د خوشاله خلکو په اړه ویل شوي دي چې تر هغو خلکو ډېر څه ترلاسه کوي چې خپه دي. دا خبره ترډېره ځایه سمه ګڼل شوې ده. په دلیل کې یې ویل شوي دي چې د تاریخ پاڼې له هغو خلکو ډکې دي چې د خوشاله او ښه اقتصادي ژوند له امله یې پرمختګ کړی دی. د لرغوني یونان افلاتون او د نوبل جایزې ګټونکی رابندرناتهـ ټاګور ددې ډلې ښه مثالونه دي.
پوښتنه دا ده چې خوشالي به څنګه ترلاسه کوو؟
د خوشالۍ په ترلاسه کولو کې اسلامي کلچر او مذهب ډېره مرسته کړې ده. په حدیث شریف کې راغلي دي چې مسلمان سره په ورین تندي مخامخېدل صدقه ده. بل ځای کې مور و پلار ته په مینه کتل تر قبول شوي حجه لوی د ثواب کار ګڼل شوی دی. که وګورو نو په دې دواړو مواردو کې د عاطفې او مهربانۍ سین په څپو ښکاري، چې په پایله کې د خوشالۍ سمندر ته ورتویېږي.
له مذهب سره سره ارواپوهنې هم د خوشالۍ لپاره ګڼې لارې راښودلې دي، لکه په اونۍ کې پنځه ځلې مهرباني کول چې موخه ترې یوازې نرمي، عاطفه او نورو سره مینه وي، زمونږ د خوشالۍ موده تر درېیو میاشتو راغځولای شي.
خوشالي په پیسو نه شو اخیستلای، خو کله کله د خوشالۍ په ترلاسه کولو کې پیسې مرسته راسره کولای شي، مثلا: که مونږ په ځان مصرف کوو، ممکن هغومره خوشالي ترلاسه نکړو، لکه څومره چې په نورو باندې له مصرفه ترلاسه کوو.
د عمر کچه هم په خوشالۍ کې بې اغېزې نه ده. څېړنو ښودلې هغوی چې له ۲۰-۲۴ کلونو عمر لري، معمولا په میاشت کې ۳.۴ ورځې خپه وي او څوک چې عمرخوړلي دي او عمر یې د ۶۵-۷۴ کلونو ترمنځ دی، معمولا په میاشت کې ۲.۳ ورځې خپه وي.
مدني حالت هم په خوشالۍ باندې اغېزلرونکی ګڼل شوی دی. څېړونکي وایي متهل انسان تر مجردو هغو ډېر خوشاله وي. د دې ترڅنګ هغه ماشومان چې مور و پلار یې په غېږ کې نیسي تر هغو ماشومانو خوشاله راتلونکی لري چې له دې نعمته محرومه دي.
د دې لیکنې اصلي پیغام دا دی چې نورو ته خوشالي ورکړئ، ځکه هغه خوشالي چې تاسو یې نورو ته ورکوئ، بېرته تاسو ته راګرځي او ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي. که د خوشالۍ دغه دوران چې سپارښتنه یې وشوه دوام وکړي، ممکن ډېرې حیرانوونکې پایلې ولري.