یکشنبه, مې 12, 2024
Homeکالمونهد افغانستان د مطبوعاتو یوه بې مثله دوره | پوهنیار یحیی یعقوبي

د افغانستان د مطبوعاتو یوه بې مثله دوره | پوهنیار یحیی یعقوبي

بې حسابه څاڅکي توی په بحر وبر شي

له لکونو ، کروړونو یو ګوهر شي

جو دانې قدرې یو لال په کې پیدا شي

نور همه واړه د تورو کاڼو غر شي

د خلقت له کارخانې نه کله کله

په جهان پیدا یو بل شانې بشر شي

هسې نوم، هسې نشان يي شي په برخه

چې لوی فخر د ملت او خپل ټبر شي

د ارواښاد الفت صیب دې بیتونو کې لکه غرونه هسې معنا پرته ده. د دې بیتونو په اوریدلو د سړي ذهن ته د هغو څیرو تصویرونه راګرځي، چې خپلو ملتونو ته يي ویاړونه ګټلي دي. د افغانستان  د خپلواکۍ اتل سرلاری او ترقي غوښتونکی پاچا شاه امان الله خان هم یو له همداسې څیرو څخه وو، چې الله تعالی پر دې خاورې او ملت لورولی وو. هغه د یوه قدرتمند استعماري دولت چې لمر يي په امپراتورۍ کې نه ډوبیده، پر وړاندې په تش لاس، مګر پیاوړې ارادې او جرت سره ودرید، مبارزه یی وکړه او بالاخره افغانستان او افغانان يي په نړۍ کې پر خلکو وپيژانده. دا هغه وخت وو چې انګلیس لا هم پر ډېرو هیوادونو او دلته زموږ په ګاونډ کې د هند پر نیمه وچې حکمراني کوله. هندیان له دومره ګڼ نفوس او ډېر څه لرلو سره سره نه وو توانیدلي چې د ښکیلا له چنګاله ځانونه خلاص کاندي.

افغانستان سره د قهرمان غازي د بې حده مینې نښه له دې هم جوتیږي، چې هغه یوازې پر سیاسي خپلواکۍ بسنه ونکړه، بلکې د دې ملت د اقتصادي او فرهنګي خپلواکۍ لپاره یی بنیادي ګامونه واخیستل. هغه په دې پوهیده چې ازادي له ابادۍ پرته دوام نه شي موندلای، نو ځکه د تعلیم او پوهې د عامولو، د نظام جوړولو او عمراني چارو لپاره يي د وخت له اړتیا سره سم کارونه پیل کړل. 

له خپل ملت سره د دې ملتپاله پاچا د بې کچې مینې د اثبات لپاره فقط دا هم بسنه کوي، چې هغه نه یوازې افغانان له بیروني لاسوهنو او حکمرانۍ خلاص کړ، بلکې په کور دننه هم د هر افغان د حیثیت او شرف ساتلو تضمین وکړ. هغه د لومړي ځل لپاره افغانستان د یو اساسي قانون خاوند کړ. داسې قانون چې خلکو ته يي د نورو بشري حقونو تر څنګ د بیان او مطبوعاتو بې مثله ازادۍ هم تضمین کړې وه. 

د اماني دورې د دې هرې کارنامې په اړه بحث او وضاحت داسې ګڼو مجالسو او کتابونو لیکلو ته اړتیا ده، دلته فقط ګل له ګیډۍ په توګه د دې دورې مطبوعاتي برخې پرمختګ او لاسته راوړنو ته اشاره کوو.

اماني دوره د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې یوه داسې بې مثله دوره ګڼل کیږي، چې د کیفیت له پلوه نه له هغې مخکې موجود وو، او نه هم وروسته حتی تر ننه داسې څه ترسترګو شوي. د هغه دور مطبوعاتو د ملتپالنې، ملي یووالي، سمون او پرمختګ په برخه کې داسې خپرونې کولې چې د اغیز ساحه يي یوازې افغانستان نه وو، بلکې ټولو اسلامي هیوادونو او ختیځ ته يي د ازادۍ او ابادۍ غږ کاوه.

       د ۱۲۹۸- ۱۳۰۷ ه. ش کلونو ترمنځ موده هغه دوره ده چې د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې يي د خپریدو د چارو او د ورځپاڼو، جریدو او مجلو د خپریدو په زړه پورې پراختیا په نامه منلای شو. په دې دوره کې ۲۳ ورځپاڼې، جریدې او مجلې د هیواد په مرکز او ولایاتو کې خپرې شوې، په همدې دوره کې وو چې دلومړي ځل لپاره د هیواد په ولایاتو کې د جریدو خپریدل شروع شول .

هغه جریدې چې په اماني دوره کې خپریدې، دلته فقط د هغو نومونه او د ځینو هغو څرنګوالي ته اشاره کوو.

  • امان افغان: په ۱۲۹۸ ه. ش کال د سراج الاخبار پر ځای د ارواښاد عبدالهادي داوي په مدیریت سره خپرونې پیل کړې. مرحوم پوهاند کاظم اهنګ پخپل اثر ( سیر ژورنالیزم در افغانستان) کېد امان افغان د متن په اړه لیکي: (( د امان افغان متن په لږ او زیات توپير هماغه متن دی، چې نن يي د نړۍ ورځپاڼې او جریدي لري. د کیفیت له پلوه يي په مطالبو کې د تشویق، ویښتابه او وطن پالنې روحیه موجوده.))   

ویل کیږي چې امان افغان لومړی په اونیز ډول خو وروسته په ورځنۍ بڼه هره ورځ خپریدله او د امان الله خان د حکومت تر وروستي کاله دوام وکړ.

  • اتحاد مشرقي : دا د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې لومړنۍ ولایتي ورځپاڼه وه، چې د امان الله خان د حکومت په هماغه لومړي کال ۱۲۹۸ کې  خپره شوه. دغه راز په دې دوره کې اتفاق اسلام په هرات کې، طلوع افغان په کندهار ، اتحاد اسلام په بلخ ، اصلاح، حقیقت او ابلاغ په کابل او ستاره افغان د کوهستان په جبل السراج کې د نورو ولایتي رسنیو په توګه راوټوکیدې.
  • معرف معارف: د اماني دورې د مطبوعاتو بله مهمه ځانګړنه دا وه، چې پر ولایتي رسنیو سربیره ګڼې اختصاصي رسنۍ هم تاسیس شوې. معرف معارف یوه له همدې خپرنیو څخه وه چې د وخت د پوهنې وزارت لخوا خپریدله. په دې میاشتنۍ جریده کې د معارف مینوالو او زدکوونکو ته د علم او عرفان اړوند مقالې او مطالب خپریدل.
  • ارشاد النسوان: د افغانستان د ښځمنو لپاره دا ځانګړې اونیزه د علامه محمود طرزي د میرمنې (اسما سیمه) په مدیریت په ۱۲۹۹ ه.ش کال خپره شوه. 

د اختصاصي خپرونو په لړ کې مجموعه عسکریه، ثروت، اینه عرفان، جریده مکتب او مجموعه صحیه نور هغه نومونه دي چې  نظامي، اقتصادي، صحي او علمي موضوعاتو لپاره ځانګړې خپرنۍ وې.

د افغانستان د پرمختګ ارمانجن پاچا غازي امان الله خان د واکمنۍ دورې مطبوعاتي پراختیا او پرمختیا په لړ کې بل بې ساري اقدام د خصوصي جرایدو تاسیسیدل وو. په همدې وخت کې د دولتي ورځپاڼو او جریدو ترڅنګ ګڼې خصوصي جریدې هم رامنځ ته شوې. د ازادو یا خصوصي رسنیو په ایجاد سره افغانستان نه یوازې د یوه ازاد هیواد په توګه نړیوالو ته وپيژندل شو، بلکې د داسې هیواد په توګه چې د اصلاحاتو او ډیموکراسۍ پر لور يي ګامونه اوچتول هم ورمعرفي شو.

په دې دوره کې د هیواد د ژورنالیزم یوه نامتو سرلاري غلام محي الدین انیس په مدیریت د (انیس) په نامه جریده لومړنۍ خصوصي جریده وه چې په ۱۳۰۶ ه.ش کال په کابل کې خپره شوه. 

پر انیس سربیره، نسیم سحر، نوروز، حبیب الاسلام، اتحاد افغان د بیلابیلو نورو جرایدو نومونه دي، چې د مختلفو سیاسي، اجتماعي، دیني او نورو مطالبو ترڅنګ د وخت د حکومت پر نیمګړتیاوو هم انتقادي مطالب خپرول.

د غازي امان دورې د مطبوعاتي پرمختګ او بریاوو دا کارنامې یوازې د لسګونو چاپي رسنیو په یادولو خلاصه کولای نه شو، بلکې افغانستان ته په لومړي ځل د راډیو راتګ یا راډيويي دستګاه جوړیدل بله داسې لاسته راوړنه ده، چې هغه مهال  په ډیرو هیوادونو کې لا چا نه پيژندله. راډیو د خلکو د پوهولو او اذهانو تنویرولو د یوې مهمې وسیلې په توګه په همدې دوره کې رامنځ ته شوه، خو متاسفانه چې دا هر څه د دې مترقي او ملت پروره پاچا له تګ سره په خپله مخه لاړل.

  د هیواد پر ازادۍ او ابادۍ  مین رهبر او مشر د خلوص، ملتپالنې، تدبر او رحم دلۍ نوره څرګنده نښه بله څه کیدای شي، چې کله خپل خلک د ځینو مغرضو داخلي او بهرنیو کړیو لخوا په ناسم پوهاوي او احساساتو ولیدل چې د ده په خلاف راپورته شوي، نو پرته له وینې تویلو او بربادۍ تاج او تخت يي ورپریښود او د وطن د ابادۍ له ارمانه سره جلاوطن شو، تر دې چې له دیاره لرې خپل روح حق ته وسپاره خو له وصیت سره يي سم جسد د وطن غیږې ته راوړل شو.

  شک نشته چې د افغانستان اوسنی او راتلونکي نسلونه به د خپلواکۍ ددې ګټونکي رهبر د کارنامو او مبارزو پوروړي وي، خو دا پور فقط او فقط د هغه د لارې په تعقیب او د هغه د نیمګړو ارمانونو په پوره کولو سره پرې کیدای شي، او هغه ده د استقلال ساتنه، د هیواد ابادي او د افغان ملت سوکالي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب