پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeکالمونهروسیې ته تللي پلاوي بايد له روسانو پوښتي وای، افغانستان چا ډېر وران...

روسیې ته تللي پلاوي بايد له روسانو پوښتي وای، افغانستان چا ډېر وران کړ؟

د تاريخ يوه پاڼه:

استاد شهسوار سنګروال

د مجاهدينو يو شمېر تنظیمي مشرانو چې ډېرې پيسې او وسلې ترلاسه کړې وې په ۱۹۸۳ کال يې د I.S.I په سپارښتنه پراخ عمليات لومړی له پاکستان سره په پوله پرتو ولايتونو او سيمو کې پيل کړل.

د ازادو قبايلو په نوم چې کومې سيمې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتې وې وځپلې.

له يوې خوا د پاکستان هېواد خپل ملېشايي ځواکونه را وړاندې کړل هلته یې دايمي قرارګاوې جوړې کړې، او له بلې خوا يې د مجاهدينو عملياتو ته پراختيا ورکړه. په همدغه کال يې په خوست، اورګون او ځاځيو کې خونړي عمليات شروع کړل، «د اورګون په جګړه کې د درندې توپخانې په کارولو او د توغنديو پر مټ سيال لوری تر اور لاندې ونيول شو او د «۷۰» ضد هوايي توغنديو په ويشتلو چې په دې لړ کې ۷/۱۲ ميلي متری او ۵/۱۴ ميلي متری وو.»[1] په پرلپسې توګه دغه بريدونو دوام وکړ.

د مجاهدينو دغه برېدونه چې غوښنه برخه يې له ۱۹۸۰ ز کال نه پيل شوه يو د بل پسې ډېرې برياوې ترلاسه کړې.

د انتوني هی من د څرګندونو له مخې (افغانستان… ۱۹۹ مخ) مجاهدينو د ۱۹۸۰ کال په نيمايې کې ۴۲ سيمې ونيولې چې يوازې د دوی واک په کې چلېده او له مرکزي حکومت سره يې اړيکه پرې شوې وه.

شوروي اتحاد په ۱۹۸۰ کال د افغانستان په اوه (۷) سيمو کې پراخ عمليات پيل کړل، د دې لامل دا و چې يو شمېر ښارونه د مجاهدينو کلابندۍ کې ول.

شوروي پوځونو په ۱۹۸۱ کال په بلخ، کندهار، لوګر، د کابل په پغمان او پنجشېر کې خونړي عمليات شروع کړل. د جمعيت اسلامي مجاهدينو چې د بګرام هوايي ډګر يې، کله کله په خپلو توغنديزو بريدونو ګواښه نو په دې بنسټ شوروي ځواکونو د پنجشېر دره تر اور لاندې ونيوله او دواړو لورو ته درانه تلفات ورسېدل.

د ۱۹۸۲ کال په پيل کې شوروي او افغان ځواکونو په ګډه د ننګرهار په سرحدي سيمو ځمکني او هوايي عمليات چې ان د ډيورنډ د کرښې پورې غاړې وګواښلې په کار واچول.

دغه عمليات هغه مهال چټک شول چې يوه شوروي پلاوي له يوې نوې ستراتېژۍ سره د ډسمبر په مياشت (۱۹۸۱ کال) کې کابل ته راغی او يو شمېر جېټ او څرخي الوتکې دېته چمتو کړې چې د ځمکنيو عملياتو څارنه او ملاتړ وکړي.

امريکا او پاکستان هم د مجاهدينو د ملاتړ لپاره په دې پلمه چې ګني له خپلو سرحداتو نه ساتنه کوي اف ۱۶ جنګي جېټ الوتکې را پورته کړې او سيال لوري ته يې خپل زور وښود.

ولې بيا هم د برېتانيا د نامتو تاريخپوه «مارک اوربان» په اند د شوروي پوځونو عمليات بريالي ول. ښايي همدا لامل به و چې په ۱۹۸۲ کال د مې په مياشت کې په پنجشېر باندې درانه عمليات پيل کړل او يو د بل پسې، انابه، د شتګ، رخه، بازارک، هستانه، دوابه او ان تر خنجه پورې پرمختګ وکړ، مسعود او د هغه جنګيالي يې وځغلول.

د جنرال تپ – ګريګوريانت له قوله چې د دغو عملياتو مشري يې په غاړه وه، وايي:

«په دغه بريد د احمد شاه مسعود جنګياليو ته درانه تلفات واوښتل. دغه جګړه دومره درنه وه چې زموږ په جګړه ييزو عملياتو کې ساری نلري»[2]

داسې نه وه چې په دغو جګړو کې يوازې مجاهدينو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، بلکې شوروي او افغان پوځونو ته هم ډېر هر اړخيز ځاني او مالي زيانونه رسېدلي ول چې موږ يوازې د بېلګې په توګه د پراوډا Pravda د څرګندونو له مخې د شوروي ځواکونو د وژلو يادونه کوو:

«له ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۸۲ پورې ۵۲۷۰ تنه يوازې په ۱۹۸۴ کال ۲۳۴۳ تنه او په ټوله کې چې کوم ځمکني او هوايي بشري ځواکونه د افغانستان په جنګ کې له مينځه تللي دي لږ تر لږه ۱۳۳۱۰ تنو ته رسېږي.»[3]

که په افغان او روس جګړه کې هر لوري ته ډېره مرګ او ژوبله اوښتې ډېره ګټه يې پاکستان او امريکا ته رسېدلې ده. پاکستان خپل تاريخي دښمن افغانستان کمزوری کړ. او امريکا بيا د ويتنام د جګړې کسات له شوروي اتحاد نه واخست او د افغانانو په قربانۍ يې شوروي په ګونډو کړ.

٢-شوروي ولې له مجاهدينو سره،

 روغې جوړې ته غاړه کېښوده؟:

په ۱۹۸۵ کال د ګورباچف له ټاکلو وروسته ډېر زر C.I.A ډېرې پرمختللې وسلې او جګړه ييز توکي افغان مجاهدينو ته په واک کې ورکړل چې د شوروي اتحاد په نوي ولسمشر ميخايل ګورباچف فشار، راوړل شي چې امريکا د خپلو سياسي موخو لپاره ډېر امتيازات ترلاسه کړي.

I.S.I د سي آی اې د سپارښتنې له مخې د مجاهدينو اوه ګوني تنظيمي مشرانو ته وسلې او مهمات په تېره بنسټپالو ته په واک کې ورکړې. خو په ځانګړي ډول د اسلامي ګوند امير ګلب الدين حکمتيار او د اسلامي جمعيت تنظيم مشر برهان الدين رباني له هر بل تنظيم نه ډېره ونډه ترلاسه کړه.

ستيو کول په خپل کتاب کې د ګاري «هارټ» له خولې کښلي دي چې:

«هغه پیسې او وسلې چې د کانګرس لخوا هر کال په پټه مجاهدينو ته تهيه کېږي په پرتليزه توګه لس برابره زيات يې شوروي ته زيان رسوي او د هغوی جګړه ييز توکي له مينځه وړي.»[4]

کومې وسلې چې افغان جنګياليو ترلاسه کولې د جهاد او له هېواد نه د دفاع په پلمه، د امريکا او پاکستان له توقع او غوښتنې نه څو برابره زيات يې په خپلو قربانيو سره، د دښمن پر وړاندې کارولې او سيال لوري ته يې پوځي، اقتصادي، او سياسي زيانونه اړول.

هغه د ګاري هارټ خبره چې د امريکايي سناتور د «پاتريک موینيهن» د هغې پوښتنې پر وړاندې چې:

څنګه له دغو خلکو سره مرسته کوئ چې په پای کې به ټول د شورويانو لخوا له مينځه لاړ شي؟

ځواب: هغوی لکه [د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال] د وينسټن چرچل په څېر موږ ته وايي چې:

وسایل (جګړه ييز توکي) راکړئ، موږ خپله دنده پخپله تر سره کوو.»

ګورباچف له داسې يوه سياسي او پوخي دښمن سره لاس او ګرېوان وه چې د ورځې لسګونه جنازې يې شوروي پوځيانو په سترګو ليدلې.

هغسې نه وه چې روسي ځواکونه پدغه مرګوني جګړه کې په افغان جنګياليو رحم کړی دی، بلکې نه يوازې مجاهدينو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې وه بلکې د افغانستان اولس ته يې هم هر اړخيزه ځاني او مالي زيانونه اړولي چې څو بېلګې يې داسې دي:

١-په کور کلي کې چې کوم کورونه له درنې بمبارۍ سره سره او د شوروي ځواکو په بريدونو له مينځه تللي دي: ۱۰۴۵۲۱۲.

٢- په کور کلي کې چې کوم جوماتونه ړنګ شوي دي: ۱۱۴۱۸.

٣-کوم ښوونځي چې د دواړو غاړو په بريدونو کې له مينځه تللي دي: ۳۳۶۱.

٤-هغه څاروي يوازې پسونه او… چې د هېواد په کچه مړه شوي دي: ۶۵٪

٥-د قره قل پسونه چې د هېواد سوداګريز توکي ول: ۶۷٪

٦-نور بېلابېل څاروي چې له مينځه تللي دي: ۸۳٪

همدا راز افغانانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، چې له بابته يې د پنځه ميلونو په شاوخوا کې افغانان بهرنيو هېوادونو په سر کې پاکستان او ايران ته کډه شول.

شوروي چارواکي او په سر کې ګورباچف په دې پوهېده چې امريکا او شوروي ضد متحدينو، ټوپک د افغان مجاهدينو په اوږه اېښی او شوروي اتحاد يې د ګوزار نښه ګرځولی دی.

د امريکا متحده ايالاتو خپل دښمن شوروي په داسې ځای کې تر ګروت لاندې نيولی وه. چې ويتنام ورته ګوته په خوله وو. ګاري هارټ هم په بېړنۍ توګه نه يوازې په پاکستان کې د ننه له تنظيمي مشرانو او د ستونزو سره سره يې افغانستان ته د ننه، نه يوازې د ورځې لخوا بلکې د شپې په ناوخته به له قومندان عبدالحق سره د ډېورنډ له کرښې را پورېووت او د مجاهدينو مورچلې به يې کتلې.

ګورباچف د دې لپاره چې د شوروي ځواکونو، وينې تويونې ته د پای ټکی کېږدي، لومړی يې غوښتل چې د ملګرو ملتو له لارې د افغانستان د کرکېچ د حل لارې چارې ولټوي او له دېپلوماتيکو لارو خپلې موخې ترلاسه کړي.

دويم دا چې، نوموړي ببرک کارمل ته په ټينګار سره وویل چې په حکومت کې هغو کسانو ته ځای ورکړي چې هغوی د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند غړي ندي.

کارمل د يوه غولوونکي سياست له مخې يو شمېر کسان چې په ګوند کې يې غړيتوب نه درلود په دندو وګمارل، خو ډېر د واک او ځواک څښتن نه ول.

کله چې ګورباچف له يوې خوا په دې پوه شو چې کارمل نه غواړي په بنسټيزه توګه په دولت کې بدلون ته لاره پرانېزي او له بلې خوا د ملګرو ملتو لخوا په هغه زماني جدول خبرې وکړې چې په ژنيو کې په غير مستقيم ډول پر مخ تللې.

په همدې بنسټ ګورباچف د ملګرو ملتو تر فشار لاندې وه چې د شوروي پوځونو د وتلو مهالوېش د خبرو اترو لارې په ګوته کړې. خو کارمل غوښتل چې افغانستان او پاکستان نېغ په نېغه د شوروي ځواکونو د وتلو په تړاو د خبرو، ور پرانېزي.

د شوروي د بهرنيو چارو مرستيال وزير «يولي وارنتسف» د څرګندونو له مخې:

«کارمل غوښتل چې د ژنېو د خبرو بهير پڅ کړي او پرې نږدي چې په دې اړه خبرو هڅې چټکې پر مخ لاړې شي… .»[5]

د مسکو چارواکو ته دا د ځغم وړ نه وه چې (دورنتسف په اند چې په ۱۹۸۵ کال يې په ډاګه وويل: «کارمل له کاره لاس په سر شوی او د شرابو څکلو ته يې پناه را وړې ده…) له دېنه زيات د ده خبرو ته غوږ مه کېږدي. دا ځکه چې د ګورباچف په شمول دې ټولو د نړيوالو او په سر کې د امريکا سياسي او پوځي فشارونه د سر په سترګو ليدل.

هغه د ګاري هارت څرګندونې دي چې وايي:

«موږ په بې ساري توګه د C.I.A د وسلو کاروانونه بېړۍ بېړۍ، لارۍ، لارۍ ليدل چې افغانستان ته روان ول، نوره خبره له پټېدو وتې وه:

رونالد ريګن په بربنډه توګه ويل چې امريکا د افغانستان د ازادۍ لپاره له جنګياليو سره مرسته کوي.»[6]

شوروي چارواکي دې پرېکړې ته رسېدلي ول چې نور ځانونه او خپل هېواد د کارمل د واک لپاره نشي خرابولی، د کې جي بي د رييس وېکتور سپورنيکف د خبرو له مخې «کارمل يو تنبل او بې تحرکه انسان وه.» نو دوی بايد د هغه ځای ناستی په ګوته کړی وی.

لکه څنګه چې امريکا د ويتنام په جنک کې د ۵۸ زرو په شاوخوا کې خپل ځواکونه له لاسه ورکړل او له دغې مرګ ژوبلې سربېره (۱۶۰) مليارده ډالره يې زيان وګاله. همدا رنګه شوروي اتحاد هم سربېره له دې چې ډېر ځواکونه يې له مينځه لاړل، بلکې د جګړې په لومړيو پنځو کلو کې دولس (۱۲) مليارده ډالره زيان وګاله.

ميخايل ګورباچف د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د نورو مشرانو په توپير يو متفکر راډيکال وه او دی په دې پوهېده چې د شوروي اتحاد په سياست کې د اوس مهال لپاره لويه ستونزه په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون دی.

همدا لامل وه چې په ډېر ټينګار يې د K.G.Bمرستيال «شبار شين» ته سپارښتنه وکړه چې کارمل ته د مسکو د پرېکړې پایله ور په ګوته کړي.

شبر شين له کارمل سره په ليدنه کې دې ټکي ته ګوته نيولې ده چې ما کارمل ته د نړۍ د بدلون په تړاو اوږدې خبرې وکړې او ورته ومې ويل اوس دې ته اړتيا ده چې يوازې ځوان رهبر بايد د افغانستان سياسي ډګر ته را ووځي.

«کارمل يو مکار انسان وه. هغه کوښښ کاوه وخت ضايع کړي او زر کابل ته لاړ شي او په دې پلمه چې له خپلو ملګرو سره سلا او مشوره وکړي… کله چې کابل ته لاړ. د کې – جي – بي د بهرنيو اطلاعاتو رييس «ولاديمير کريچکف» هم ورپسې ورغی او ورته وې ويل کوم توافق چې په مسکو کې شوی وه د خپل نوښت په اړه وغږېږي.

ده چې د مسکو له توافق نه انکار نشو کولی، رنګ يې والوت يو ناڅاپه يې ژبه بنده شوه، په وچو شونډو يې وژړل او وې ويل: ما مړ کړئ، ما قرباني کړئ، زه مرګ، زندان او شکنجې ته حاضر يم. پداسې حال کې چې کريچکف خبرې ته يې غوږ نه اېښوده … بيا يې په هماغه لومړۍ پايلې ټينګار کاوه.»[7]

شبرشين خپلې خبرې په دغو ټکو نورې هم وغځولې چې:

«… په افغانستان کې شوروي سرتېري مري… بيا کارمل په چيغو چيغو وژړل او دغه خبرې يې له خولې وتلې: تاسو وايئ انقلاب له سولې نه قرباني کړئ… شوروي سرتېري افغانستان کې مري؟ موږ پرېږدئ او خپل سرتېري وباسئ! پرېږدئ افغانان له انقلاب نه دفاع وکړي!… کريچکف په ډېر زړه خوږۍ مسکی شو او وې ويل: تر بيا لېدو… په پای کې کارمل راضي شو چې خپله استعفا ليک مرکزي کمېټې ته وړاندې کړي.»[8]

د ګورباچف په تينګار کارمل له دندې ګوښه شو چې له مجاهدينو سره روغې جوړې ته ورسېږي. ولې دا چې د کوربه هېواد مشر، جنرال ضياء هم دا هېله درلوده او که نه؟ دا د افغانستان د سياسي کړکېچ بل لوری و چې هر چا ته د پام وړ و.


[1]– David C. IS by. The Afghan Struggle: New turn “Strategy and Tactics (London)Tanuary (February 1985)”

[2] – Gai “Afghanistan” Vecherniania Moskva [Evening Moskva] Oct.31.1989. P.3.

[3] – Pravda, August 17, 1989 cited in “Afghan Pain” current Digest of the soviet press 41, NO.33, 1989, P.33.

[4] – سټيو کول ۹۳ مخ.

[5] – Interview, New York, May 7.1993.

[6] – سټيو کول۹۶ مخ.

[7] – ديه ګوکوردووز، سليګ اس. هاريسن ۲۱۰ – ۲۱۱ مخونه.

[8] – L.V. Sheba shin Ruka Moskvy [The hand of Moskow] (Moscow, PP.206 – 14).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب