یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکالمونهآيا دا شونې ده چې خليلزاد د موقتي ادارې مشر وټاکل شي؟

آيا دا شونې ده چې خليلزاد د موقتي ادارې مشر وټاکل شي؟

تاند- د افغانستان امنیتي چارواکي هغه راپورونه ردوي چې پر اساس یې ادعا شوې وه چې امنیتي ځواکونو په کابل کې ملاعبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ وویل، امنیتي ځواکونو د ملاضعیف کور محاصره کړی نه دی بلکې امنیتي ځواکونه استول شوی چې د مځکو یو غاصب (طوطي) ونیسي.

په خپله ملا عبدالسلام ضعیف هم ادعا کړې وه چې پولیس یې د کور شاوخوا ته ځای پر ځای شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ملا عبدالسلام ضعیف کور هم په هغه ځای کې دی چې د مځکو د غاصب (طوطي) کور دی.

دا وزارت وايي چې پولیس هڅه کوي طوطی ونیسي نه ضعیف.

 درنودوستانو! کله، چې د امريکا او طالبانو ترمينځ د افغانستان د سولې په تړاو خبرې پېل شوې،ايله څوورځې به تېرې وې چې ما د نيوزويک د يوه خبرپه بنسټ چې په 2018 کال د ډسمبر23مه خپورشوی وو، يو مضمون وليکه، چې ښايي دوه مياشتې به کېږي او بيا مې په تاند او افغان جرمن ویبپاڼو کې خپور کړ…دا دې دغه ليکنه يوځل بيا کټ مټ خپروم، چې د اوسمهال له تودو خبرو سره تړاو لري…په ډېرې بښنې، يوځل بيا د درنو دوستانو پام ورته راړوم : )


استاد شهسوار سنګروال

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په وروستيو کې زلمی خليلزاد په سياسي لحاظ ډېر فعال شو…داسې اوازې او انګازې وې، چې خليلزاد غواړي ولسمشريزو ټاکنو ته راودانګي اوان تر دې، ده غوښتل چې يوه سياسي خوځښت ته لاره پرانيزي…په دې تړاو يې هېواد کې دننه او يو شمېربهرنيو هېوادونو کې، ځنې کسان دېته ګومارلي وو، چې د ده د شخصېيت ستاينه وکړي .

لکه څرنګه چې د ده سياسي هلې ځلې په ناڅاپي توګه په توره شپه کې پيل شوې وې په ناڅاپي توګه په توره شپه کې پايته ورسېدې …!؟

کله به چې د ده له ګومارل کېدو پوښتنه کېده، چې دا ولې هرڅه په ټپه ودرېدل؟ نو هغو چې د پېښو په اړه کوم سیاسي ځواب نه درلود بس همدومره يې ويل، چې اوس يې وخت نه دی، ولې رښتنې انګېرنې داسې وې، چې د وخت امريکايي چارواکو په ځانګړي ډول دموکراتانو له لمنې ونيو او په ځای کېنوه… .

اوس چې جمهوريتپاله ګوند د امريکا د چارو واګې په لاس کې لري او خليلزاد هم د دغه ګوند غړيتوب لرې، نو ځکه خو لکه څرنګه چې د بن کنفرانس کې د ده رول ټاکونکی وو. داسې غواړي چې له طالبانو سره د افغانستان د روان کړکېچ په تړاو هم يوه سياسي جورجاړي ته ورسېږي…!؟ .

هغه مهال، چې ټرمپ د امريکا ټولټاکنې وګټلې د خليلزاد پلويانو داسې ګړنجوله، چې ښايي دی د امريکا د بهرنيو چارو وزير شي، خو چې نه شونو بيا کله چې ټرمپ د جنوبي اسيا لپاره خپله ځانګړې ستراتيژي اعلان کړه، يو ځل بيا دا خبرې راغبرګې شوې، چې ښايي دی د امريکا د ولسمشرد سيمه ييزو چارو ځانګړی سلاکارو ټاکل شي… .

له دې ټولو اوازو وروسته اوس پېښو وښوده، چې خليلزاد د روان کال د ډسمبرپه 22 مې نېټې د امريکا د بهرنېيوچارو وزا رت سلاکار وټا کل شو.

په يادې نېټې د امريکا د بهرنېيوچارو وزير؛ پامپېيو؛ وویل، زلمی خليلزاد به د امريکا د بهرنيوچارو د ځانګړي سلاکار په توګه د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې د خبرو رهبري وکړي.

طالبانو په وار وار له ډلييزو رسنيو او خپرونو سره دا خبرې کړي دي او کوي يې، چې زموږ واکمني د امريکا د وسله وال بريد له امله له مينځه وړل شوې ده، نوځکه زموږ د خبرو لوری امريکا ده، نه افغانستان… .

په 1397کال د ميزان په 14مې نېټې، چې د 2018کال د اکټوبر له شپږمې سره برابره وه خليلزاد کابل ته راغی او د افغانستان له چارواکو سره، چې ولسمشراشرف غني هم وو، د يوې ناستې په ترڅ کې سيمې ته د خپل سفرپه تړاو معلومات وړاندې کړل، چې په بېلا بېلو وختونو کې له قطر، سعودي عربستان او پاکستانه، په ځانګړې توګه دوحه کې له طالب استازو سره ليدنه کړې وه… …

دا خبره ډېره د اندېښنې وړده، چې ولسمشر د نورو چارواکو په څېر، هغه هم د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د سولې په اړه د افغان الاصله امريکايي له خولې نه خبرېږي، دلته دی، چې د افغانستان ملي حاکمېت او د ولس په رايو راغلی ولسمشر تر پوښتنې لاندې دی!؟ .

په کا ردا وو، چې د افغانستان د ملي حاکميت او د ولسمشر د اتوریټي لپاره يې اشرف غني سره ليدلي وای او بيا د هغه له خولې د افغانستان خلکو، د سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه معلوماتو ته لاسرسی پيدا کړی وی… .

داسې ښکا ري چې اشرف غني بيخي يوازې دی،په ده وروستی غوښن ګوزارله اتمر نه وروسته د بهرنيو چارومرستيال وزيرحکمت کرزي وکړ، چې په ډېرنازک وخت کې له دندې استعفا وکړه .

داسې برېښي چې اشرف غني د روان کړکېچ له مخې د سياسي پېښو قرباني دی او طالبانو هم مرګوني او خونړي بريدونه، د دې لپاره زيات کړي دي، چې په حکومت فشار زيات کړي اود سولې په نوم، چې کوم خوځښت روان دی، ډېرامتيازات ترلاسه کړي .

د ډلييزورسانېيود پا يلوله مخې داسې انګېرنې شتون لري،چې د خليلزاد نرمه ژبه اوله طا لبانوسره پټې خبرې، چې ډېرجزیيات يې لا ډاګيزه شوي نه دي، کوم څه په لاره دي!؟

داسې ګونګوسي ترغوږو کېږي، چې د طالبانو له دغو وړاندېزونو، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، د دوئ بنديان خوشې شي …ښايي يو بل وړانديز يې د سولې د عملي لارو چارو لپاره د اوي، چې د دې حکومت يا ووايو ولسمشريزو ټولټاکنو ته لږ وخت پاتې دی، که چېرې په دغه موده کې د سولې لپاره يو پرمختګ په پام کې وي، نو بايد يو انتقالي حکومت رامينځته شي… .

د طالبانو دغه وړانديز، چې بهرني ځواکونه بايد هرومرو پرته له کوم ځنډ اوخنډ نه له افغانستانه ووځي، په دې تړاو په 2018 کال د سپتمبرپه 23مې نېټې؛ نيوزيک؛ د يوې باوري سرچينې له مخې وويل، چې له افغانستانه، د امريکايي پوځيانو وتل ښايي په 2020زيږدي کال پيل شي .

ورپسې يوه بل را پورزياته کړه، چې ولسمشر ټرمپ غواړي، چې د نوامبر په مياشت کې د کانګرس له مينځپړاوه ټاکنو وروسته له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي…؟ .

ولې ناټو غړو هېوادونو وویل، تر هغې چې طالبان له جګړې لاس وانخلي پوځيان به ونه باسي. …

اوس نوکه چېرې سوله ريښتنې بڼه خپله کړي په کار دی، چې ټولې خواوې په سيمه کې. سياسي، پوځي او اقتصادي انډول خپل کړي… .

د افغانستان پېښوته په کتو سيمه او نړۍ اوس ديته متوجې دی، چې په افغانستان کې په مستقيم اوغيرمستقيم ډول خپلې ګټې وساتي …ولې بيا هم د سيا سي او پوځي کړکېچ له مخې درې ښکېلې خواوې ډېرې مهمې دي  :

– لومړی پخپله افغان ولس، چې د افغانستان په څلوېښت کلنې غميزې کې درانه غمونه زغملي دي، کورنۍ يې له مينځه تللي، وژل شوي او راز راز بد مرغيو سره لاس او ګرېوال شويدي…په وروستئ يوه نيمه لسيزه کې هم د بهرنيو ځواکونو د ځمکننېيو اوهوايي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي او په سرو وينو کې لمبېدلي دي…په ځانمرګه بريدونو کې اولادونه، پلرونه لوی واړه نر او ښځې له لاسه ورکړي دي، په ټاکنوکې برخه اخستې خو ګوتې پرې شويدي او په ډېرې بېرحمې له مينځه تللي دي…د وينو په قيمت يې داساسي قانون په رڼاکې مقننې، قضايې اواجرايې قوايې رامينځته کړې اود يوه د ولت بنسټ يې ايښی دی…اوس چې سوله مينځته راځي، دا چې ډېره قرباني هم دوئ ورکړېده، د دوئ غوښتنې بايد ټاکونکې وي……

-دويم طالب، چې د روان کړکېچ بل لوری دی، دوئ انګېري، چې ګنې موږ حکومت او باچاهي له لاسه ورکړې ده…همدا موږيو، چې د بهرني ېرغل پر وړاندې درېدلي يو او په دې لاره کې مو درنه قرباني ورکړې ده……

–  درېيم د نړۍ اوسيمې هېوادونه، په دغه لړکې د امريکا متحده ايالات په دې اندی، چې ګنې ځاني،اقتصادي او سياسي قرباني يې ورکړې او د ترهګرو پر وړاندې جنګېدلې دي، په اصطلاح دوئ دي، چې ډبره په سينه وهي اوځانونه د نړۍ خواخوږي ګڼي…!؟

اوس داسې انګېرل کېږي،چې با يد په راتلونکي کې په داسې يوجورجاړي خبرې وشي، چې د ټولو خوا يې ګټې په پام کې ونيول شي اوبيا د تېرپه څېر دارنګه خونړي جګړې راغبرګې نشي…د داسې جوړښت يووړانديز د زلمي خليلزاد د پلويانوله خوا،چې يوبل ته خوله په خوله رسېږي،هغه دادی،چې خليلزاد بايد د مواقتي ادارې د ريس په توګه ونومول شي…دوئ انګېري، چې حامد کرزی اواشرف غني هم بهرنی تا بېعت درلود اوخليلزاد هم د ورته دريځ څښتن دی …ولې دا پوښتنه په خپل ځاې ده، چې د خليلزاد، کرزی اوغني نېشنلټي يوله بله توپيرلري …!!؟؟

2 COMMENTS

  1. karzai&his corrupt team also is part of khalilzad decision.
    the only chance for afghans is election.
    afghans must do election &peace,
    PEACE WITH TALIBS& ELECTION WITH CORRUPT BAND.
    AFGHAN ADVISORS JERGA MUST DO BOOTH PROCEDURE,
    THE MEAN; PEACE WITH TALIBS&ELECTION WITH OTHERS.
    THANK YOU

  2. The answer may be a big no now. Because Dr. Khalizad is an established American Political diplomate combined with top security clearances that enable him to explore more opportunity here in the U.S.

    Although he is born in Afghanistan with a natural feeling of attachment to ones birth place, he has spend decades in the U.S. in which being an American is not require proof of bloodline and as such assimilation and dedication to feel home is as good as natural.

    Loosing all that may weigh much heavier than stepping in to unpredictable outcome potentially awaiting him in Afghanistan.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب