یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیامانیا څنګه ناروغي ده؟| عبدالباري حمیدي

مانیا څنګه ناروغي ده؟| عبدالباري حمیدي

مانیا یو رواني مرض دی. په مانیا باندی زموږ د ټولنې زیات وګړي اخته دي، مانیا ناروغي په لومړیو کې سړی په ژور خپګان (ډیپریشن) اخته کوي او سوکه سوکه یې حالت غیری نورماله کوي کله چې انسان په مانیا باندی اخته شي مختلف امراض ورسره مله کيږي.

هغه کسان چې په مانیا اخته دي زیات وخت له یوې وړې موضوع نه غټه موضوع جوړوي او چې د یوې موضوع په اړه فکر کوې فکری تمرکز یې مغشوش او ګډوډ وي تر لسو ثانیو زیات په یوه موضوع سم کار نشی کولای، فکري تمرکز له لاسه ورکوي او په نورو مسایلو بوخت کیږي.

کله چې انسان په مانیا اخته شي غواړي یوازې پاته شي، له نور سره توپیری چلند کوي کله خوشاله او کله خفه وي، انسان یې ژر نشی پیژندلای، د دې بې حده خوشالۍ له وجې د زیاتو کسان زړونه لاس ته راوړی، په وړه خبره خندا ورځې، په خوب، اشتها او تر ټولو زیاتي خبرې کوي مهمه نه ده چې څه وايي خو کله کله په خپلو خبرو هم نه پوهیږي او دومره خبرې کوي چې سر یې په درد کېږي او په داسی نورو…. نارغیو اخته کيږي.

تقریبا ۷۵ فیصده خلګ په رواني ستونزو اخته دي، د دې مرض یو فیصد نښي په نارینه او ښځینوو کې یو شي ده، په منځني عمرونو کې ،خصوصا په مجردانو، او شتمنو کورنیو کې تر ټولو زیات لیدل کېږي. دا مرض د ځېنو جنیتکي، رواني، اجتماعی او بیولوژیکی عواملو څخه رامنځته کیږي.

که چېرته یوازی ښځینه په دې مرض باندی اخته وي د دې مرض اثرات يې ۲۵ فیصده په اولادونو کې لیدل کېږي، د ښځی او میړه په شمول که داوړه په دې مرض اخته وي نو د دې مرض اثرات تقریبا تر ۵۰ تر۷۵ فیصده پوری رسیږي.او دوه قطبی اختلالونه د درملنې وړ دي هغه کسان چې په دی مرض اخته وي کولای شي د ښه ژوند په کولو سره ځان له دي مرضه خلاص کړي.

د دې مرض یو څو علایم غواړم تاسو ته وښیم.

لومړي: بیقراری

دوهم:د انرژی ډیروالي

دریم:بې حده خوشالي او خفګان

څلورم: ځان لوی نیول او خپلی خبري په نورو منل

پنځم: په بیړه سره له یوي موضوع بلي ته تلل

ښپږم: د حواسو له لاسه ورکول.

اووم: الکولي موادو استعماله ول.

اتم. توپیری چلندونه کول.

دا هغه نښې نښانې دي چې په مانیا اخته انسان کې لیدل کېږي که چېرته مو په ټولنه کې داسی غړي پیدا شول ژر یې درملنه وکړئ .یوه رواني ډاکتر ته لاړ شئ او یا هم د خپل ژوند کولو طرز او طریقه ورته بدله کړئ، تر هغه چې خپل لومړني حالت راوګرځی او څومره چې له ستونزو لری پاته شي هغومره یې روغتیا ښه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب