دوشنبه, مې 20, 2024
Homeمقالېاقتصاداقتصادي وده | ژباړه او زیاتونه: خبیب علي

اقتصادي وده | ژباړه او زیاتونه: خبیب علي

په پرمختیایي هېوادونو کې اقتصادي وده د بېوزلۍ او فقر د کچې په راکمولو او د ژوند د سطحې په لوړولو کې ډېره موثره وسیله ده. څېړنو ثابته کړې چې بنیادم د زرګونو کلونو لار یوازې په څو کلونو کې  د چټکې او دوامدارې ودې په وسیله وهلې ده. وده د بشري سوکالۍ لپاره ډېره مهمه ده، ځکه غوره فرصتونه ډېری وخت د اقتصادي ودې له امله رامنځته کېږي. همدارنګه شامله او هراړخیزه وده د بشر له کامیابو تجربو څخه ده.

اقتصادي وده په اصل کې یوه ستراتېژي ده، چې په پرمختیایي هېوادونو کې د فق�� او بېوزلۍ په راکمولو کې مرسته راسره کوي، همدارنګه دا ستراتېژي کولای شي چې د وګړو د ژوند کچه هم لوړه کړي.

یوه کامیابه اقتصادي ستراتېژي باید د ودې پالیسي له هغو پالیسیو سره یوځای کړي چې بېوزلو ته اجازه ورکوي چې په ازادو فرصتونو کې انتخاب وکړي او په وده کې برخه واخلي. د کار په برخه کې د کاري مارکېټ ښه والی، د جنسي نابرابریو لمنځه وړل او په مالي شمولیت کې زیاتوالی د دې پالیسیو ښې بېلګې دي.

د پالیسیو د لاښه کېدو لپاره ضروري ده چې د ودې په عناصرو باندې نوره څېړنه هم وشي. دولت، پالیسۍ او تعلیمي مرکزونه د ودې ښه تشریح کوونکي او تطبیقوونکي دي.

د تېرو پنځوسو کلونو د پرمختګ څېړنې او پالیسۍ څخه لوی درس چې ترلاسه شوی، دا دی چې اقتصادي وده له بېوزلۍ او فقر څخه د خلکو د راایستلو ترټولو اغېزمنه لار ده.

د هاروارډ پوهنتون استاد Dani Rodrik ویلي دي «د تاریخ په اوږدو کې پرته له اقتصادي ودې هېڅ یوه شي له ټولنو سره مرسته نه ده کړې چې د خپلو غړو د ژوند کچه ښه کړي، په ځانګړي ډول د ترټولو ښکته قشر د ژوند کچه».

اقتصادي وده له خلکو سره مرسته کوي چې له فقر څخه راووځي:

هغه څېړنې چې په لویه کچه د پرمختیایي هېوادونو د تجربو پرتلنه کوي، ښیي چې چټکه او دوامداره وده د فقر او بېوزلۍ د راکمولو یوازینۍ لار ده. په پرمختیایي هېوادونو کې شوې څېړنې ښیي چې د یوه هېواد په اوسط عاید کې لس فیصده زیاتوالی په اټکلي ډول کولای شي چې د هغه هېواد د فقر کچه له ۲۰-۳۰ سلنو راټیټه کړي. ډېرو هېوادونو او څېړنیزو ادارو دا خبره منلې ده چې اقتصادي وده د فقر او بېوزلۍ په راکمولو کې مرکزي رول اداکوي. د دې ادعا ښه ثبوت ویتنام دی. په ویتنام کې د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۲ز کلونو ترمنځ د فقر د راکمېدو کچه هر کال ۷.۸ سلنه وه. په دې هېواد کې چټکې ودې وکولای شول چې په ډېره کمه موده کې د بېوزلۍ کچه له ۵۸ سلنو څخه ۲۹ سلنو ته راښکته کړي. هندوستان او یوګنډا دوه نور هغه هېوادونه دي چې د چټکې اقتصادي ودې په وسیله یې وکولای شول هرکال په خپل هېواد کې له درېیو تر شپږو سلنو د بېوزلۍ کچه راکمه کړي. د دې ترڅنګ زمونږ ګاونډي هېواد چین له ۱۹۷۹ز کال راهیسې کابو ۴۵۰ میلیونه وګړي له فقر او بېوزلۍ څخه ژغورلي دي. شواهد ښیي چې په چین کې د ۱۹۸۵-۲۰۰۱ز کلونو ترمنځ چټکې ودې دې تغییراتو ته لار هواره کړه. همداسې موزمبیق یو بل هېواد دی چې اقتصادي ودې پکې په ډېره لنډه موده (۱۹۹۶-۲۰۰۲ز) کې د بېوزلۍ کچه له ۶۹٪ څخه ۵۴٪ ته راښکته کړې ده.

اقتصادي وده استخدام (دندې) رامنځته کوي:

اقتصادي وده کاري فرصتونه رامنځته کوي او د کار لپاره تقاضا زیاتوي. په تېرو لسو کلونو کې په نړیوال اقتصاد کې رامنځته شوې چټکه وده دا څرګندوي چې د نړۍ په کچه اکثریت وګړي په دندو بوخت دي، خو دا په دې معنا نه ده چې ګواکې بې دندو خلک نشته. د ځوانانو بېکاري په هر هېواد او په ځانګړي ډول په افریقایي هېوادونو کې لویه ستونزه ده.

په نړیواله کچه د کاري نفوس ۲۵ سلنه ځوانان جوړوي خو په هغه نفوس کې چې بېکاره دي تر دې ډېر (۴۷٪) ځوانان دي. له ۱۹۹۰ز کال راپدې خوا نړیوال استخدام تر څلورسوه میلیونو رسېدلی دی، چې د چین او هندوستان برخه پکې لویه ده. باید ووایو چې تقریبا ټولې نوې دندې په پرمختیایي هېوادونو کې رامنځته شوې دي.

په نړیواله کچه د هغو دندو لپاره  حقیقي معاشونه چې ډېر مهارت ته اړتیا نلري، د GDP (Gross Domestic Product) له ودې سره لوړ شوي دي. دا په دې معنا ده چې بېوزله  کارګر له نړیوال تجارت او نړیوالې اقتصادي ودې څخه مستفید شوي دي.

د لوی اقتصاد فکتورونه (لکه د انفلاسیون او صادراتو اندازه، یا ټیټې کاري مالیې او نور) دا ښیي چې څومره استخدام د ودې په وسیله رامنځته شوی دی. د کرنې، تولیداتو او خدمتونو ترمنځ بېلانس هم دا چاره رااسانولای شي.

د ودې او استخدام ترمنځ اړیکه ترډېره مثبته پاتې شوې وه خو د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې دا اړیکه د پرېکېدو په لوري روانه شوه، تردې چې په ځینو هېوادونو کې اقتصادي ودې ته د (د استخدام کمېدنې وده) هم وویل شوه.

ممکن تاسو ته دا پوښتنه درپیداشوې وي چې ولې داسې وشول؟

د ۱۹۹۹-۲۰۰۳ز کلونو ترمنځ د اضافي GDP ودې د هر فیصد په مقابل کې نړیوال مجموعي استخدام یوازې ۰.۳۰ فیصده لوړ شو، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۹۹-۱۹۹۵ز کلونو کې ۰.۳۸ فیصده وه. د استخدام دې کمېدنې ته په ځینو افریقایي هېوادونو، جنوبي اسیا او منځني ختیځ کې د ستونزې په توګه کتل کېږي، ځکه په دې سیمو کې رامنځته کېدونکې دندې نه شي کولای چې د دې سیمو د وګړو ډېرېدونکی کاري ځواک راجذب کړي.

د لومړۍ برخې پای


ښاغلی خبیب علي د ننګرهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځي محصل دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

ګل / اجمل پسرلی

تیاره/ اجمل پسرلی