یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدریغله او غاصبین قوم او مذهب نه؛ بلکه ګټې لري! | احسان...

غله او غاصبین قوم او مذهب نه؛ بلکه ګټې لري! | احسان الله ارینزی

څو ورځی د کورنیو چارو وزارت په امر، د یو جهادی- مقاومتي جنرال کور په دې کلا بند شو چې د دولت هغه وسایط او وسلې بېرته وسپاري چې د دولتي ملازمت په وخت کې ورکړ شوي وو!

دا جنرال درې کاله مخکې د ولسمشر داکتر غني په حکم، د افغانستان د ملي امنیت شوری مرستیال ټاکل شوی و. په هغه وخت کې ده په ښار کې داسې بنرونه هم ځړولی و چې ځان یې د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارځښتونو د ساتنې د سیاسي بهیر مشر باله.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په ډېرو ګڼ مېشته ښارونو او په ځانګړې توګه کابل کې داسې ترهګریز بریدونه وشول چې خلکو او کارپوهانو به د پنځم ستون توطیو ته ګوته نیوه. پنځم ستون د افغانستان په دولت کې هغه اشخاصو او کړیو ته ویل کېږي چې هم زور لري، هم زر او هم یو شمېر ټوپکیان چې اکثر لومپن ډوله خلک دي او له بده مرغه چې د همدې دولت له بودجې تنخوا اخلي او  نومونه یې یو ځای کی (سیاه) وي او همدا خلک تورن دي چې د خپلو امکاناتو په مرسته وسلوال ښارونو ته ننباسي چې په دولتي یا بهرنیو اهدافو ګوذارونه وکړي!

ښکاره خبره ده چې داسې مرسته د شاروالي کوم معابر یا کوم چپړاسي نه شی کولای، دې ته وزیر او مشاور او والي او جهادي- مقاومتي قوماندان، زورور غل او غاصب او مافیا په کار دی چې د خپلو تورو هېندارو والا موټر د کاروان او ناقانونه باډیګارادانو په مرسته ترهګر، ښارونو ته ورسوي او حتی د عملیاتو له پاره لوژستیکي مرسته ورسره وکړي!

زه اوس دلته دا خبره نه کوم چې هرومرو به دی جنرال ترهګر ښارونو ته رسولي وي؛ خو دا په زغرده او په ډاګه وایم چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په کابل او د افغانستان په ډېرو نورو ښارونو کې، خورا خونړي بریدونه د همغه کسانو په مرسته شوي او کېږي چې د دولت په سیوري کې، د دولت په امکاناتو پړسیدلی او د غلا، غضب او استخباراتي پیسو په زور په کاغذي اتلانو بدل شوي، نه خدای مني، نه خلک مني او یوازی د کلاشینکوف او یو څو ملیشو په زور، ځانونه له قانونه لوړ بولي او له دولت څخه باج غواړي!

ما سل ځلې دا خبره کړې چې د وردګو د سیدآباد ولسوالۍ په 90Km اوږدو کې 38 دولتي پوستې (ملي اردو، پولیس، امنیت او پخوا بهرنیان هم) ځای په ځای دي؛ خو په دې ټوله ولسوالۍ کې سل فعال طالبان نشته؛ خو همدی سلو ځوانانو دا لس – دولس کاله کېږي چې د ولسوالۍ 95% خاوره د دولت له ولکې څخه ایستلی او خپله پادشاهي کوي!

ما سل ځلې دا خبره هم کړې چې دولت د طالبانو په پرتله ډېر ځواکمن او پیاوړی دی؛ درې لکه پنځوس زره پوځیان او ګڼ بهرني ملاتړي لري؛ خو هغه څه چې د دولت ملا ماتوي، هغه لوی واټن دی چې د خلکو او دولت تر منځ جوړ شوي او مخالفینو ته یې د مانور شرایط برابر کړي دي!

او دا واټن هغه غلو، غاصبینو، قانون ماتونکو، اوباشانو او جانیانو رامنځ ته کړی چې د جهاد او مقاومت په نومونو تلپاته امتیازات غواړي او هېڅ مړښت نه لري!

د بدمرغۍ ځای دا دی چې ځینې جهادي- مقاومتي مطرح خلک هم د قوم او سیمې په نامه د خپلو غلو او غاصبینو شا ته درېږي او د هغوی هرې غلطي او ناروا ته دلایل جوړوي.

له دې کیسې وروسته، ښاغلي امرالله صالح په خپل فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې ټولنې ته د زورورو، قانون ماتوونکو، جانیانو او اوباشو زیان د طالب او ترهګر په شان دروند دی او 90% خلک غواړي چې له دوی سره دې همغسې جدي چلند وشي، لکه له ترهګرو سره چې کېږي!

ښاغلي صالح وایي، دا خلک په داسې حال کې چې د دولت په امینتي چاپیریال کې اوسي، د خپلو حرامو او جرمي ګټو له پاره د دولت ستنې د میږتانه (موریانه) په شان خوري او کمزوری کوي.

دی لیکې چې په هېواد کې اوسني جرمي هرم باید ړنګ شي. د دې هرم د لاندنۍ برخی مصرفي کسان په هېڅ حساب دي؛ خو پاسنۍ برخه د سیاست او قوم د نقاب په مرسته خپلې حرامې او جرمي ګټې پالي!

د ښاغلي صالح له پاسني لیکنې وروسته، د کورنیو چارو د نوي وزیر سرپرست ښاغلي جنرال مسعود اندرابي خبرې هم خلکو ته په زړه پورې وی چې قانون ماتوونکو، غلو، غاصبینو او بدمعاشانو ته یې وویل چې ستاسو ښې ورځې پای رسېدلي، نور د قانون له منګلولو نه شي خلاصېدای او د  پولیسو له عادلانه قساوت سره به مخامخ شي!

زه ښاغلی ولسمشر، ښاغلی صالح، د کورنیو چارو نوماند وزیر ښاغلی مسعود اندرابي او ټولو امنیتي منسوبینو ته په زغرده وایم چې د قانون ماتونکو، زورورو، مافیا، غلو او غاصبینو د ځپلو په جهاد کې د افغانستان په ملیونونو خلک ستاسو تر شا ولاړ دي. غله، جانیان او غاصبین د کاغذي زمریانو په څېر، د افغانستان د وسله والو پوځونو په وړاندې د هېڅ ډول مقاومت وس، واک او اراده نه لري، هسې خوشې ځانونه ورته زورور او اتلان ښکاري، هېڅ زړه مه وهئ، پرې ورځئ او دا ناولي او تورمخي د تاریخ کندو ته وغورځوئ!

بری ستاسو او د افغانستان د خلکو دی!

2 COMMENTS

  1. سلامونه اریانزی صاحب.
    ستا لیکنه بیلکل د ستاینی وړ ده.د داخلی وزیر صاحب .او د پولیسو قوماندانانو صاحبانو سترګی اوس سری شغلی کوی،
    اوس دوی د برید په حالات کی دی،انشالله ډیر زر به په سرو شغلدارو سترګو په غلو کڼکاپانو باندی بریدونه وکړی،

  2. جزاکم الله خیرا
    دی ته وایی قلمی جهاد، واقعیت همدا دی چی آرینزی صاحب افاده کړی او رښتیا هم دا د کور غله ،ام الفساد بللی شو چی مع الاسف د بن معاملی دا لیوان ډیر چاغ کړل ،فساد یی اعظمی حد ته ورساوه ،همدا دوی دی چی زموږ د امنیتی زړورو قواوو ډوډی،البسه،مهمات خوری او حتی پوستی خرڅوی ؛چی په همدی سره زموږ سنګرونه شدیدا متضرر شول، دوی اصلا د دښمنانو ملګری او د هغوی تقویت کوونکی دی او حتی دوی تر ‌ټولو دښمنانو ډیر مضر اوپست دی.
    یو شمیرنور دا ارذل الناس په نورو ادارو کی د مظلومو اطفالو کتاب او خیمی خوری ،بل شمیر یی دمهاجرینو او معلولینو حق خوری او داسی نور رذایل چی شمیر یی کم ندی
    نو ددی اصلی خبیثه عامل جرړی ویستل د حکومت له اهمو فرایضو بلل کیږی چی نور دی عواملو ته وخت ورکول د ملت او دولت د نابودی سره مترادف عمل دی
    الحمد لله زموږ امنیتی قواوی اوس د بهرنی هر دښمن ځواب په میړانه ورکولی شی خو چی حقوق یی عندالموقع اداء شی ، د ډوډی،البسی ،معاشاتو،روغنیاتو او تجهیزاتو غله وتړل شی ،نو پدی صورت کی د امنیت مشکل تر ډیره حل او د مصارفو مؤثریت تر ۹۰٪هم زیاتیدای شی ،حال دا چی اوس اکثریت د دولتی مصارفو مؤثریت د همدی غلو له لاسه تر ۵۰٪هم کم دی
    او نباید د غلو مدافعین (قانونی،عطا او حقحق ) نوره شرمیدلی دفاع وکړی او ددی غلو دارالوکاله هم باید وتړل شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب