شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزپه نوې تکنالوژۍ څنګه اداري سیستم اتومات کړو

په نوې تکنالوژۍ څنګه اداري سیستم اتومات کړو

مجیب حلیمي

د بشري سرچینو د مدیریت اتومات کول د Cloud BPM او Workflow (کاری جریان نخښه) په واسطه:

د بشری سرچینو څانګې کې د کاري جریانونو او اسنادو لپاره د بشري سرچینې څانګې اتومات کول اړین دي.

دا د کارمندانو لپاره د کومک یوه مهمه وسیله ده او همدارنګه د بشري سرچینو د یوه مؤثره ډیپارټمنټ په جوړولو کی هم ښه رول لري. مثلاً،

  • د نوي ګومارنې جریان
  • د کارمند تخلیه کول
  • د ټریننګ غوښتنه
  • د فعالیت ارزونه
  • د رخصتی غوښتنلیک
  • د غیر حاضرۍ یادښت
  • د رخصتۍ او فوق العاده اسنادو غوښتنه
  • د کارمند د ځای موقعیت تغیر
  • د کارمند تخفیف غوښتنلیک(د کمپنی خداماتو لپاره)
  • او یو…داسی نور.

ډير وخت دا پروسې به پر کاغذ یا ایمیل کاریدلې او بالاخره دوی تر ټاکل شوي وخت زیات وخت اخیست. بعضی وختونه به فارمونه او ایمیلیونه ورک شول. او کارمندانو به ډیر وختونه د دوی د غوښتنلیکونو لپاره بیا بیا پوښتنه کوله. شاید بشري سرچینې ډیر ترفشار لاندي وي چې د دې لپاره ځوابونه یا مؤثره د حل لاره پیدا کړي…

د بشري سرچینو اتومات کول د کاري جریان (workflow)  د اصلاح لپاره:

د لاندې ګامونو په عملي کولو سره د بشري سرچینو اتومات کول امکان لري او اسانه دي:

  • لومړی خپل فارم جوړ کړئ. د خپل کاري جریان نخښه(workflow)  جوړولو لپاره په فارم کې د خپلو معلوماتو مطابق ساحې یا خالي خانې وټاکئ. مثلاً، د یوې رخصتۍ په درخواست کي: د رخصتۍ نیټه، د بیرته راتلو نیټه او داسې نور.
  • وروسته workflow یا کاري جریان نخښه جوړه کړئ. هغه وظیفې تعریف کړئ چې ستاسو ټیم یې باید پای ته ورسوي. د هرې وظیفې لپاره قوانین او کارمندان وټاکئ. مثلاً، د رخصتۍ په غوښتنلیک کي: رخصتۍ تایید کول، رخصتي ثبت کول، او داسی نور.
  • بالاخره، ستاسو پروسه په کارواچوي. دغه پروسه استعمال کړئ. اندازه یې کړئ. او په معقوله توګه یې اصلاح کړئ.

د یو مثال په توګه، مهرباني وکړئ دا لاندې د کاري جریان نخښه (workflow) وګورئ چې دا زموږ د مفته پروسیسو څخه د یوه کارمند د ګومارنې لپاره تیاره شوې ده:

تاسو به دا وظیفې په حقیقي ډول وویني. همداشان تاسو کولای شئ چې د تجارت قوانین معرفی کړي او دا وټاکیي چې کوم کس باید کوم کار وکړي. همدارنګه یوه عامه فارمه هر چا ته د دې صلاحیت ورکوي چې بې له خپل user نوم او پاسورډ څخه درخواست وکړي.

د بشری سرچینه د کاري جریان (workflow)  جوړولو فایدې:

تاسو به د کاري جریان فایدې ووینئ. له هغو څخه یو څه دلته دي:

  • د کارمندانو ښه خدمت کول: له دې څخه ډډه وکړئ چې د یوه غوښتنلیک لپاره څو ځلې پوښتنه کوي. بناً د کاري جریان د نخښې مطابق به دوی په اتومات ډول خبر ترلاسه کوي.
  • له خپلې پروسې سره موافقت ته وده ورکړي. له همدې امله، هره غوښتنه به هغه ګامونه تعقیب کړي چې د کاري جریان په نخښه کې تاسو ټاکلی وي.
  • د لګښت سپما وکړئ. له کاغذه استفاده کمه کړئ. همدارنګه، د کاغذ ټرانسپورټ او ذخیره ختمه کړئ.
  • د بشری سرچینو د کارمندانو پیاوړي کول له دې امله چې د کاغذ په ورکیدو کی بیا پروسه د سره شروع نکړي.
  • ستاسو پروسه اندازه کړي. KPI’s ترلاسه کړي چې ستاسو د وخت بی ځایه استعمال کموي او فیصله مو اصلاح کوي.
  • حسابو ته مو وده ورکړی. Flokzu به د هری پروسی د اجرا معلومات ستاسو لپاره ذخیره کړی.
  • د همکاری د لاری روزنه. بې له شکه د پروسی ماډل کول همکاره ټیمونه تقویه کوي

د Flokzu سره تاسو خپلی تجارتی پروسی او دهغه کاري جریان په ساعتو کي اتومات کړي.

په باوری ډول تاسو تخنیکی تجربو ته ضرورت نلري ځکه Flokzu انلاین کارکوی او دي ته ضرورت نسته چه د یو پروګرام په ډول یی کمپیوټر ته انسټال کړي.

خپل تجارت زمونږ سره اتومات کړي.

کولاي شی خپلی پوشتنی په لاندینی بریښنا لیک راته واستوي:

[email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب