شنبه, مې 18, 2024
Home+اختر بختور، ملا کره چرګوړی خېټور | استاد سعدالدین شپون

اختر بختور، ملا کره چرګوړی خېټور | استاد سعدالدین شپون

ناوېګانې او کوروالا، لکه مرچ یې چې په مخونو دوړولي وي، تروه تندي را ته نیولي، د شونډو لاندې موسکې دي، خو یو درځن لمسیان او لمسیانې په شوق را نه ګیر چاپېر کړۍ جوړوي او څاري مې چې د رفرېجرېټر نه څلور درځنه هګۍ راباسم ،همداسې روغې یې یوه لوی دیګي ته اچوم، ورسره لمن ډکه د پیازو پوټکي هم پرې تویوم، داش چالانوم. مېرمنو تیار سینګارونه کړي، درنګ ساعت له به لکه د واده ورا د پښتنو کراه کړي جومات ته روانېږو. سبناری موچې د خدای خواږه ورکې وو، حتی د اوزبکو شیر چای او د ننګرهار پراټې، لا د وخته ختم کړ. روژه تیانو به نوټ کړې وي چې اول سبناری هسې بوس دي. په ناغېړۍ به یې نغرې. بله دا چې زموږ د کلي د ملا په فتوا، د اختر اول سبناری هم لکه روژه فرض ده. خو ماشومان چې دا یوه میاشت زموږ سره تشلري شوي وو، بې له کومې ګو لې وچې ګګړې ډوډۍ، هغه هم چې چا به پرې ولوروله، نور به هغوی هم نیم نهر وو.

اوس نه هغه پخوانی بادر خا ن شته ، نه یې سره پیلان، خو زه هسې ځان په همدغو لوبو خوشالوم. ټوله کورنۍ راباندې پوهېږي ، خیر دې وېسي، هېڅ نه وایي ، پخپلو کې به ضرور پسپسی کوي، مه یې ښوروه، پرېده چې ابا خپل بې ضرره لېونتوب کوي، ماشومانو ته خو به د وطن سودا ور واچوي، که نه لاړل، را نه امریکایان شول.

نن سهار مې له خپلې نیشتوکې باغیچې ، چې یاران یې شرعي شین ډنډ(ده درده یا، لس ګزه به لسو کې) بولی، څه انځر چې همدې ورځې ته غلي کړي وو راشکولي، پرېوللي، د زیار په وینا، کنګلتون کې یخ پراته وو. هګۍ مې چې له دیګي راوایستې نو د پیازو رنګ یې نیولی و. موږ هغه وخت هګۍ نه رنګولې. دا دود له ښار نه راغی.

چې سړې شوې، سړي سر دوه دوه دانې مې په نمسیانو ووېشلې، نو بیا نیم ساعت مې دهغو د جنګولو چل ور ښوده، دا یې سرک دی ، دا پچک، څوک او څنګه یې نیسي ، څوک یې د هګۍ په کوم ځای وهي، د هګۍ د مقاومت ازمېښت په کوم غاښ کوي او داسې نور کمالات چې د ښوونځی او مدرسو په کتابونو هر ګوره کې نشته.

دا د ښځو جومات ته تګ عجیبه معجون مرکب ، اسلا مي ډمو کرا سي ده. وړم کال خو ښځګلې، د سینګار په شرنګ او شرونګ د نارینه و سره په یوه صف کې ولاړې وې، خو کندهاري ملا عطايي دې خیر ویسي چې غږ یې کړ چې ښځې دې د نارینه د صفونو شاته لیکه جوړه کړي. خیر دې وېسي چې موږ یې له شیطاني وسوسې، د عطرو له پاروونکي بوی او د پاولیو له نري زړه راښکونکي شرنګاري بچ کړو. مېرمنه ی و ټکوم، درست کال یې و کړولو، دغه یو لمونځ خو بې خلله وکړو! بې هغې مو هم چرت هغو تنکیو هلکانو خراپ کړی و چې د جو مات د بسپنې په نامه یې یو په بل پسې د صفونو ترمینځ د کشکول صندوقونه ګر ځول. ما ته یې د کابل بوټ پالش والا هلکان را یاد کړل.

سمیع الله مولوي چې د مصر ازهر کې یې ما سټري اخیستې وه په ښکلې پښتو وعظونه کول خو طریقه یې زموږ د کلي د ملا نه بېله وه، نورې نورې یې ور کې کولې. د ترافیکو څراغونه یې یادول چې ملا یکې یې د خدای په امر چا ته سره ، چا ته شنه کوي. د اتوم د چاودنې خبرې یې کولې چې څنګه له یوه بڅرکي نه داسې سپرغۍ را پیدا کېږي چې نه عاد پرېږدي نه ثمود. اسلامي امت یې یاداوه خو خلیفه یا امیرالمو منین په کې یاد نه شو. البته د علامه اقبال دا فارسي ټکی یې هم ور سره تبی کړ چې آن یکي اندر قعود این در قیام، روزګارش چون صلات بۍ امام. زما شک پرې را غی چې هسې نه مولویصاحب د امارت مشرۍ ته ایښې وي.

دا کابلي دوکانداران هم، د ځینو کندار یانو په وینا ، عجبه اره مو نیان دي. درست کال حرامې غوښې او نورمکروه او اباحي خواړه خر څوي، خو نن یې له ځانو نو د جو مات چړیان او منجه وران جوړ کړي. د کراه کړي جو مات دېوالونه یې په ښکلو جالمازونو، شا مقصودي تسپو، کلیمه دارو امېلو نو، آذان ورکوونکو سا عتو نو او قسم قسم زرینو ځل بلاندو جړاو کړي. نقلونه پتاسې هلته لرې په مېزو نو اوڼلي. چې لمونځ ختم شي نو تیار اوغانستان وي. دما شو مانو وطني جا مې ، ګلا باتون کمر بندونه، رنګین ګنډونه. د ښځو خو پو ښتنه مه کوﺉ، افسار او پچاړۍ شلېدلي، غونډې شرنګېږي، غوړاسکي غوړا سکي وږمې ښندي. او چې بیا یوه له بلې سره په پښتو اختر مبارکي کوي، سبحان الله، څه عیش!

چې طالبجان به څه فتوا ورکوي خو زما باغي زړه ورته من من غوښې اخلي. په ټولو وطنوالو دې بختور شي.


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د اګست په ۸ نېټه په تاند کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب