یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاد پالک شیره له ډنګروالي سره مرسته کوي؟

د پالک شیره له ډنګروالي سره مرسته کوي؟

 د پالک جوس یا شیره هغه څه ده، چې نن سبا یې روغتیاپالان د ډنګروالي لپاره سپارښتنه کوي، خو ایا په رښتیا هم د پالک جوس له ډنګروالي سره مرسته کوي؟ او که کوي یې څه ډول؟

هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي، هغه د چا خبره لکه اوبو وړی هر ځک ته لاس اچوي. دوی له اسانو لارو نیولې تر ډېرو سختو هغو یې تجربه کړې دي. چې له بده مرغه له ډېر کړاو وروسته بیا هم نه شي کولی خپل وزن کم کړي. روغتیاپالانو په دې وروستیو کې د پالک جوس، د ډنګروالي لپاره تر ټولو ښه او ارزانه خواړه بللي دي. دوی وایي، د پالکو شیره اشتها کموي چې د وخت په تېرېدو سره انسان خپل وزن بایلي.

اوس تازه د پالک د شیرې کپسولونه هم په بازار کې پیدا کېږي، چې د ډاکټرانو په خبره، کوم جانبي عوارض هم نه لري او د وزن له کموالي سره پوره پوره مرسته کوي.

دوی وایي، په دې شیره کې۷۰ سلنه تیلاکویید موجود دي. دغه ماده له پروټینو او انټي اکسایډونو جوړه شوې ده، چې پاتې ۳۰ سلنه یې غوړ تشکیلوي او د ژر مړښت لامل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب