چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeنندارتونپر افغان خاوره د انګرېزانو حمله؛ د ۱۰۰ کاله پخوا عکسونه

پر افغان خاوره د انګرېزانو حمله؛ د ۱۰۰ کاله پخوا عکسونه

تاند- دا عکسونه نن (پنجشنبه/ د بریتانیا مېل ورځپاڼې خپاره کړي. او ورسره لیکلي یې دي چې بریتانیايي پوځیان له نن څخه ۱۰۰ کاله پخوا (د ۱۹۱۹ او ۱۰۲۰) ترمنځ د پښتنو قبایلو (وزیرو او مسیدو) پر ضد جګړې ته روان دي.

بریتانیايي پوځیان وروسته له دې د وزیرو او مسیدو ځپلو ته واستول شول چې دغو قبایلو د افغانستان د نوي خپلواک شوي حکومت په ننګه پر بریتانیايي پوځیانو حملې پیل کړې.

مېل ورځپاڼه لیکي، په ۱۹۱۹ کې د افغان – انګلیس جنګ له پای ته رسېدو وروسته تقریباً ټولو قبایلو پاڅون پیل کړ چې د افغانستان له نوي دولت سره یوځای شي. بریتانیايي پوځیانو یو کال د وزیرو او مسیدو پر ځپلو تېر کړ.

د تازه خپلواک شوي افغانستان د ملاتړ لپاره د وزیرو او مسیدو د پاڅون د ځپلو لپاره بریتانیايي پوځ وزیرستان ته روان دی
د وزیرستان جګړې (له ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۰) پورې یو کال دوام وکړ
انګرېزان د افغانانو په نسبت ډېره پرمختللې وسله لري
د بریتايي پوځ په یوه کال کې تر ۲ زره زیات سرتېري ووژل شول

 

2 COMMENTS

  1. Hi ,
    What means Daily-Mail paper by those foto`s?
    After 100 yy , their bitches ( paenjabee militias ) do the same war against Wazir-Maseed-Dawarr-Lwanni etc.. Pashtun+Afghan clans…
    Shame on AngloPok. fevj !!

  2. کوم خُشک بوډا د یو چا دروازه ور وټکول د کور خاوند د دروازی له شا څخه وپوښتل
    څوک ئی؟
    بوډا تری وپوښتل دا د سیدو کور دی؟
    د کور خاوند ورته وویل نه دا د اغا لالا کور دی
    بوډا د ځان سره وویل زه مو ادی و………پدی یو ډول نومانو
    بلی
    د انګریزی لښکرو نظامی لباس ټول سل کاله مخکی یونیفورم ؤ
    خو
    اوس همهغه لښکر دی په همهغه دښته او ښار کی
    منتهی
    نن ئې یونیفرم په تن کی نه
    بلکه
    د یوه کنډک لباس لنګوټه ده ږیره ده تسپی دی او تعویذ او پیری او مریدی او د ګیلان د خاطرو بیان
    د بل کنډک لباس نیکټائی ده او ژیړ بریښولی بوټونه او ببر بریتونه
    د بل کنډک لباس هلمندی فرهنګ د اسلام او کفر ترکیب د تریاکو سلطنت د ملا ….. غوندی مُلا توجیهی فتوا
    د بل کنډک لباس ئې د ساده جامه خو د لیبرالیزم د مسلک تشریح
    چی شمیرو ئی بله جمعه به را نوی سی
    بله دا چی
    پدی لښکرو کی رسمی ژبه پښتو او پارسی ده البته ازبکی هم پکی چلند لری
    سل کاله مخکی لښکر ظاهراً مات سو
    خو
    اوسنی لشکر ئی ظاهراً مات کړه
    څه ئی مات کړه؟
    په موږ ئی د شوروی ملا ور ماته کړه
    او
    زموږ ملا ئی په موږ را ماته کړه
    کاشکی دا بړوه لښکر یا نه وای راننوتی یا بیرته نه وای وتلی
    کاشکی دا بل مُرده ګو شوروی یا نه وای راننوتی یا بیرته نه وای وتلی
    په څلورو واړو حالتونو کی به موږ اوس په کومه بله سینما کی ناست وای
    البته نن هم په کومه بله سینما کی ناست یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب