شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزد سردارۍ لقب او د هغۀ معنا | لیکوال: کانديد اکادميسين محمد...

د سردارۍ لقب او د هغۀ معنا | لیکوال: کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني 

ژباړن: تمهيد سيلاني

    تر دې وروستيو پورې په عمومي او ځانګړو محافلو کې چې کله د (( سردار )) ویی ( کلمه ) کارول کېده، په ټوليزه توګه داسې انګېرل کېده، چې له نوموړي ويي څخه موخه د محمدزيو ټبر يا هم د سلطنت له اړوندو کارکوونکو څخه دی، نه له نورو ټبرونو او قبيلو څخه. چې په حقيقت کې داسې نه دی. لکه څنګه چې دوه ورځې وړاندې مې د نيمروزي بلوچو سردارانو په هکله په يوه ليکنه کې يو څه يادونه وکړه، که چېرې دلته هم د نوموړې موضوع په هکله يو څه رڼا واچوم، نو په زړه پورې به وي.

    کله چې احمد شاه دراني په ۱۷۴۷ ز کال په کندهار کې د اوسني افغانستان بنسټ کېښود،نوموړي د خپل دولت د کوټلتيا په موخه ځينو نظامي پوځيانو  او د لښکر مشرانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې.

    انګليسي تاريخ ليکوونکی او د پلومات د احمدشاه دراني د اصلي تکيه ګاه په هکله ليکلي: « بارکزي، پوپلزي او الکوزي د دراني ټبر له بنسټیزو ښاخونو څخه ګڼل کيږي، چې زيرک پورې اړه لري. د احمد شاه بابا اصلي تکيه ګاه د بارکزيو له قبيلې څخه جوړه شوې وه، چې د کميت په لحاظ د درانيو له ټولو قبيلو څخه ډېر وو او د احمد شاه بابا په پېر کې يې شمېر تر (۳۰) زره کورنيو پورې اټکل شوی و. د بارکزيو د کمزورتيا له پاره يې د هغوی له منځ څخه اچکزي د مشر په توګه وټاکه.)) ( فغانان، ترجمه فکرت، ص ۳۵۶-۳۵۸ )

    الفنستون په خپل اثر کې يو په زړه پورې ټکي ته نغوته ( اشاره ) کړې، هغه ليکي: « په دراني ټبر کې د ښاخونو يا خېلونو مشرانو ته سردار (( ژنرال )) ويل کيږي، دا په داسې حال کې ده، چې د نورو قبيلو د خېلونو رئيسانو ته ((خان)) ویل کيږي. د سردارۍ لقب د شاهانه پوځ ( اردو ) ته اړوند دی او د خانۍ لقب يو ميراثي منصب دی.))

    د الفنستون د راپور پر بنسټ: « د دراني قبيلې هر ښاخ د يو سردار (جنرال) له خوا اداره کيږي، چې نوموړی جنرال د شاه له لوري د يوې لويې کورنۍ څخه غوره کيږي. د قبيلو کوچني ښاخونه د ((خانانو)) له خوا اداره کيږي. نوموړي خانان د سردارانو له خوا د يوې معتبرې کورنۍ څخه غوره کيږي. په ډېر ګومان سره د ښاخونو مشران او ملکان د خلکو له خوا د پېژندل شويو کورنيو څخه غوره کيږي او سرداران هغوی تائيدوي. مګر هغوی هم ډېری د سردارانو له خوا دخلکو په خوښه ټاکل کيږي. هر کلی ځانته واړه کلي او سيمې لري، چې د مشر، ملک (خان) تر قيادت او مشرتوب لاندې ژوند کوي. لکه څرنګه چې د يوسفزيو تر منځ اختلاف موجود دی، دلته نشته. ټول د يوې کورنۍ د غړو په شان ګډ او هماهنګه ژوند کوي. (افغان، ترجمه فکرت، ص ۳۶۳ )

    د سراج التواريخ اثر مؤلف فیض محمد کاتب د جمالخان بارکزي په هکله ليکي: « حاجي جمالخان د دراني ټبر له ۱۴ سردارانو څخه يو دی، چې نادرشاه  بابا ته ډېر نږدې او د سردارۍ مقام يې درلود. هغه لومړنی سردار و، چې احمدشاه بابا يې د پادشاه په توکه ومانه او له هغه څخه يې بيعيت وکړ، نورو سردارانو هم دده په پيروي د احمد شاهي سلطنت پزيرايي وکړه، ځکه حاجي جمالخان په قومي لحاظ له نورو سردارانو لوړاوی درلود. احمد شاه بابا د دغه خدمت په بدل کې ورته د سردارۍ مقام ورکړ. داچې جمالخان ته د بيت الله شريف زيارت ور په برخه شو، نو د حاجي جمال په نوم مشهور شو او د (( سردارۍ )) په نامه و نه پېژندل شو.( سراج التواريخ، طبع کابل، ج۲، ص ۱۹۶ )

    مګر د حاجي جمال خان زوی سردار پاينده خان او نور زامن يې د يو بل تر شا د (( سردار )) په لقب ونومول شول. کله چې د سلطنت واګې د احمدشاه دراني له کورنۍ څخه د سردار پاينده خان بارکزي زامنو ته ولېږدول شو، د نوموړې کورنۍ ټول منسوبين که نظامي دنده به يې هم نه درلوده، د سردارۍ په لقب ونازول شول. د امير دوست محمد خان له واکمنۍ وروسته به غير محسوسي توګه نوموړی لقب د محمد زيو ټبر ته چې د بارکزيو لوی ښاخ دی، ولېږدول شو او د نوموړي ټبر ټول غړي د سردارۍ په لقب ونومول شول. د امير حبيب الله خان په دور کې د سردارۍ رتبې پرځای د سپهسالار او نايب سالار لقب رواج شو. د داود خان د صدارت په په موده کې د افغانستان د وسلوال پوځ ( اردو ) له پاره نوي نظامي القاب په بېلابېلو درجو سره، له بريد جنرالۍ نيولې تر ستر جنرالۍ پورې غوره شول او له دې وروسته څوک د سردارۍ په لقب و نه نمول شو.

    هېره دې نه وي، چې د جنرالۍ او سردارۍ لقبونه د محمد زيو د سلطنت په دوره کې له دراني کورنۍ پرته د نورو ټبرونو مشرانو ته هم ورکړل شوي دي. دبېلګې په توګه: د امير دوست محمد خان د واکمنۍ په پېر کې سردار کمال خان او سردار امام خان سنجراني ته، چې دواړه يې په قوم بلوچ ؤ، د سردارۍ القاب ورکړل شول. د امير شېرعلي خان په وخت کې د هزاروو ځينو مشرانو لکه: سردار شيرعلي خان هزاره ته د سردارۍ لقب ورکړل شو. همدارنګه د هزاروو ځينو نورو خوانينو ته د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د سردارۍ القاب ورکړل شو. مګر د نوموري لقب په کارولو سره، دوی ته چا د محمد زيو د کورنۍ د غړو فکر نه کاو او نه هم په عين وخت کې نوموړی لقب د هغوی ټول ټبر ته کارول کېده.

اخذ ليکونه 

  1. افغانان، ترجمه فکرت، ص ۳۵۶-۳۵۸
  2. افغان، ترجمه فکرت، ص ۳۶۳
  3.  سراج التواريخ، طبع کابل، ج۲، ص ۱۹۶

پای!

۲۸/۱۰/۲۰۱۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب