شنبه, جولای 6, 2024
Homeټولنیزد ژوند او کار ترمنځ انډول | فضل اکبر وزيري

د ژوند او کار ترمنځ انډول | فضل اکبر وزيري

د کار او  ژوند ترمنځ د انډول مفهوم نوی دی، د لومړي ځل لپاره د (۱۹۷۰) کال په پای کې په برېتاینا او په (۱۹۸۰) کال په امرېکا کې په کار يوړل شو، د دندې او ژوند د انډول بحث په اوس او راتلونکو لسیزو کې به یو له مهمو بحثونو څخه وی، چې د ډېرو پام يې ځانته را اړولی دی،  د تکنالوژۍ په پرمختګ او وروستیو بدلونونو سره کارکوونکي کولای شي،د ۲۴ ساعتونو په جريان کې اوه ورځې هره لحظه خپله دنده سرته رسولای شي. د ځيرکو ټیلیفونو  او له لرې واټن څخه ټکنالوژیک کار په دې معنی، چې خلک حتی په رخصتيو کې هم بغير له کومې تفريح او دمې خپل کار ته دوام ورکړي، دا ډله خلک بايد تل خپل کار ته لاسرسی ولري او هېڅکله کار د خپل ژوند څخه بېل نه کړي.

ټول په کار بوخت نارینه او ښځینه، مجرد او متاهل، په هر مسلک او دنده کې چې وي دوه ډوله ژوند لري، چې د شخصي او کاري ژوند څخه عبارت دي، چې دواړه يې د ځانګړي اهمیت لرونکي دي او په یو بل اغیز لري. هغوي چې په خپل ژوند کې بریالي وي، د خپلې ميرمنې رضایت له ځان سره لري، ښه او بریالي اولادونه لري داسې خلک بغیر له کوم شک څخه په کاري ژوند کې هم بريالي وي.

د انسانانو ژوند د کار  او کورنۍ ترڅنګ نور اړخونه هم لري لکه کورنۍ او ملګري، فارغ او ارام چاپيريال د خپل ځان او راتلونکي په هکله فکر او زموږ په شاوخوا کې د خلکو سره اړیکې، چې ددې مسؤلیتونو او کاري بوخیتا وو ترمنځ انډول ساتل څه ساده خبره نده، دې دواړو مسؤلیتونو (رسمي او غير رسمي کارونو) ته په وخت نه رسېدنه په ژوند کې د ډېرو ستونزو د را منځته کېدو سبب ګرځي.

هاغه عوامل، چې ولې خلک ډېر کار کوي، دا دی چې وېرېږي دنده له لاسه ورنکړي او ډېر عايد لاسته راوړي. کېدای شي یو علت دا هم وي، چې يو څوک دې په کار کې د ډېرې تجربې او مهارت د ترلاسه کولو  لپاره هم ډېر کار وکړي. کارپوهان په دې عقېده دي، چې ډېر کار کول او په دنده کې پاتې کېدل ددې سبب کيږي، چې خلکو ته د استرس (کار فشار) ناروغي پېدا شي. په کار کې دغه ډول زياتوالی او افراط ستاسې په اړيکو، روغتيا او خوښيو ته زیان رسوونکی دی.

د شخصي او کاري ژوند ترمنځ انډول د يو  بل ترمنځ د دېوال جوړولو په معنی ندی، بلکه انډول په دې معنی دی، چې څنګه دواړه سره ونښلول شي او يوه د حل لاره ورته و موندل شي.

کار او کورنۍ زمونږ د ژوند تر ټولو دوه مهم اړخونه دي، چې د انسان د ژوند د هوساينې سبب ګرځي او يو په بل کې تعارض زمونږ د ژوند نور اړخونه هم تر خپل اغیز لاندې راولي او د انسانې ودې، ښېرازۍ او آرامۍ څخه لرې ساتي. دا چې څنګه کولای شو د کاري او شخصي ژوند ترمنځ آنډول وساتو څلور حل لارې شته:

بريالي خلک پوهیږي، چې له خپل کار او ژوند څخه څه غواړي

په هغه څه کې چې بريالي خلک په کې مهارت لري، د موخو ټاکنه ده، هغه څوک چې د دوی د کار او شخصي ژوند تر منځ ښه توازن ساتلی شي پوهیږي، چې هم په لومړي او هم په دوهمي دواړو کې موخې ولري. دا موخه د دوي سره د هغوي د هيلو په ښه پوهېدو او رسېدو کې مرسته کوي او کولای شي په اسانۍ سره خپلو رسمي او غیر رسمي کارونو ته (هو) او یا هم (نه) ووايي.

البته، یوازې د هدف درلودل بسنه نه کوي. ستاسو په شخصي او مسلکی ژوند کې ستاسو ټول ورځني فعالیتونه باید د عمومي اهدافو په لور وي.

بریالي خلک په یوازې ځان خپلو موخو ته نشي رسېدلای. د انډول ساتلو لپاره یوه مهمه خبره دا ده  چې، خپل نږدي خلک هم په خپلو چارو کې له ځان سره وساتئ، تر څو هغوی پوه شي، چې له تاسې کومې هېلې ولري، برعکس په خپل شخصي ژوند کې له خپلې مېرمنې او خپلو نږدې ملګرو سره قدم ووهئ او د خپلو ورځنیو اړیکو، اهدافو او هیلو په اړه ورسره خبرې وکړئ. د خپل مدیر یا کارمندانو سره خبرې وکړئ ترڅو د خپلو اهدافو او معیارونو لپاره مشخص تګلوری  وټاکئ.

  1. خپلو شخصي او کاري چارو ته رسیده ګي کوي

يوه څېړنه، چې د NPR (National Public Radio) له لورې په امرېکا کې په 122 نارینه او ښځينه و باندې، چې په مختلفو کاري ساحو کې په دندو بوخت و، ترسره شوې ده، څېړونکي متوجه شويدي، چې دا ډله خلک په خپل کور کې نسبت له کارځای څخه ډېر کاري فشار درلود. بریالي خلک ددې کار اجازه نه ورکوي، چې خپل شخصي ژوند په خطر کې واچوي. پرځای یې، دوی هڅه کوي تر څو د فشارونو په وړاندې اغېزمنې ستراتيژیانې عملي کړي او دا انډول وساتي.

  1. له فرصتونو په اغيزمن ډول ګټه اخېستل

ژوند په منډه روان دی، هره لحظه يې یو فرصت دی، دا فرصت بايد غنيمت وګڼل شي، فرصت لکه د پسرلي ورېځ له را ښکاره کېدو سره سم بېرته ورکېږي، هغوي چې له فرصتونو په سه توګه ګټه نه شي اخېستلای بغیر له خفګان بل څه په لاس نه ورځي. هوښيار خلک هره کوچنۍ لحظه درک کوي او يو فرصت يې ګڼي، چې له همدې کوچنيو فرصتونو څخه د خپلو لويو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.

د کال ټولې ۳۶۰ ورځې کار او دنده نه وي، د کار قانون له مخې کارمندان هره مياشت د مريضۍ او ضروري کارونو رخصتي لري، په دې کې بيا د جمعې او ملي ورځو لپاره ځانګړې رخصتیانې هم شته، چې کېدای شي د خپلو ځينو چارو د ترسراوي لپاره ترې ګټه واخلو، ډېر خلک شته، چې له دې فرصت څخه په سم ډول ګټه نه شي اخستلای او يا هم نه غواړي، چې کار ترې واخلي، د مثال په توګه ځيني خلک خپله رخصتي يوازې په ډېر وخت خوب کولو تېروي، سمه ده چې خوب کول د انسان ضرورت دی، خو کېدای شي دا کار د نورو عادي ورځو په ټاکل شويو وختونو کې هم ترسره شي، همدغه وخت چې دوی په کې خوب کوي کولای شي خپل نور شخصي کارونه ترسره کړي او له دې  لاسته راغلي فرصت څخه سمه ګټه واخلي.

  1. د صلاحیتونو او مسؤلیتونو وېشل

په خپل کورني او کاري چاپېريال کې به مو ډېر داسې خلک لېدلي وي، چې ټولې چارې يې په ځان پورې تړلې وي، په هر کار پسې به خپله منډې وهي، دوي ددې لپاره داسې کوي، چې یا خو په نورو اعتماد نه لري او یا هم د خپلو ګټو لپاره ځان مهم ثابتول غواړي، ترڅو نور خلک د ځان تابع او محتاج وساتي، دا ډله خلک تل د سخت فشار لاندې وي، ځیني خو يې لا رواني تکلیفونه هم لر ي، چې علت يې د ډېر کار کول دي.

د صلاحيتونو او مسؤليتونو ويش له يوې خوا کاري فشار کموي او له بلې خوا د لاس لاندې کسانو په ظرفیت او مهارت لوړونه کې مهم رول لري، او په دې ترتیب هغوي هم د مسؤليت احساس کوي.

د خپل کاري او کورني ژوند ترمنځ انډول ساتل يوه اوږدمهاله پروسه ده، چې ډېرو خلکو ته دا کار مايوسه کونکی دی، که چېرته هوښيارانه او په وخت تصميم ونه نېول شي، امکان لري، چې د ژوند په دواړو اړخونو کې له ماتې سره مخ شي. وړاندې له دندې اخستلو بايد د خپل درسپارل کېدونکي مسؤليت او خپلو شخصي کارونو د په خپل وخت د رسېده ګۍ مهال وېش په نظر کې ونيسئ تر څو په کاري او کورني ژوند کې د خپلو همکارانو او ملګرو ترمنځ د يو اغېزمن او مهم شخص په توګه را څرګند شئ.

د ژوند او کار ترمنځ انډول را منځته کول به یو ستونزمن کار وي، مهمه نده چې دا انډول به پنځوس پنځوس وي، ځيني وختونه خپل ډېر وخت کار ته ځانګړی کړئ او کله يې هم خپل شخصي ژوند ته. برياليو خلکو موندلې، چې څنګه د موخو په ټاکلو کې د خپلو هيلو ،کورني ژوند، استراحت او  ورسپارل شويو چارو ته د امکان په صورت کې انډول وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب