دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورنوښتګر خبریال | محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار

نوښتګر خبریال | محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار

عصمت بهیر په ( ۱۳۶۸) لمریز کال د وري میاشتي پر پنځمه نېټه د کندهارښار په دوهمه ناحیه کي د ښاغلي محمد ولي په کورکي دې نړۍ ته راغلی دی.

زده کړي يې په مشرقي عالي لېسه کي پیل کړي او په کال ( ۲۰۱۱) عیسوي کي له یادی لیسې فارغ سوی دی.

نوموړی په یوولسم ټولګي کي ؤ، چي په کندهارکي يې له هیواد راډیوټلویزیون سره په خپرونو او خبرونو کي کارشروع کړ، چي تر ( ۲۰۱۳) کال پوري په یاده اداره کي په کار بوخت پاته سو.

وروسته يې د کانکور ازموینه ورکړه اود کابل پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی سو.

د خپلي ځانګړي لیوالتیا له مخي يې یاد پوهنځي ته اوږه ورکړه او بالاخره په ( ۱۳۹۵) لمریز کال دلیسانس په کچه فارغ سو.

عصمت بهیر د شپاړسم ټولګي پایلیک یا مونوګراف د پښتو ژبي د اوسمهال نازکخیال شاعر محمد صدیق پسرلي د بیلا بیلو مرکو پر رایوځای کولو لیکلی او غواړي، چي خپل دغه مونوګراف په کتابي بڼه د پښتو ادب مینه والو ته هم وړاندي کړي.

ځوان خبریال بهیر له ژورنالیزم او ادبیاتو سره د ځانګړي میني له مخي مطبوعاتو ته راغلی اود اتم ټولګي راهیسي يې هڅه کوله، چي له کومي رسنۍ يې ږغ خپور سي، خو په کور کي يې مشوق نه درلود.

له مطبوعاتو سره ددوی همدا لیونۍ مینه وه، چي په ( ۲۰۱۶) کال کي يې تر اوږدې ازمویني وروسته په کابل کي د(بي، بي، سي) نړيوالي خبري څانګي سره کار شروع کړ، چي لا تراوسه هم هلته دنده لري او هره شپه پر بیلا بیلو موضوعګانو يې راپورونه خپریږي.

دی وایی، ځانګړی ایډیال خبریال نه لرم، خو په ( بي بي سي) پښتو څانګه کي يې د ډاکټرداؤدجنبش او ډاکټرداود اعظمي ږغونه او کارونه ډېرخوښیږي.

ددې پوښتني په ځواب کي، چي د رسنیو په ډګر کي مو په کومه څانګه کي کار کول پر زړه ښه لګیږي؟

دی وایی: « د BBC خبریالان باید ټوله Multi Media یا د ژورنالیزم په بېلا بېلو برخو کې د کار کولو وړتیا ولري. یعني په راډیو، ټلویزیون، انلاین او ډیجیټل په برخو کې تکړه وي اوزه د خدای په فضل اود یارانو په دعاء سره په ټولو یادو برخو کي هوسایم او هڅه کوم، چي څیړنیز کارونه له همدې لاري ولس ته وړاندي کړم. »

زموږ ددې اوونۍ مطبوعاتي څیره زیاتوي، په مطبوعاتي ډګر کي ډېروکسانو ورسره مرسته کړې اولاهم د ملګرو سره په مشوره خپل کارونه مخ ته بیايي او زیاتوي، رسنیزکارونه، چي څومره په مشوره وي، هغومره بریالي وي او ددې ترڅنګ د مطبوعاتي کارونو د چټکتیا لپاره د خبریالۍ کتابونه، مقالې او پر دې سربیره د ( بي بي سي) د ژورنالیزم انلاین اکاډیمي هم تعقیبوي، چي په وینا يې دغه ډول مطالعې يې پر ورځنیو مطبوعاتي کارونو خوراښه اغیز کړی دی.

بهیر زیاتوي،  تر اوسه ېې لا د ژورنالیزم په اړه مقاله او کتاب نه دی لیکلی خو هر هغه څه چې په ورځني کار کې د ژورنالیزم په ډګر کې زد کوي، د خاطراتو په کتابچه کې یې لیکي،شاید یو وخت یې د کتاب په بڼه چاپ کړي.

 د خبریالۍ د خاطرو په اړه يې راته وویل:

 « زما په غالب ګومان ( ۲۰۱۲) کال به و، چي دلته په کندهارکي مي له هېواد ټلویزیون سره کار کوی، د هنرمند په نوم یوه خپرونه مي جوړول، نو په دې خپرونه کي مې د (بي بي سي)راډیودپښتوڅانګي له پیاوړي پروډیوسر ډاکتر صاحب محمد داود جنبش سره دغه هنرمند خپرونه کي مرکه وکړه،خپرونه، چي خپره سوه،نو ډېر خلکو ټلیفونونه راته وکړل، تشویق یې کړم، ویل ډېر بلا یې جنبش صاحب دې چيري پیدا کړی؟

جنبش صاحب خو ډېر مشهور خبریال دی، ډاکتر صاحب داود جنبش تر هغه مهاله پر ټلویزیون چا نه و لیدلی، خو په راډیو کې ږغ د ډېرو پر غوږونو خوږ لګيدي. باور وکړم اوس له جنبش صاحب څخه شرمېږم. نو پوهېږم په کوم جرئت ما له هغه سره مرکه وکړه او څه به مې ورسره ویلي وي. کله نا کله سړی په ماشومتوب کې دومره جرئت وکړي چې وروسته ور ته حیران وي. البته زه د مرکې له کیفیته نارضا نه یم. مرکه ښه راغي خو هغه مهال زما او ډاکتر صاحب جنبش د پوهنې او تجربې تر منځ ډېر توپیر.»

زموږ ددې اوونۍ کندهارمیشتی مطبوعاتي وايي، له هغه وخته، چي له ( بي بي سي) نړېوالي راډیو سره يې کار پيل کړی، په سلهاوو راپورونه يې جوړ کړي، خو په دې وروستیو کي يې په کندهارکي د نوي کال په شپه د سمنو پخولو په اړه او یوبل راپور، چي ( یوکندهاری نان وايي د بي بي سي راډیو د خپرونو دیرش کلن ارشیف لري) په راډیو، ټلویزیون او ویبسایټ کي زیاتو خلکو خوښ کړی او دی هم وايي، چي له دواړو راپورونو راضي دی او په دفتر کي هم د همکارانو لخوا ستایل سوی او ځیني وخت په ټوکي هم ورته وایی، چي « سمنو موږ دي منو!» عصمت بهیر هم مطبوعاتو ته نه لاسرسی د خبریالانو او مطبوعاتیانو په وړاندي یوه لویه ستونزه یادوي.

دده په خبره ځیني دولتي ویندویان تل هڅه کوي، چي له خبریالانو سره د مرکو پرمهال اطلاعات پټ کړي او په دې ډول خلک بې خبره وساتي، مګر مسلکي خبریالان یوازي د ویندویانو پر ورکول سویو  اطلاعاتو بسنه نه کوي، د موضوع په اړه خپله ساحې ته ځي اود خلکو د سترګو لیدل حال هم په راپور کي خپروي.

زما لویه هیله داده، چي د ژوند ترپایه مسلکي خبریال پاته سم، ترڅو ټولني او خلکو ته د خپل دغه سپېڅلي مسلک له لاري په رښتیا سره خدمت وکړم او زما د خدمت پر بنسټ په ټولنه کي مثبت بدلون راسي.

عصمت بهیر په ( ۲۰۱۷) کال کي واده کړی اود واده ثمره يې د ( پاچا خان) په نامه یو زوی دی.

د لیکوالۍ په برخه کي ښاغلي بهیر په ( ۲۰۱۲) کال کي د کندهاري شاعرانو د غوره شعرونو ټولګه ( لابه ډېرګلونه وا سي په دې باغ کي) هم چاپ او خپور کړی دی او هڅه کوي، چي د خپلو شعرونو یوه ټولګه هم چاپ کړي.

۸ – می – ۲۰۱۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب