یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزیو مثبت نظر مو ژوند بدلوي |  واحدګل هاشمي

یو مثبت نظر مو ژوند بدلوي |  واحدګل هاشمي

په ژوند کې حتمي داسې شیبې ممکن ډیرې ووسي چې د یوې موضوع او یا د انساني ژوند اړوند د هر څه په تړاو له چا نظر وغواړئ، دلته بیا مونږ له دوه ډوله عکس العمل سره مخ کیږو. د لومړۍ کټګورۍ خلک مطلق د نیوکې له اوصولو سره نااشنا وي او نه شي کولی مقابل لوري ته په اسانۍ قناعت ورکړي چې ستا دا نظر یا کاروبار حتا لباس ښه ولی دی او خراب ولی دی. ددې ترڅنګ ترسره کول، ویل، اغوستل او داسې هر څه چې وي څه ګټه لري او زیان یې په کوم ځای کې دی. 

دویم یې داسې خلک دي چې د نظر ورکولو یا په یو څه د نیوکې کولو ښه مهارت لري، خو دا خلک په خپله برخه کې مهارت لري نه د ژوند په ټولو چارو کې دوی ته ښه ځکه ویلی شو چې که د یوې موضوع اړوند ترې پوښتنه وکړې چې نظر نه شي درکولی یو مخ منفي درته نه غګیږي بلکې داسې لار درښايي چې ستا یو څه ډاډ ترلاسه شي. د بېلګې په ډول که دې د مسلک سره اشنا نه وي داسې څوک در په ګوته کوي چې په دې برخه کې مسلکي ووسي او حتا بیخي درته ووايي چې زه په دې برخه کې مطلقاً نه پوهیږم چې دا بیا له هغه منفي نظر څخه غوره ځواب دی.

په ځینو مواردو کې ممکن نظر اخستونکی هم پړ ووسي مثلاً غواړي چې تجارت پیل کړي او دی له داسې یوه شخص څخه پوښتنه کوي چې حتا یو مسلکي تجار ملګری هم نه لري، تجارت خو لا په ځای پرېږده. دلته نو باید له داسې چا نظر واخلو څوک چې ستا د موضوع اړوند پوهه ولري د بېلګې په ډول که ته د ریاضي پوښتنه د ریاضي د یوه داسې ښوونکي څخه وکړې چې کلونه یې په همدې برخه کې تدریس کړی نو پایله به یې څه؟ ښکاره ده چې په ډیرې اسانۍ به مو وپوهوي او معادله به درته حل کړي.

دا چې د یوه غوره نظر اخستونکي ټاکنه ستاسې په ژوند څه اغیز کولی شي دلته یو عملي مثال وړاندې کوو، یو وخت یو سپین ګیری سړی د انګلستان د ۱۹ پیړۍ یو مشهور لیکوال، شاعر او انځورګر دانتي ګبریل روسیټي ته ورغی. سپین ګیري بوډا سړي انځورګر ته څو انځورونه وروښودل او ورته یې وویل چې ستاسې په آند دا انځورګري څنګه شوې؟

که څه هم انځورونه لا ددې وړ نه وو چې کتل شوي وئ خو دانتي ګبریل یو مات او خوش مزاجه انسان وو، ورغبرګه یې کړه چې دا انځورونه دومره نه دي ښه. سپین ګیری سړی ددې په ځای چې خواشینی شي کڅوړې ته یې لاس کړ او نور انځورونه یې راووېستل، مشهور انځورګر د لیدو سره سم وویل چې دا انځورونه بیا ډېر ښه دي. که ددې انځورونو له انځورګر سره لږ کار هم وشي نو لېرې نه ده چې یو لوی انځورګر به ورڅخه جوړ شي.

دلته نو د سپین ګیري سړي په سترګو د خوښۍ نښې ښکاري، ګبریل ورته وايي چې څنګه خوښ شوې دا انځورونه خو به دې زوی نه وي کښلي. دی په ځواب کې ورته وايي چې نه! 

دا مې خپل انځورونه دي او ما په ځوانۍ کې رسم کړي وو، که چا ماته هلته دا نظر راکړی وئ نو نن به له ما لوی او په زړه پورې رسام جوړ شوی وو. 

راځو دې ته چې یو کوچنی نظر ستاسې ژوند هم ښه لور ته سوق کولی شي او هم بد لور ته خو پام چې نظر له مسلکي شخص واخلئ. ما په خپل شخصي ژوند کې داسې څوک لیدلی چې یواځې یو نظر یې ژوند ته تغیر ورکړی، ویل یې خراب اقتصادي وضعیت کې مو قرار درلود یو دوست ته مې وویل چې د حل لار راوښایه. راته وویل:

چې ته باید د کاروبار لپاره د هیواد څخه د باندې لاړ شې چې په دې برخه کې پلانی شخص تاسې سره ښه مرسته کولی شي. هماغه وو چې له نښه شوي درکه مرسته غواړي هغه یې یوه بهرني هیواد ته د کاروبار لپاره لیږي چې نن یې شاوخوا ۲۰ کاله تیریږي چې یو منظم اقتصاد لري او له ښه ژونده برخمن دی. داسې هم کیدای شوئ چې نظر ورکوونکي ورته ویلي وئ چې ته دا حالت وزغمه یو په تا خو نه دی ټوله دنیا کې غریبان شته نو ستاسې په آند څه به پیښ شوي وو؟

که له تاسې هم یو چا د یوې موضوع اړوند نظر غوښته نو که تاسې مسلکي یاست په ډېر ښه ډول او په دلیل ورته ځواب ورکړئ. که نه پوهیدای نو بل څوک پوه انسان ورپه ګوته کړئ که بیا داسې هم نه شئ کولئ ورته وویاست چې په دې برخه کې زه نه پوهیږم په خپله یو پوه شخص درته غوره کړئ او نظر ترې واخلئ. دا شرم نه دی چې ورته ووايې چې نه پوهیږم مګر، که غلط نظر ورکړئ ممکن ستا د یوې خبرې د لاسه د مقابل لوري ژوند په خطر کې ولویږي او ټول ژوند په کړاوونو کې تېر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب