هغه فاسد او ناژمنه چارواکي، قراردادیان او فرصت غوښتونکي چې پر فساد روږدي دي د سولې مخالفت کوي.
که د جګړې تېرو ۴۰ کلونو ته وګورو، نو وینو چې امریکې او د هغه متحدانو د خپلو نړیوالو دښمنانو د ناکامولو لپاره یوازې له کوچنیو فرصتونو او د دغه کار لپاره یې له یوشمېر فرصت طلبو او ناژمنو افغانانو ګټه پورته کړې ده. دغه کار په افغانستان کې د امریکې د ناکامۍ اصلي لامل دی. ځکه په سیمه کې د امریکې د ګټو د ساتلو لپاره په افغانستان کې یو پیاوړي حکومت او له دې حکومت سره ستراتیژیکي ملګرتیا ته اړتیا وه، چې دغه کار یوازې د اصلي استبلشمنټ او ژمنو او رښتینو چارواکو او د خلکو استازو په شتون کې شونتیا درلوده. په خواشینۍ سره چې امریکې او ناټو هم له شوروي سره د جګړې پرمهال دغه اصل ته پام ونه کړ او هم یې اوس دغه حکومت چې په وروستیو ۱۹ کلونو کې د دوی په مرسته رامنځته شوی، فساد سالارانو ته وسپاره، چې په دې توګه یې کمزوری وساته او په دې سره یې په افغانستان کې خپله ستراتيژیکي ماتې یقیني کړه.
افغانستان په اتیایمو کلونو کې د سیمه ییزو هېوادونو د ستراتیژیکي انحناوو په مضیقه کې راغی، چې په پای کې د شوروي له یرغل او اشغال سره مخامخ شو. ځکه، هغه مهال افغان چارواکو ونه کړای شول، چې په هېواد کې سیاسي، اقتصادي او پوځي پیاوړتیا رامنځته او په دې سره نظم، امن او ثبات یقیني کړي، نو همدا وو چې د نړۍ د دوو زبرځواکونو یعنې شوروي او امریکې تر شک لاندې راغی چې ګوندې افغان کمزوری او بې ثباته حکومت به د نړۍ او سیمې د بې ثباتۍ سبب وګرځي. تر یوه ځایه هغه مهال دغه شک پرځای برېښېده، خو په کار دا وه چې له دغه حکومت سره مرسته شوې او ځان یې پیاوړی کړی وای، نه دا چې دغه هېواد اشغال او حکومت یې تر اسارت لاندی راغلی وای.
سره له دې چې ۴۰ کلونه وشول، خو اوس هم په هېواد کې د نړیوالو زبرځواکونو مداخلې او نیابتي جګړې څه نه دي بدل کړي. له تېرو ۱۹ کلونو د ناټو ځواکونه په افغانستان کې شتون لري، خو جګړه ورځ تر ورځې ورسره توده او سیمه ییز حسیاستونه او مخالفتونه ورسره نور هم زیات شوي دي. د دې وضعیت له ارزونې اوس د حل یوازې یوه لار راوتلې ده، چې هغه د افغانانو په ملکیت د سولې خبرې او هغه حکومت او نظام چې د دغه خبرو په پای کې رامنځته کېږي، د نړیوالې ټولنې له خوا یې ملاتړ دی.
دغه خبرې اوس پیل شوې دي، تر کومه ځایه چې ښکاري ښې روانې دي، خو فاسدان او فرصت غوښتونکي چارواکي، قراردادیان او زورمندان یې سخت اندېښمن کړي او مخالفت یې کوي. داسې ښکاري چې په دې خبرو کې طالبان د ستونزو ریښو ته متوجه دي، د عمل ابتکار یې په لاس کې اخیستی، په قوت سره خپله خبره مطرح کوي او ورځ تر بلې د استبلشمنټ په توګه تکوین مومي.
د مسکو د وروستۍ ناستې ګډونوالو په ډاګه کړې، چې په دې ناسته کې طالبانو خپل پخواني ایډیالوژیک چلند او غوښتنو ته بدلون ورکړی، د دوی او طالبانو په غوښتنو کې تر ډېره یورنګوالی موجود دی او په دې سره له طالبانو سره په سوله کې کوم خنډ نه ویني.
د دې هڅو تر څنګ د سولې او هېواد د دښمنانو اندېښنه هم ورځ تر بلې زیاته شوې، کله له یوه او کله له بل تربیونه په بېلابېلو نومونو او برساماتو سره یوازې خپله تشه وېره څرګندوي او غواړي ورسره ولسونه منحرف کړي، خو دغه کار ورته ځکه ګټه نه کوي، چې ولس پوهېږي اوبو وړي هسې هم د اوبو ځږ ته لاس اچوي.
په داسې حال کې چې ټول ولس د سولې خبرو ته هیلمن دی، خو سوله لاهم یقیني نه ده. ځکه، که له یوه پلوه سوله د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو له هوکړې سره تړلې، له بل پلوه، د افغان مشرانو له ځيرکتیا او بېدارتیا سره هم تړلې ده.
ځکه، افغان مشران باید له یوې خوا د ستونزې هواري ته داسې یوه لار وړاندې کړي چې عملي او د ولس له ملاتړه برخمنه وي او هم بهرنیانو ته د امن او سلامتیا تضمین ورکړای او له بلې خوا له بهرنیانو د ملاتړ او نه مداخلې تضمین ترلاسه کړای شي.
په تېر کې هم څو ځله د سولې لپاره هڅه شوې او د سولې فرصتونه رامنځته شوي، لکه د ډاکټر نجیب الله د حکومت په پرځولو سره د مجاهدینو د حکومت رامنځته کېدل، ورپسې د طالبانو امارت، اوس اوس د ناټو په ملاتړ تېر ۱۹ کلن حکومت، خو دغو ټولو هڅو نتیجه نه ده ورکړې او سبب دا دی چې بهرنیان باور پر بادارۍ او مداخله لري، افغان سیاستوال د واک انحصار، غلامۍ او ملت ځپنې ته هڅوي او ټېل وهي. معنا دا چې یوازې د سولې له فرصت نه افزاري ګټه پورته شوې، خو د سولې ادامې ته چې تر ټولو سخت پړاو او د سیاست په وړاندې سخته ننګونه ده، کار نه دی شوی.
جګړه مارانو او انحصارګرانو نور باید له تاریخ نه درس اخیستی وي، چې د سولې د خبرو پرمهال د انحصار هڅه و نه کړي او واک یوازې د ولس لپاره وغواړي.
اوس هم د سولې په خبرو کې یوه ژوره اندېښنه شته، تر کومه ځایه چې ښکاري د سولې په خبرو کې طالبان د استبلشمنټ په توګه جلوس کوي، خو دا چې طالبان به په راتلونکې کې په رښتینې ډول دغه رول ادا کړای شي که نه، لا هم د یوې پوښتنې په توګه پاتې ده. که څه هم داسې یوه خوش باوري شته چې ګوندې په واک کې د طالبانو په راتګ سره به فساد او فاسد چارواکي له منځه لاړ شي، نظام به د عدالت پر پل ورسم شي او طالبان به د خپل حکومت لپاره له ملت پالانو کار واخلي، خو بیا هم د دغه کار لپاره کوم تضمین نشته او دا وېره هم شته چې کېدای شي یو شمېر طالب مشران لکه اوسنیو اکثرو چارواکو غوندې د بهر پالنې، غلامۍ او فساد لار خپله کړي.