شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeروغتیادغه څه د زړه د ناروغیو نښې دي

دغه څه د زړه د ناروغیو نښې دي

۱- ساه لنډي

په ښځو کې ساه لنډي د زړه د ناروغۍ نښه ده. ځینې وخت ساه لنډي په تنفسي سيسټم کې د ستونزې له کبله وي، چې د حل لپاره یې باید ورزش وشي او که د هوا د یخوالي له کبله وي، باید د الرژۍ ټابلېټ وخوړل شي، خو که داسې نه وي، بیا د زړه د ناروغۍ نښه کېدای شي.

۲- د سینې په قفس کې د دروندوالي احساس

د سینې په قفس کې دروندوالی، چې د انژین په نوم هم یادېږي او ورسره ساه لنډي، د زړه د ناروغۍ اصلي نښې بلل کېږي. که له دې ډول پېښې سره مخ شوی او ښه پوه وی چې لامل یې بل څه نه شي کېدای، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

۳- د زړه ټکان

ایا تر اوسه مو زړه لړزه او یا هم ټکان کړی؟ که یې ناڅاپه ټکان کړی وي مانا یې دا ده چې یا وېرېدلي یی او یا مو هم زړه په ضربان کې له ستونزې سره مخ شوی دی. دغه څه په ډېرې اسانۍ سره حس کېدای شي. ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، ډېری مراجعین يې وایي، له خوب وروسته له دغه ډول پېښې سره مخ کېږي او ډېر دوام هم نه کوي. دغه پېښې د کافین د زیاتو کارولو، په بدن کې د اوبو د کمښت او یا هم سټرېس له کبله وي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب