یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېچاپیریالد هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره نوې طریقه ایجاد شوه

د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره نوې طریقه ایجاد شوه

تاند- د هوا ککړتیا د اوسنۍ نړۍ یوه لویه اندېښنه ده. سره له دې چې ډېره هڅه کېږي چې انسانان د هوا د ککړتیا کمولو ته وهڅول شي خو د چاپېریال ساتنې ملاتړي وايي چې نړۍ مخ په تودېدو ده او د چاپېریال ساتنې لپاره روانې هڅې ډېرې بریالۍ نه دي.

سږنی دوبی د تودوښې له نظره په اکثرو اروپايي هیوادونو کې بې ساری و. په فرانسې او څو نورو هیوادونو کې د تودوښې درجې هغه حد ته ورسېده چې تر دې وړاندې کله هم نه وه ثبت شوې.

په ایسلنډ کې ساینسپوهانو د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یوه اختراع کړې ده.

دوی په دې نوې طریقه کې کاربون ډای اوکسایډ د یوې طبیعي پروسې له لارې پر ډبرې بدلوي.

په دې پروسې کې کارول شوې ټکنالوژي په حقیقت کې د هغې طبیعي پروسې تقلید دی چې زرګونه کاله دوام کوي.

متخصصان وايي، په دې طرحه کې لومړی په اوبو کې د کاربون ډای اوکسایډ د حل کولو له لارې دا ګاز جذب او کنټرول کېږي.

په حقیقت کې په دې طریقه له کاربون ډای اوکسایډ څخه ګازلرونکي اوبه جوړېږي. په بل پړاو کې  کاربون ډای اوکسایډ لرونکي اوبه د تزریق ځای ته لېږدول کېږي، بیا په ډبره بدلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب