شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeټولنیزد افغانستان د پوهنې وزارت تاریخچه

د افغانستان د پوهنې وزارت تاریخچه

ګل آغا احمدي وردګ  

په افغانستان کې د پوهنې تاریخي بهیر مختلف پړاوونه لري خو دغه بهیر هغه مهال په دې ټاټوبي کې نسبتاً پياوړی شکل غوره کړ چې د افغانستان وګړي د اسلام په سپېڅلي دین مشرف شول او دغه سیمه د اسلامي علومو د یو ځواکمن مرکز په توګه و ځلیدله او ګڼ شمېر پوهانو څېړنیز آثار و پنځول. د لوی افغانستان ویاړمنې سیمې د تاریخ په اوږدو کې لوی لوی عالمان په خپله غېږه کې زیږولي دي چې فارابي، ابن سینا، مولانا جلال الدین بلخي، خوشحال خان بابا، عبدالرحمن بابا، سلطان محمود غزنوي، احمدشاه بابا، زرغونه انا، رابعه بلخي، سیدجمال الدین افغان او داسې نورو شخصیتونو نومونه د ساري په توګه یادولی شو چې دغه ستره خاوره یې د زیږیدلو ویاړ لري او د خپل وخت د علم او عرفان ستوري وو. همدارنګه د امام بخاري (رح)، امام محمد شیباني (رح)، حافظ شیرازي، اقبال لاهوري او داسې نورو علماوو او پوهانو د زیږیدلو ټاټوبي هم د نني  افغانستان په ګاوڼد کې قرار درلود او د تاریخ په مختلفو دورو کې د لوی افغانستان د جغرافیايي قلمرو برخې وې.

ګل آغا احمدي

د افغانستان د پوهنې معاصره بڼه له پخوانیو دورو سره نېغه اړیکه لري او د لوی احمدشاه بابا د حکمرانۍ  څخه وروسته چې کوم سیاسي نظامونه په دې خاوره راغلي، هر نظام په خپل نوبت سره په لږ یا زیاته پيمانه د پوهنې له بهیر سره اړیکه نیولې، په دربارونو کې یې لیکوالانو او شاعرانو ته ځای ورکړی وو، د حکومتي چارو د پرمختګ لپاره یې کاتبان او ژباړنکي روزلي، د خپل وخت له ځینو بهرنیو تعلیمي موسساتو سره به یې اړیکه نیوله او هڅه یې کوله چې په هېواد کې د پوهنې مشالونه بل کړي. د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ پر مهال چې له ۱۲۴۲ څخه تر ۱۲۵۸ هجري لمریز کال پورې یې دوام درلود، پوهنه په افغانستان کې د حاکم نظام رسمي برخه و ګرځېده. په همدې دوره کې ښاغلی قاضي عبدالقادر خان د پوهنې د آمر په توګه دنده اجرا کوله او دوه بابه ښوونځي یې په کابل ښار کې تاسیس کړل چې یو باب د (خوانینو ښوونځی) په نامه وو او په بالاحصار کې یې موقعیت درلود. بل ښوونځی د (حربي ښوونځی) په نوم وو چې په شېرپور کې موقعیت درلود او ۳۰۰ تنو زده کوونکو ته یې د عسکري زده کړو تر څنګ د لیک لوست، ریاضي، دیني، ساینسي، تاریخي او جغرافیایي علومو د زده کړې تسهیلات برابر کړي وو. د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د عصري پوهنې بنسټ په اساسي ډول کېښودل شو او په ۱۲۸۰ هجري لمریز کال د حبیبیه لېسې په جوړېدو سره رسما پيل شو. خو لا هم د پوهنې وزارت نه وو تشکیل شوی، د پوهنې د چارو مسوول به د (پوهنې د ناظم) په نوم یادېده چې ۴ تنو ناظمانو هر یو سردار نصرالله خان، سردار عنایت الله خان، سردار عبدالرحمن خان او سردار عبدالحبیب خان په همدې دوره کې د پوهنې د ناظمانو په توګه دندې اجرا کړې دي. د پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۹ هجري لمریز کال هغه مهال تشکیل شو چې غازي امان الله خان د افغانستان پاچا وو او سردار سلیمان خان د افغانستان د پوهنې لومړنی وزیر ګڼل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزیران

د پوهنې له اوسني سرپرست وزیر ښاغلي میرویس بلخي څخه د مخه د هېواد په تعلیمي نظام کې ۴۷ تنه وزیران او مسوولین تېر شوي او د پوهنې په برخه کې د خدمت جوګه ګرځېدلي دي. په دې ځای کې د پوهنې د مسوولینو او وزیرانو نومونه د دوی د رسمي خدمت له اړوندو کلونو سره یو ځای ذکر کېږي:

۱.قاضي عبدالقادر خان، په ۱۲۴۲ او ۱۲۵۸ هجري لمریز کلونو کې د افغانستان د پوهنې آمر وو.

۲.سردار نصرالله خان نایب السلطنه، له ۱۲۸۰ څخه تر ۱۲۹۱ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې د چارو ناظم وو.

۳.سردار عنایت الله خان له ۱۲۹۱ څخه تر ۱۲۹۸ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې د چارو ناظم وو.

۳.سردار عبدالرحمن خان په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال کې د افغانستان د پوهنې د چارو ناظم وو.

۴.سردار عبدالحبیب خان له ۱۲۹۸ څخه تر ۱۲۹۹ کال هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې د چارو ناظم وو.

۵.سردار سلیمان خان چې د پوهنې لومړنی وزیر ګڼل کېږي او د همده په موده کې د پوهنې وزارت تشکیل شوی، له ۱۲۹۹ څخه تر ۱۳۰۱ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۶.سردار حیات الله خان له ۱۳۰۲ څخه ۱۳۰۳ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۷.سردار فیض محمد زکریا له ‍۱۳۰۴ څخه تر ۱۳۰۷ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۸.سردار علي محمد خان له ۱۳۰۸ څخه تر ۱۳۱۲ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۹.اعلیحضرت محمد ظاهرشاه چې د ۴۰ کلونو لپاره د افغانستان پاچا وو، په ۱۳۱۲ هجري لمریز کال کې د خپل پلار له مړینې څخه د مخه د څلورو میاشتو لپاره د پوهنې وزیر وو.

۱۰.سردار احمدعلي خان له ۱۳۱۲ څخه تر ۱۳۱۶ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۱.سردار محمد نعیم خان له ۱۳۱۶ څخه تر ۱۳۲۵ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۲.سردار نجیب الله تورویانا له ۱۳۲۵ څخه تر ۱۳۲۷ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۲.سردار عبدالحسین عزیز له ۱۳۲۷ څخه تر ۱۳۲۸ کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۴.دوکتور عبدالمجید له ۱۳۲۹ څخه تر ۱۳۳۴ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۵.دوکتور علي احمد پوپل له ۱۳۳۴ څخه تر ۱۳۴۳ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۶.محمد هاشم میوندوال په ۱۳۴۳ هجري لمریز کال کې د څه مودې لپاره د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۷.دوکتور محمد انس له ۱۳۴۳ څخه تر ‍۱۳۴۴ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۸.دوکتور محمدعثمان انوري له ۱۳۴۴ څخه تر ۱۳۴۶ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۱۹.دوکتور محمد اکرم حسن له ۱۳۴۶ څخه تر ۱۳۴۷ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۲۰.دوکتور عبدالقیوم له ۱۳۴۸ څخه تر ۱۳۵۰ کال هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۲۱.دوکتور حمیدالله عنایت سراج له ۱۳۵۰ څخه تر ۱۳۵۱ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۲۲.دوکتور محمد یاسین عظیم له ۱۳۵۱ څخه تر ۱۳۵۲ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۲۳.دوکتور نعمت الله پژواک له ۱۳۵۲ څخه تر ۱۳۵۳ هجري لمریزکال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.  

۲۴.پوهاند دوکتور عبدالقیوم وردګ له ۱۳۵۲ څخه تر ۱۳۵۵ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۲۵.دوکتور محمد ابراهیم مجید سراج له ۱۳۵۵ څخه تر ۱۳۵۷ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۲۶.غلام دستګیر پنجشیري له ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۵۸ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۲۷.دوکتور اناهیتا راتب زاد له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۵۹ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیره وه.

۲۸.دوکتور عبدالرشید جلیلي په ۱۳۵۹ کال کې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۲۹.دوکتور فقیر محمد یعقوبي له ۱۳۵۹ څخه تر ۱۳۶۳ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۳۰.عبدالصمد قیومي له ۱۳۶۳ څخه تر ۱۳۶۶ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۳۱.دوکتور غلام رسول رسولي له ۱۳۶۶ څخه تر ۱۳۶۷ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۳۲.محمد سالم مسعودي له ۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۶۸ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۳۳.دوکتور خدایداد بشرمل له  ۱۳۶۸ څخه تر ۱۳۶۹ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۳۴.معصومه عصمتي وردګ له ۱۳۶۹ څخه تر ۱۳۷۱ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیره وه.

۳۵.حاجي عزیزالله دین محمد له ۱۳۷۱ څخه تر ۱۳۷۲ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۳۶.پوهاند محمد فاضل له ۱۳۷۲ څخه تر ۱۳۷۴ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۳۷انجنیر احمدشاه احمدزی له ۱۳۷۴ څخه تر ۱۳۷۵ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۳۸.سید غیاث الدین آغا له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۷۷ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.  

۳۹.مولوي امیرخان متقي له ۱۳۷۷ څخه تر ۱۳۸۰ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۴۰.پوهاند رسول امین له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۸۱ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۴۱.محمد یونس قانوني له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۲ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۴۲.احمد مشاهد په ۱۳۸۳ هجري لمریز هجري لمریز کال کې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۴۳.نورمحمد قرقین له ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۸۴ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۴۴.محمد حنیف اتمر له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۷ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۴۵.دوکتورغلام فاروق وردګ له ۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۹۳ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۴۶.دوکتور اسدالله حنیف بلخي له ۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۶ هجري لمریز کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو.

۴۷.ډاکتر محمد ابراهیم شینواری له ۱۳۹۶ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر وو.

باید وویل شي چې د یو شمېر نورو کسانو نومونه هم د پوهنې د وزیرانو په توګه یاد شوي او دغه کسان یا خو د مجاهدینو په جلاوطنه حکومت کې د پوهنې وزیران وو او یا یې د هېواد په تاریخي لاسوندونو کې د خدمت په هکله زیات معلومات نشته دی لکه:

۱.صاحبزاده شېرجان خان چې ویل کېږي په ۱۳۰۷ هجري لمریز کال کې د ښاغلي حبیب الله کلکاني د نظام د پوهنې وزیر وو.

۲.مولوي میرحمزه په ۱۳۶۶ کال په پېښور کې د مجاهدینو د جلاوطنه حکومت د پوهنې وزیر وو.

۳.دوکتور فاروق اعظم په ۱۳۶۷ کال په پېښور کې د مجاهدینو د جلاوطنه حکومت د پوهنې وزیر وو.

۴.سردار محمد روشن له ۱۳۶۹ څخه تر ۱۳۷۱ هجري لمریز کال پورې په پېښور کې د مجاهدینو د جلاوطنه حکومت د پوهنې وزیر وو.

۵.همدارنګه د مولوي جلال الدین حقاني، مولوي جلیل الله مولوي زاده او محمد الیاس زره نومونه هم په ځینو تاریخي لاسوندونو کې شته چې ګواکي د پوهنې د وزیرانو په توګه تعین شوي خو د پوهنې په وزارت کې یې دندې نه دي اجرا کړې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د معارف د نظام بشپړ تاریخ د پوهنې د وزیرانو له ژوندلیکونو سره یو ځای د همدې کرښو لیکوال (ګل آغا احمدي) په یو اثر کې راټول کړي چې (د افغانستان د پوهنې تاریخي بهیر) نومېږي او په ۱۳۹۵ کال د پوهنې وزارت چاپ کړی دی.

اخځلیکونه:

۱.احمدي وردګ، ګل آغا، د افغانستان د پوهنې تاریخي بهیر، د پوهنې وزارت، ، بهیر مطبعه، کابل، ۱۳۹۵ ه ل.

۲.زهیر، پاینده محمد او محمد یوسف علمي، د افغانستان د معارف تاریخ لومړی او دویم ټوک، د پوهنې وزارت د دالتالیف ریاست، کابل، ۱۳۳۹ ه ل.

۳.رفېع، حبیب الله، د افغانستان کابینې، د افغانستان د معلوماتو مرکز، کابل، ۱۳۹۰ ه ل.

۴.احمدي وردګ، ګل آغا، سوله په مکتبونو کې، بهیر مطبعه، کابل، ۱۳۹۲ ه ل.

۵.کامګار، جمیل الرحمن، تاریخ معارف افغانستان، بنګاه انتشارات میوند، کابل، ۱۳۸۷ ه ل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب