چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeمقالېدرید مسکو غونډه د تحلیل په هنداره کې | ودان روښان

د مسکو غونډه د تحلیل په هنداره کې | ودان روښان

سره له دې چې د مسکو غونډې ګډونوال بېرته خپلو مینو او استوګنځیو ته ستانه شوي خو لا هم ددې غونډې او په هغې کې د شویو بحثونو او ګډونوالو لیدلورو او دریځونو په اړه په رسنیو کې بحثونه روان دي.

پر دې غونډه ځکه تاوده بحثونه روان دي چې لومړی خو په خپله بڼه لومړنۍ غونډه وه چې بېلابېلو لورو په کې ګډون کړی و له بله پلوه د غونډې ارزښت دا هم و چې بېلابیلو بهرنیو کړیو ورته ډېره لیوالتیا درلوده او تر ډېره د هغوی په غوښتنه او هڅو جوړه شوه. د بېلګې په توګه پخواني ولسمشر حامد کرزي خپل ټول یاران چې که په څه پوهېدل یا نه پوهېدل، که چا پېژندل یا یې نه پېژندل ورسره وخوځول. هاخوا ای اس ای پر خپل ټول توان د غونډې مهمې ښودلو په خاطر خپل د خوښې کسان که په زور و که په رضا وردد کړل. د روسیې سفیر هم د بېلابېلو کسانو دروازې څو څو ځله وټکولې او له ټولو هغو کسانو یې په غونډه کې د ګډون غوښتنه وکړه چې ان یو ځل یې په کومه میلمستیا کې لیدلی او پته او د تلیفون شمېره یې ورمالومه وه. دغه راز، د ایران سفیر هم ښې ډېرې خوارۍ وکړي هغه د چا خبره د مسکو غونډه کې ددولت مخالفو سیاستوالو( حضور پررنګ) کړي. ځینو نورو لرې او نږدې لورو هم تر خپلې وسې هڅې اوخوارۍ وکړې. مهمه خبره په غونډه کې د طالب استازو یرغلیز او له کابله ورغلي بې پروګرامه سټو پڅ او بې خونده دریځ و. طالب استازي په وار وار افغانستان اشغال شوی هېواد او ځان اسلامي امارت ښوده خو په غونډه کې ناست د هغه د طالب استازي په وینا د اشغال سمبول حامد کرزي یوازې دوعاوې او هڅه کوله چې د طالب پلاوي عاطفه راویښه کړي چې دې هڅې هیڅ ګټه ونه کړه. د هغې ډلې سرلاري چې د طالبانو په وینا له اشغالګرو سره یې د ځمکنیو ځواکونو رول ولوباوه (یونس قانوني)په دې خامه تمه چې ګنې طالبان به په راتلونکي کې کومه څوکۍ ګۍ ورکړي هم  پخواني ادبیات او بلبلانه غږ له یاده ایستلی و چې د خپل جهاد او مقاومت او د ترهګرۍ پرضد مبارزې په اړه به یې کرکړې وهلې. په داسې حال کې چې طالب استازي د ټولو رپوڼو خلاف د ملکي وګړو مرګ ژوبلې پړه پر افغان او بهرنیو ځواکونو وراچوله او له خپل لوري یې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مخنیوي خیالي هڅو یادونه او ستاینه کوله خو ښاغلي قانوني او نورو هغو کسانو چې په افغانستان کې یې د طالبانو ادارې له ماتې او بهرنيو ځواکونو په حضور کې میلیونونه ډالر پیدا کړي ټیټې سترګې ناست، د طالبانو د انتحار، انفجار او په جوماتونو، دولتي بنسټونو کې د ډله ییزه او عام وژنو یادونه غوندې هم ونه کړه. حاجي محقق چې له نورو ډېر ځان د هزاره ګانو مدافع ګڼي د هغو بریدونو یادونه شانته هم ونه کړه چې د شیعه ګانو پر عبادتځایونو، جوماتونو او مذهبي مراسمو طالبانو کړي او سلګونه کسان په کې وژل شوي دي. ده هم په ډېره خواره خوله د طالب استازو خوشالولو له پاره خپله بې خونده ټوکه تکرار کړه. د مزار میلیاډر او مخلوع امپراتور عطا محمد نور خو هغه متل دی چې«له دیګه کاسه سره ده» د لنډ مهالي حکومت وړاندیز وکړ چې په اصل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پلان او پروګرام دی خو د ښاغلي نور په خوله یې وړاندې کړ.

یوې روښنفکرې بي بي(فوزیې کوفي) هم غاړې تازه او طالب استازو سره هم د پېژندګلوي ویاړ خپل کړ. په ټوله کې له کابله ورغلي پلاوي د طالب استازو لیدنې په تلوسه او حسرت کې نه له کابله ځان سره کوم منسجم پلان وړی و او نه یې هم په مسکو کې کومه منسجمه کړنلاره وړاندې کړی شوه. په ټوله کې له کابله تللي کسان د خپلې بې پروګرامۍ او د نورو په اشاره غونډه کې د ګډون له امله په کمزوري دریځ کې وو. کله چې طالبان پردې وپوهېدل چې مقابل لوری تیت اوپرک او بې پلانه دي نو دریځ یې نور هم یرغلیز شو، په ټوله مانا یې پر اسلامي امارت ټینګار ته زور ورکړ او ان په ګډه اعلامیه کې یې هم پر ځای او بې ځایه د اسلامي حاکمیت ته ځای ورکړ. دغه کسان خو په دغه نیت تللي وو چې ځانونه د حکومت ځای ناستي وښیي خو چې کله په کور دننه له منفي غبرګون سره مخ شول نو په غونډه کې یې دریځ نور هم کمزوری شو. سره له دې چې ټول په دې پوهېږي هغه تعبیر چې بنسټپالي یې له اسلامي حکومته لري خلافت، امارت یا امامت دی. نو که راتلونکی حکومت خدای مه کړه د طالبانو او دغو کسانو ترمنځ جوړېږي له یادونه شوې درې بڼو به یوه ولري او د جمهوریت مخ به څوک په سترګو هم ونه ګوري. له دغو ښاغلو او اغلو چې بله لار ورکه شوه نو ایله یې پر دې ځانونه قانع او ډاډه کول چې د طالبانو په دریځ کې د پخوا په پرتله بدلون راغلی؟! په تېره میرمن کوفي دعوه وکړه چې د طالبانو په دریځ کې د ښځو په اړه د پخوا په پرتله بدلون راغلی دی. پوښتنه داده چې څه ډول بدلون؟ کوم بدلون؟ طالبانو د همدې خبرو په درشل کې په فراه کې د نجونو ښوونځي وسوزول. دهمدې مېرمن کوفي په ولایت کې چې څو ولسوالۍ طالبانو قبضه کړي ایا نجونې ښوونځیو ته ځي یا تللی شي. د هېواد په کچه په هغو سیمو کې چې طالبانو ناامنه کړي د نجونو څه چې د هلکانو زده کړې شته؟ د فاریاب په ځینو ولسوالیو کې او د افغانستان یو شمېر نورو سیمو کې چې طالبانو قبضه کړي ښځې له کوره د وتلو او ان تلیفون کارونې اجازه نه لري او د تلېفون لرلو په جرم د ټولو انساني نورمونو خلاف په عام محضر کې په کیبل و هل شوي دي. زه نه پوهېږم چې د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې کوم ډول بدلون راغلی چې مېرمن کوفي لیدلی او نور چا نه؟ په داسې حال کې چې طالب استازي په ښکاره وویل چې دوی ښځو ته هغه حقوق ورکوي چې اسلام ورکړي نو که څوک حافظه لري طالبانو خو په خپله واکمنۍ کې هم نه و ویلي چې دوی ښځو ته حق نه ورکوي بلکې ویلي یې چې دوی ښځو ته له شریعت سره سم حق ورکړی او هغه حق خو نو ټولو لیدلی و؟!  چې طالبانو ویل په دې اړه د چا د صیفت او غیبت پروا نه لري. اوس هم هماغه خبره ده یوازې په الفاظو کې لږ تېر وبېر راغلی او بس. د مسکو غونډه کې طالبانو، روسیې، پاکستان، ایران او نورو ګټه وکړه. طالبانو ځکه چې د ترهګریزو کړنو په سبب یې چې نومونه د ملګرو ملتو پر تور نوملړ شامل شوي خو د روسانو په سپین سترګي یې پر دغه نوملړ پښې کېښودې او د ترهګیزو کړنو سره سره په یوه پراخه غونډه کې راڅرګند او د خپل ځان په ګټه یې تبلیغ وکړ. روسیې، پاکستان، ایران او نورو امریکې ته وښوده چې کولی شي د امریکا او طالبانو ترمنځ نیم بنده خبرې سبوتاژ کړي نو ځکه خو باید امریکا د دوی غوښتنې که په افغانستان کې نه وي په نورو ځایونو کې په پام کې ونیسي. د مسکو غونډې ګډونوالو په اړه د مدني فعالانو له غبرګونه ښکاري چې بایلونکي یوازې له کابله د طالبانو څوکۍ په خامه تمه ورغلي پلاوي غړي دي. له دوی ډېرو چې له خپله انده ځانونه د قومونو ناغوره شوي ټیکه داران ګڼي په خپلو قومونو کې که کوم پاو نوم درلوده هغه یې هم بایلود.

اوس د ولسمشر غني پلویانو ته د عمل نوښت په لاس ورغلی چې د ټولو هغو خلکو ملاتړ خپل کړي چې د پردیو په تېره بدنیته ګاونډیو هېوادو له اغیزه خلاص، د دموکراسي، بشري حقونو او زمانې غوښتنو سره سم د خپلواک او پرمختګ پرلور روان افغانستان غوښتونکي دي.

داسې ښکاري چې په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشر غني لومړي او دویم مرستیالانو امرالله صالح او  سرور دانش ښه موقع ده چې د مسکو غونډې په اړه له اصولي دریځه په ګټنې خپل اغیز په حوزو کې پر خپل ټول توان هڅه و کړي پراخ ملاتړ خپل کړي.  

ښاغلي صالح ویلي په روسي استخباراتي ادبیاتو کې راغلي« هر څوک چې د پردي ګټې ومني او د هغو ترلاسه کولو له پاره په خپله خوښه او د باور له مخې کار وکړي د کار وړ احمق ورته ویل کېږي.»   

په پای کې افغان دولت، خپلواکو سیاتوالو او د مسکو غونډې ګډونوالو په شمولو ټولو هغو کسانو  ته چې د افغانستان خپلواکي، پرمختګ، ولسواکي او سرلوړي غواړي له دې بله غوره لار نه شته چې یو موټی او له ګډ دریځه طالبانو سره د خبرو میز ته کیني، په دې کې د هرچا، ټولو ګټه او خیر دی او بس.    

1 COMMENT

  1. د هر چا خپل نظر دی. خو زه په دي نظر یم چه په دي باریکه او نازکه حالاتو کی نور ګران افغانستان توکړه توکړه نکړو. وطن مور ده او د دغی مور خواره واره بچیان سره یو موټی کړو، ولو که ځمونږ ددغی پاکی مورجانی ځینی بچیان مرور، ناپوهه، ګډوډ، زورور او یا کمزوری هم وی.
    ځمونږ دغی پاکی خاوری او مور جانی بی شمیره غمونه وګالل، بیشمیره بچیان یی مړه، زخمیان، ورک او اواره شول، او کوم بچیان چه همدا اوس دمور په غیږه کی پاتی دی او ځینی د مور د غیږی څخه ګاونډ ته خفه تللی دی. نو پکار ده چه په زرهاوو، میلون هاوو او میلیارد هاوو ننواتو، زاریو او خواریو سره یی یو ځای کړو.

    ځما د دغی پاکی مورجانی ټول بچیان دمور په ساتلو کی ډیر غیرتی، ډیرهیمتی، ډیر میړنی او ډیر اتلان جنګیالی دی، خو په خواشینی او مجبوریت سره ځما د دغی مور ځینو بچیانو د طالیبی سبق په ګاونډ کی لوستلای دی، چه ورته پوره اسلامی سبق او دمور د ساتنی زده کړی نه دی شوی، دا ځکه ګاونډی ځما د مور او اسلام دښمنان دی.

    په خواشینی او محبوریت سره ځما د دغی مور ځینی بچیان په آروپایی، امریکایی، عربی او ځینو نورو هیوادونو کی آواره او بی موره شوی وه، چه بدبختانه هغوی هلته نوری میاری مور ګانی پیداکړیدی، چه پدغو کی ځینی د اصلی مور څخه پر میاری مورګانو ډیر افتخار کوی.

    همداسی ځما د دغی مور کوم بچیان چه په غیږ کی پاتی دی، د اوږده تپل شوی جنګ، غربت، د پوډرو په نشو، د امریکا او ځینو نوروهیوادونو د ذهرجنو بمونو، هوای بمباردونو او دهغوی نظامی تجربوی تمریناتو او ځوان مرګو چاودنو او روحی روغتیاوو له کبله ځوریږی. چه ددغی په نتیجه کی ددغی مور ځینی دغه بچیان یو دبل سره د مور ضد سیاسی کړنی، ځینی یی غلاوی، ځینی یی زورواکی او ځینی یی ډیر مغروره او کبرجن دی، خو اکثریت بچیان ددغی مور ډیر زیات غریب، ناچاره او محتاجه دی چه تل د زورواکو لخوا د ډول ډول ناخوالو او کړاونو سره مخامخ وی

    دپورته ټولو بدبختیو اوغمیزو بلا فقط او فقط پر مونږ دغه بهرنی تپل شوی جګړه، مکار پنجابستان او ځمونږ کمزوری اقتصاد دی، نه ښاغلی غنی دی، نه ښاغلی کرزی دی او نه نورافغانان دی

    طالیبان هم د ځمکی پر سر ځای نلری. ځکه اول د پاکستان د پوځ او ای اس ای لخوا محاصره دی او دبلی خوا د امریکا لخوا تر هدف لاندی دی

    ښاغلی کرزی ځمونږ پخوانی ولسمشر وه، او اوس ځمونږ مخور، زعیم او محبوب ملی مشردی، ځمونږ ددغه ملی مشر پلار، ورور، کاکا ځوی او نور خپلوان د پاکستان په اشاره طالیبانو په شهادت ورسول.
    کله چه ولسمشر وه د مجبوریته یی خپل ځان شمالی ټلوالی ته نیزدی کړی وه، ځکه نه یی د جمعیت او حزب په شان تنطیمی خلک درلودل او نه دبل ګوند مشر وه، چه ځان یی ساتلی وای.

    همداسی ښاغلی کرزی د امریکا سره د اوله جوړ نه وه، ځکه د یوی خوا به امریکا دشمالی ټلوالی کسان ورمعرفی کول چه دغه سړی وزیر، والی او قوماندان کړه. او دبلی خوا به امریکا غیر حق پښتانه نیول او د طالیب په نوم به یی زندانونو ته لیږل، او هم به یی د شپنی عملیات او ړندی بمباری په ملکیانو کولی. خو کله چه ښاغلی کرزی قوی شو نو بیا یی د امریکا په خلاف ښه کلک بیانونه ورکول.
    ځما ښه په یاد دی چه په ۲۰۱۳ کال کی د لوګر ولایت کی د ملی امنیت مسولینو د پاکستانی طالیبانومعاون ( لطیف الله محسود) سره ناسته او ملاقات درلود، چه والی شهید ارسلا جمال هم په دغه ناسته خبر وه، مګر د پاکستان په اشاره امریکایی عسکرو په زور سره د ملی امنیت څخه واخیست، او بیا امریکا پاکستان ته ورکړو. چه په دغه کار سره د ښاغلی کرزی او امریکایانو مناسبات شدت واخست، او بل داچه کله امریکایی قواوی د اوباما په وخت کی د افغانستان څخه ووتلی، نو امریکا خپل ټول جنګی توپونه، ټانګونه او نور مهمات د پاکستان پوځ ته ورکړل، مګر افغان پوځ ته یی ورنکړل چه په دغه کار سره ښاغلی کرزی ښه وپوهیده چه د امریکا ستراتیژی می په عملی ډول ولیدله.
    که په لنډ ډول درته ووایم چه کرزی ته د یوی خوا پړانګ وه او دبلی خوا ورته پانډ یا شمالی ټلواله وه. داچه اوس ښاغلی کرزی د طالیبانو او شمالی ټلوالی سره نیژدی او یو ځای ګرځی، زه ښاغلی کرزی ته افرین وایم ځکه د کرزی د کورنی ډیر غړی طالیبانو وژلی دی، په خپله په ښاغلی کرزی یی هم په لمړیو وختو کی مخامخ حمله وکړه. مګر کرزی اوس هم دغه ناپوهه طالیبانو ته ورونه وای، دا ځکه چه کرزی د افغانستان په ملی او د روغی جوړی مسایلو په غم کی دی نه د چوکۍ.
    همداسی افرین د ښاغلی کرزی حوصیلی ته چه د شمالی ټلوالی سره ګرځی ځکه دا تر ټولو مهمه ده، او ډیره مهمه ده……..

    په اخر کی به ووایم چه ښاغلی محمد اشرف غنی او ښاغلی کرزی به په افغانستان کی یواځینی کسان وی چه دوی به په خپل مینځ کی هیڅ کله اړیکی خرابی نکړی.

    ډیره بښنه غواړم تبصره را څخه ډیره اوږده شوه
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب