دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاد غاړې د قولنج ایستلو خطر

د غاړې د قولنج ایستلو خطر

تاند- یوې ځوانې بریتانیايي نجلۍ یوه شپه د تلویزیون کتلو په ترڅ کې وغوښتل چې د غاړې ښخوالی وباسي چې ناببره یې په غاړه کې ټک شو. کټ مټ هماغسې چې د ګوتو له بندونو څوک ټک باسي.

دا نجلۍ، چې نټالي کونیکي نومېږي او ۲۳ کلنه ده، وايي چې پخوا یې هم دا ډول ږغونه په خپلو مفصلونو کې اورېدلي نو اهمیت یې ور نه کړ خو شاوخوا ۱۵ دقیقې وروسته چې یې وغوښتل تشناب ته لاړه شي، که ګوري چې نه شي ولاړېدای.

د ډیلي مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، د کونیکي انډیوال سمدستي امبولانس راوغوښت او دا یې روغتون ته ورسوله. ډاکترانو له معاینې وروسته معلومه کړه چې دې نجلۍ د غاړې د ښخۍ د ایستلو په مهال د غاړې یو مهم شریان یا رګ پرې کړی دی او دا کار سبب شوی چې د هغې په مازغو کې وینه غوټه شي او مغزي سکته ورته پېښه شي.

مغزي سکته د دې د بدن نیمايي خوا فلج کړه.

ډېر خلک دا کار کوي، خو ناببره د غاړې د ښخۍ ایستل دا ډول خطرونه لري.

ډاکتران وايي چې باید د غاړې په برخه کې د ښخۍ او قولنج د ایستلو هڅه ونه کړئ ځکه چې د غاړې په برخه کې مهم رګونه شته چې مازغو ته وینه رسوي.

اغلې کونیکي اوس په روغتون کې بستر ده خو ډاکتران وايي، نه پوهېږي چې د بدن نیمايي فلج شوې خوا به یې جوړه شی او ک�� نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب