یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeمقالېدریمشورتي جرګه او د سولې مذاکرات | نیلاحسن

مشورتي جرګه او د سولې مذاکرات | نیلاحسن

په هیواد کی د سولې د خبرو له پر مختګ سره سم افغان حکومت راتلونکې میاشت د مشورتي لویې جرګې په را بللو ټینګار کوی  چې نه یوازې حکومت بلکې ټول افغانان د سولې په پروسې کي ګډون ولري. د افغانستان د سولې خبرو اترو یوازې افغان حکومت او سیاستوال نه بلکې د سیمې هیوادونه او د هیواد ستراتیژیک ملګري لکه متحده ایالات هم بوخت ساتلي دي. په دوحه کې  د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د مذاکراتو دوام او د طالبانو له خوا د افغان حکومت په مرسمیت نه پیژندل دا مذاکرات نور هم ستونزمن کړي دي. سره له دې حالاتو، د حکومت ټنیګار د مشورتي جرګې په جوړولو او عامو خلکو ته ونډه ورکولو د سولې په پروسې کې که څه هم  مثبت ګام ښکاري خو د دې تضمین چي د جرګې وړاندیزونه به تر کومې اندازې د سولې به خبرو اترو کی پلي شی، نشته.

د قومونو او مشرانو مشورتي جرګې د افغانستان په سیاسیي تاریخ کي مهمه ونډه لوبولې ده، تر دې پورې چې د مدرن افغانستان په جوړولو کې د احمد شاه بابا په وخت کې، لیرې سیمې د قومي مشرانو په واسطه د افغانستان په خاوره کې شامل شول. په هیواد کې د دوامداره جګړو له امله، له لسیزو را په دې خوا، قومي جرګې او شورا ګانې د خلکو لپاره د ټولنیر عدالت لپاره یوازینی ځای شمیرل کیږي. د تاریخي اسنادو پر بڼسټ، لومړۍ  لویه جرګه د میرویس خان هوټکي په دوره او ۱۷۰۷ کال کې تجوړه شوې ده. د هغه وخت نه را په دې خوا تر ننه پورې ډيرې لویې جرګې دایرې شوي چې نه یوازې د افغانانو د لرغوني کلتور استازیتوب کوي بلکې د هیواد مختلفو قومونو یووالی د ستنونزو په وړاندې ښیي.

مطالعات ښیي چې په پراخه توګه قومي توپیر لرونکي هیوادونه د سیاسي او اقتصادي ستونزو سره د نورو هیوادونو په پرتله ډیر مخ وي ، ځکه چي دا هیوادونه په هر ګام کی اړ وي چی ډیر وخت او مالي امکانات ملی موافقې ته پر رسیدولو  مصرف کړي. له دې امله، د وروسته پاتې هیوادونو د نه پرمختګ یو دلیل د نورو لامولونو ترڅنګ قومي، ژبني او نژادي توپیرونه بلل کیږي چې په هیوادونو کې د مرکزي او قوی سیاسي ادارو د جوړیدلو مخنیوی کوي. افغانستان د ۱۳ نه ډیرو قومونو له درلودلو سره، یو له هغه هیوادنو نه دی چی د بهرني ستونزو ترڅنګ له ډیرو داخلي ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې تر ډیره حده پوري د دې ستونزو سرچینه همغه قومي توپیرونه او باررونه دي چې د افغانستان د  جوړښت سره سم سم زیږدلې دي. په داسې شرایطو کې، لویې جرګې د ټولو قومونو او مفکورو شمولیت د ملي پریکړو پروسې ډادمنوي. که څه هم په سیاسي جرګو کې تر اوسه لا ښځې کمرنګه برخه لري، خو په را روانې مشورتي جرګې کې ۳۰ سلنه ونډه ښځو ته ورکړل شوې چې د تیرو جرګو په پرتله لوړه سلنه بلل کیږي.

د تیرو جرګو پایلو ته په کتو او د سولې د خبرو اترو د اوسني حالت په لیدلو سره، دا څرګنده ده چې پرته له افغان حکومت نه، د سولې په خبرو کې نورو ښکېلو خواوو د جرګې رابلل او بیا د جرګې له پریکړو سره خاصه لیوالتیا نه ده ښودلې. یو دلیل چې افغان حکومت په مشورتي جرګې په جوړولو باندي ټنیګار کوي  دا دی چې د جرګې په جوړولو سره به حکومت وکولی شي خپل سیاسي دریځ په دې‌ پروسه کې پیاوړی کړي.

که څه هم د لویو جرګو یوه موخه داده چې په ملي او مهمو پرېکړو کې د ټولو افغانانو ګډون تصمين کړي، خو له ټولو ولایتونو او قومونو د استازو ګډون په جرګې کی د یوې  ټول اړخیزې او مشارکتي پروسې استازیتوب نه کوي. همداراز، د تېرو جرګو د تجربې له مخه، د څو واکمنو قومي مشرانو ګډون او غږ د نورو ګډونوالو ګډون په مجلس کې تر ډیره حده تر تاثیر لاندې رواړي. سره له دې نمیګړتیاوو سره، اوسني وخت ته په کتلو سره ډیری افغانان د سولې په هدف د لویې جرګی رابللو ته خوشبينه دي خو پوښتنه دا ده چې د جرګې رابلل به څومره د سولې د مذاکراتو په پروسې اغیزمن وي؟ په داسې حالاتو کې  چې د جرګې د جوړولو نه مخکي، د طالبانو او د متحده ایالاتو مذاکراتو په دوحه کې د پام وړ پرمختیګ درلودلی دی تر دې حده چې دواړوو خواو په یوې مسودې موافقې ته هم سره رسیدلي دي.


(اغلې نیلا حسن، د امریکا په اوهایو پوهنتون کې د ارتباطاتو او پرمختیا په برخه کې ماستري کړې ده.)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب