دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهسوله که د افغانستان تجزیه! | *ډاکټر احمد ويس وردګ

سوله که د افغانستان تجزیه! | *ډاکټر احمد ويس وردګ

کنېټيکټ، امريکا
فبروري، ۱۰، ۲۰۱۹

لومړۍ برخه:

په امريکا کې رانډ (RAND) داسې يو شرکت دی، چې په نړيواله سطح د امريکا د حکومتونو لپاره نړيواله پاليسي ټاکي او له سړې جګړې دې خوا، د رانډ تر ټولو لويه څېړنه او اجنډا د امريکا متحده ايالاتو لپاره په نوي نړيوال نظام (New World Order) کې امريکا ته جهت ټاکي. د امريکا په حکومت کې دننه، د دوی تر ټولو لوی «مشتريان» د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګان)، استخبارات او د بهرنيو چارو وزارت دي، چې دوی ورته د سولې او جګړو پلانونه او اجنډاګانې ټاکې. د رانډ طرحې او پلانونه بيا وروسته د امريکا حکومت په رسمي توګه د پاليسۍ په شکل کاروي. چا چې په امريکا کې لږ وخت هم تېر کړی وي، دوی ته د کومې خاصې څېړنې اړتيا نشته چې د رانډ څېړنيز شرکت په موخو او يا په نړيوال سياست کې د رانډ پر اهميت ځان پوه کړي. رانډ په ګڼو هېوادونو کې رژيمونه نسکور کړي، کودتاګانې يې پلان کړي او «انقلابونه» لکه په ايران، ليبيا، سوريه او… کې پلان کړي دي. څوک چې د اروپا او امريکا په تاريخ واقف دي، هغوی ته د دې شرکتونو سياسي تاثير، قدرت او اهميت له ورايه معلوم دی. د بېلګې په توګه، که د برتانيا د استعمار تاريخ ته ځير شو، ټول استعمار له يوه واړه شرکت، ايسټ انډيا کمپني (East India Company) نه پيل شو، چې په لندن کې يې يوازې شپږ کارکوونکي درلودل، لېکن له هېواده بهر يې تر نيمايي زياته نړۍ مستعمره وه چې په ريښتيني توګه لمر پکې نه ډوبېدو. ايسټ انډيا شرکت صرف هغه وخت لغوه شو، کله چې د وخت ملکه وډاره شوه چې دغه شرکت به سبا ورځ سياسي شي او هسې نه چې شاهي نظام ړنګ کړي. خو په افغانستان کې په دې چې موږ مطالعه نه کوو او صرف روزمره چارو ته پام کوو، نو موږ يوازې د بلک واټر امنيتي شرکت، يونيکال او برايډاس تېلو شرکتونو ځواک ليدلی او بس. د بېلګې په توګه، نه يوازې طالبان د يونيکال يوه وړه نړيواله پروژه وه، بلکې د زلمي خليلزاد او د جورج بوش ملګرتيا هم له همدغه يونيکال شرکت نه پيل شوه، چې بيا زلمي خليلزاد حامد کرزی هم په کليفورنيا کې په همدغه شرکت کې مقرر کړ.

په هر ډول، د رانډ شرکت يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې تر عنوان لاندې د افغانستان د تجزيې پلان د يوې «طرحې» په توکه د ټرمپ حکومت او پنټاګان ته وړاندې کړی، چې ځينو جنرالانو ورسره د مخالفت له مخې حکومت پرېښود خو ځينو بيا په ورين تندي ومانه او اوس ورته د عملي کېدو هڅې کوي. له هغې جملې يو ډاکټر زلمی خليلزاد او پخوانی ملګری يې، حامد کرزی دی چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې همدا «طرحه» کاروي. د يادولو وړ ده، چې دا په دې معنا نه ده چې دا طرحه دې خامخا عملي شي.

دې طرحې د «سولې» پروسه په څو پړاوونو وېشلې، چې په لومړي سر کې به د افغانستان له دولت، د طالبانو تحريک، د امريکا متحده ايالات او ناټو سره تعهدات وي؛ او په دويم پړاو کې به يوازې د طالبانو او افغان حکومت سره تعهدات لاسليک کېږي. په سيمه یيزه توګه، افغانستان او پاکستان (د طالبانو په استازيتوب) به هم په خپلو کې سره تعهدات لاسليکوي، چې د هغې متن په دې طرح کې نه دی ترتيب شوی. په بل پړاو کې به نور مطرح هېوادونه هم د ملاتړ په شکل اعلاميې خپرې کړي.

د طرحې ټول نه، خو يو څو موارد په لاندې ډول مطرح شوي دي:

 ۱) سرتاسري اور بند.

 ۲) د طالبانو او نړيوالو تروريستي شبکو تر منځ د اړيکو پرېکون.

 ۳) د پرېکړې له لاسليکولو وروسته، له افغانستان څخه د امريکا او ناټو عسکرو وتل.

 ۴) د افغانستان نوی مستقل حکومت به په دې پړاو کې له امريکا او ناټو څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړي چې د داعش د خراسان ډلې په ضد د تروريزم پر خلاف مبارزې ته په افغانستان کې دوام ورکړي.

 ۵) د امريکا او نورو هېوادونو د مرستو د دوام.

البته که دويمې او څلورمې مادې ته پام وکړو، دا په دې معنا ده چې په افغانستان کې به جګړه دوام لري، خو دا ځل به جګړه له طالبانو سره نه؛ ځکه دوی به خپله حکومت وي، بلکې له د داعش د «خراسان» له ډلې سره

وي، چې حامد کرزي په کراتو ويلي دا د بهرنيو هېوادونو د استخباراتي کړيو تر څار لاندې شبکه ده.

او که دويمې مادې ته ځير شو، «د طالبانو او نړيوالو تروريستي شبکو ترمنځ د اړيکو پرېکون» په دې معنا نه دی چې تروريستي ډلې به نور وجود نه لري، بلکې صرف او صرف تروريستي پېښې به نور د طالب تر نامه لاندې نه کېږي.

او که څلورمې مادې ته له يوه بل اړخ نه وګورو، نو زما له نظره، (په عمومي توګه د امريکا متحده ايالات نه!) خو د ټرمپ اداره غواړي چې طالبان له روسيې او ايران نه بېل کړي او حکومت دوی ته تسليم کړي، خو په سيمه کې به د ايران، روس او چين په مقابل کې د «خراسان» د ډلې تر نامه لاندې مبارزې ته دوام ورکوي. دلته به افغانستان د لويو هېوادونو د او نړيوالو ځواکونو ترمينځ د روانې جګړې يوې بڼې ته ورداخل شي.

نو دا چې ولې دغه طرحه افغانستان د تجزيې په لور بيايې، هغه به د رانډ طرحې «د نوي حکومت او سياسي نظام د تشکيلاتو» په برخه کې، او زما لخوا په دويم ټوک کې وړاندې شي.


*ډاکټر احمد ويس وردګ د امریکا د هارتفورډ پوهنتون د سیاسي، اقتصادي او نړیوالو مطالعاتو د څانګې استاد دی.

3 COMMENTS

  1. نظرونه، فکرونه او سنجشونه مختلیف دی، د هر چا خپل نظر او لر لید دی.
    ځما په نظر په افغانستان کی د رام، رانډ، روس او دوس شرکتونه نه چلیږی او نه وچلیدل. د دنیا پخوانی او اوسنی نطامی قدرتونو ته د افغانانو شهامت او میړانه معلومه شوه. فقط او فقط اوس مونږ ته پنجابستان پاتی دی چه په خپله سزا یی ورسوو، او انشاالله چه لری به نه وی چه افغانان به په یوه چغه او اتحاد سره د پاکستان نوم هم د نړی د نقشی څخه ختموی.
    والسلام

  2. As always enjoy your fact based writings but the detail of this article – not the concept – are mostly based on assumption unless access to very sensitive classified information is granted. Looking forward to the second part.

  3. دا دیوه ځیرک تعلیم یافته افغان تحلیل دۍ ، چی دقدر وړ دۍ. راغلو د دورانی افغان خبری ته هغه خو زموږافغانانو دزړه د تل ږغ اوچت کړیدۍ. ژوند ژوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب