یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاعناب او درملیزې ګټې یې

عناب او درملیزې ګټې یې

عناب چې د سرې خرما او چینایي خرما په نوم هم پېژندل کېږي، علمي نوم یې (Ziziphus jujube)دی. دا په اصل کې د ګرمې هوا لرونکو سیمو مېوه ده، چې په زیاته کچه معدني مواد، ویټامین سي او ويټامین (B12) لري.

که څه هم چې بیه یې لوړه ده، خو ګټې ته په کتو بیا ډېر ارزښت لري. دا چې عناب په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انټي اکسیډان لري، نو د بېلابېلو سرطانونو مخه هم نیسي.

د پوستکي حساسیت له منځه وړي، د بې خوبۍ مخنیوی کوي، د وینې جریان منظموي، د سرطاني ناروغیو پر وړاندې مبارزه کوي، هډوکي کلکوي، وزن کنټرولوي، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي، د سټرېس او ژور خپګان مخه نیسي، د خوړو په هضم کې مرسته کوي او وینه تصفیه کوي.

دا چې په زیاته کچه کاربوهایدرېت لري، نو که په خوړو کې یې انډول په پام کې ونه نیول شي، په وینه کې د قندو کچه لوړوي. د یادولو ده چې اوس د افغانستان په فراه ولایت کې هم خلکو د دې مېوې د بڼونو جوړولو ته مخه کړې ده. همدا سږ کال بڼوالو په فراه کې لږ تر لږه ۳۰۰ زره کیلوګرامه د عنابو حاصل راټول کړی دی.
حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب