سره په تناقض کې واقع کیږي. افغانستان سره د ایران ښکیلتیا په زیاتو مواردو کې په همکارئ، مسئولیت او پختګئ ولاړه ده خو ایران سره لدی چې د افغانستان سره یو همکار هیواد دی بیا هم کله د ځینو غیررسمي لارو او چینلونو په افغانستان کې خپل اهداف تعقیبوي. ایران په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنی په موجودیت کې خپل فعالیتونه د پراخ ستراتیژیکو سیاستونو او شرایطو پر اساس تنظیموي. ایران په خپل لویديځ ګاونډي عراق کې د امریکا د عسکرو موجودیت او په ختیځ ګاونډي افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولني شتون او انګیزې ته د شک په سترګه ویني. ایران وايې چې امریکا د واشنګټن پالیسي پرمخ وړي او غواړي چې په منځنئ آسیا، فارس خلیج او سویلي آسیا کې ستراتیژیک موجودیت ولري چی ایران دا کارخپل ملي امنیت ته یو ګواښ بولي.
ایران په افغانستان کې د امریکايي قواوو په موجودیت خوښ نه دي او په دی باوردي چې امریکا د افراطیت د خپریدو لپاره کار کوي چی په نتیجه کې د سني او شیعه مسلمانانو ترمینځ مذهبي جګړی او تاوتریخوالي ته لمن وهي. یو ښکاره حقیقت دادی چی ایران غواړي طالبان زیات ځواکمن اووسي او د امریکا سره په جګړه کې ښکیل وي خو په افغانستان کی يې په سیاسي قدرت کی د قوي ګوند په توګه نشی زغملې.
سره لدی چی ایران د افغانستان د حل لپاره سیاسي لاره غوره بولي خو نړیوال بیا هم ایران ته د شک په سترګه ګوري او داسی ګمان کوي چی ایران په افغانستان کی د وضعیت د خرابوالي لپاره خپلی ډلې ټپلې پالي. ایران په افغانستان کې د نرم ځواک د پالیسی په اساس وړاندی ځي او د ایران لپاره دا پالیسي په اوږد مهال کې اغیزمنه بولي، خو که چیری د امریکا لخوا په ایران بندیزونه د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي امکان شته چی ایران د نړیوالې ټولنی پر ضد په افغانستان کې د تروریستي ډلو سره لکه څرنګه چی پاکستان تری د خپلو ګټو لپاره کار اخلي ایران هم ورسره مرستی شروع کړي، همدا راز د افغانستان په داخلي سیاست کې ژوره مداخله شروع کړي او خپل استخباراتي فعالیتونه پراخ کړي. په دی وروستیو کې مونږ او تاسو په فراه او نورو سرحدي ولایتونو کې د ایران د مداخلو شاهدان یو چی د اوبو د کنترول لپاره د امنیت په خرابولو کې رول لري. ایران په سیستان بلوچستان او خراسان کې د ثبات اوامنیت د ساتنې لپاره اندیښنه لري ځکه چی د اوبو د سرچینو د کمښت سره مخ دي او تکیه يې د افغانستان په اوبو ده.
ایران د هندوستان، پاکستان، چین او جاپان سره د سوداګرئ لپاره افغانستان د جغرافیه په لحاظ یو مهم هیواد ګڼي او ایران د خپلی شرقي ستراتيژئ په اساس غواړي نوموړو هیوادونو سره سیاسي او سوداګریزي اړیکی ولري. د ایران بل هدف په افغانستان کې د شیعه او تاجک قومونو سره ژبني او کلتوري اړیکي پالل دي. د ایران بل اقتصادي هدف افغانستان او نورو ختیځو هیوادونو ته د نفتو او ګازو صادرات دي چې غواړي د نفتو او ګازو لپاره بازار پیدا کړي. ایران د امریکا د بندیزونو سره د اقتصادي ستونزو سره مخ دې. ایران همدا راز د پاکستان، هندوستان، چین او ترکیه سره په افغانستان کې د خپلو توکو لپاره د بازار پیدا کولو لپاره په سیالئ بوخت دی.
د سیاسي- امنیتي اړخه افغانستان د ایران د ملي امنیت لپاره زیات اهمیت لري. په امریکا د سپتمبر د ۱۱می د پیښې نه وروسته د افغانستان امنیت د سیمي او هم د نړی د امنیت پوری وتړل شو او د القاعدی سره په سیمه او نړیواله کچه جګړه د امریکا د تروریزم پروړاندې د مبارزې لومړیتوب دی.
د ایران د بهرنئ پالیسئ یو هدف افغانستان سره په ګډه پوله د امنیت ټینګښت دې. ایران د افغانستان سره نږدې څه د پاسه زر کیلومتره پوله لري. ایران نږدی ۱۱۵۰ یوولس نیم سوه کیلومترو په اندازه د افغانستان سره سرحدي دیوال جوړ کړی چی څه کم یو بیلیون ډالر مصرف پری شوی او د ۱۵۰ په شاه او خوا کې د دیوال په اوږدو کې د پیرې او کنترول برجونه لري چی غیر قانوني مهاجر، ترهګر او مخدره توکي کنټرول کړي.
په ایران کې څه دپاسه یومیلیون افغان مهاجرین اوسیږي چی په پاکستان کی د افغان مهاجرینو په پرتله ورسره د نړیوالې ټولنی لخوا زیاتې مرستې نه ترسره کیږي. ایران دا هم وايي چی د افغانستان څخه ایران ته مخدره مواد صادریږي چی په ایران کی يي نږدی دری میلیون ایرانیان په نشه يې توکو روږدي کړي چی د ایران اقتصاد او ټولنیز چاپیریال ته يې خورا ستر زیان اړولی چی د ایران راتلونکی نسل به هم تری خوندي نه وي. ایران د اوږدې مودې لپاره طالبان په افغانستان کې په قدرت کې نه شي زغملې او له همدې وجهي يې د طالبانو ځینو ډلو سره چې د ایران خواخوږي دي تارغزولې چی د خپل نفوذ لپاره او هم د خارجي پالیسئ د ابزار په توګه تری کار واخلي او نړیوالی ټولني ته وخت نا وخت د فشار په توګه یو پیغام واستوي. په همدې تړاو د خمینې مرستندویه کمیټه په افغانستان کی په هزاره سیمو کې د تیرو څه کم دوه لسیزو راهیسې پراخ فعالیت لري او د خلکو سره د ډلیزو ودونو، د ایران د اسلامي ورځو لمنانځلو او په کابل کی د ایران په سفارت کې د مختلفو جشنونو د لمانځلو په پار مرستی کوي او په خوا کې خلکو ته د امریکا او اسرئيلو پرضد تبلیغ کوي چی د ګڼو هزاره ورونو د منفي ذهنیت په جوړولو کې تری کار اخلي او بیا د همدی هزاره ورونو نه په افغانستان او نورو هیوادونو کې د ایران د ګټو لپاره کار اخلي. داسی شک شته چی د خمیني مرستندویه کمیټه کی د ایران د استخباراتو غړي (وزارت اطلاعات) هم فعالیت کوي.
پښتانه، تاجک او هزاره ورونه د ناپوهۍ او خپلمنځي بې اتفاقۍ په وجه د ګاونډیوهیوادونو د ګټو ښکار شوي او د افغانستان په ویجاړۍ بوخت دي چی همدا د افغانستان د پرمختګ لپاره ستر خنډ جوړ شوې.
د سیاست او نړیوالو اړیکو کارپوه
ډېره په زړه پورې تحلیلي لیکنه ده ، هیله ده چې زمونږ ځوانان دا مالوماتي لیکنه ولولي او د ایران د ګټو ، موخو او د افغانستان په اړه د هغوي سیاستونو باندې پوه شي.
البته زما په نظر ایران د شیعي هلال جوړولو لپاره د افغانستان په اړه زیات مصروف دی او تر ډېرو خپل هدف ته نژدې شویدی.
د افغانستان له اوبو نه وړیا ګته اخیستل او خپل ایراني کلتور خپرولو کې هم بریالي دي.